د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

د مخاطبانو دسترخوان؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې‌وزله نښه

پر افغانستان د ۱۴۰۰ کال د زمري/اسد میاشتې پر ۲۴مه د طالبانو بیا واکمني دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ لامل شوه، هغه اقتصاد چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و.

دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي او د بې‌کارۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په افغانستان کې ملیونونه کسان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، شااوخوا ۹۵ سلنه افغانان د خوراک لپاره کافي څه نه‌لري. یعنې چې دسترخوانونو یې د پخوا په پرتله بدلون موندلی دی.

خلکو د افغانستان له بېلابېلو سیمو ازادي راډیو ته د خپلو دسترخوانونو عکسونه راستولي دي. ځینو یې د امنیتي ستونزو له کبله د خپل نوم له اخیستو ډډه کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان په مارچ میاشت کې وویل چې ۱۰۰ سلنه هغه کورنۍ چې د ګټې وټې کسان‌یې ښځې وې، کافي خواړه نه‌لري.

دغه کورنۍ د ۹ ملیونه کسانو تر ټوله زیات زیان‌منونکي کسان بلل کېږي او د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغه کسان "قحطۍ ته ورته" وضعیت کې دي.


XS
SM
MD
LG