د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د طالبانو په بند کې د معترضې 'منیژې صدیقي' روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې ادعا کوي چې د افغان ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې منیژه صدیقي د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې ادعا کوي چې د افغانستان د ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې منیژه صدیقي د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې ده.

دوی وايي، د منیژې صدیقي او نورو معترضو ښځو وضعیت چې د طالبانو په زندانونو کې دي، د اندېښنې وړ دی.

منيژه صديقي د روان کال د تلې په ١٧مه د کابل ښار په سید نورمحمد شاه مېنه 'کارته نو' سیمه کې ونيول شوه.

د افغان ښځو د همیارۍ بنسټ مسولې ګلچهرې یفتلي ازادي راډيو ته وویل چې پرون خبره شوې چې منیژه صدیقي د څرخي پله زندان ته انتقال شوې ده.

هغې زیاته کړه: "د څرخي پله زندان د قاتلانو، جنایتکارانو او د بشري حقونو د سرغړونکو لپاره دی، نه د هغو نجونو لپاره چې د خپلو مدني حقونو لپاره یې اعتراضونه کړي، دا د هر وګړي حق دی چې د بې عدالتۍ پر وړاندې اعتراض وکړي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې زموږ د وطن ښځې په سیستماتیک ډول حذف شوي دي."

یو غږ چې د منيژې صدیقي مور ته منسوب دی، د ځینو ښځینه فعالانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، نوموړې هم دا ادعا کوي چې منیژه صدیقي د څرخي پله په زندان کې ده او روغتیايي وضعیت یې خراب دی.

هغه له ښځینه فعالانو غواړي چې د لور د خلاصون لپاره یې هڅې وکړي.

د دې ترڅنګ د دوشنبې په ماښام د معترضې مېرمنې ژولیا پارسي همکارانو هم ازادي راډیو ته ومنله چې د هغې روغتیايي وضعیت ښه نه دی او روغتون ته وړل شوې.

ژولیا پارسي چې دا مهال طالبانو په بند کې ده.
ژولیا پارسي چې دا مهال طالبانو په بند کې ده.

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وايي، د طالبانو له خوا د څرخي پله زندان ته د نیول شویو ښځینه فعالانو لېږد ښيي چې دوی غواړي دا معترضې مېرمنې د ډېر وخت لپاره په زندان کې وساتي.

یوې ښځینه فعالې پاریسې مبارز ازادي راډيو ته وویل:

"طالبانو دا ځل له معترضو مېرمنو سره خپله دښمني څرګنده کړه، پخوا به هغه ښځې چې په بند کې وې، د دوو میاشتو په موده کې به خوشې کېدې، خو اوس ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او نورې معترضې مېرمنې د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي، یعنې ډېره موده به په بند کې پاتې کېږي."

ښځینه فعاله نسرین حمیدي وايي، طالبان هڅه کوي چې ښځې په زنداني کولو، شکنجو او ځپلو سره مجبورې کړي چې له خپلو حقونو تېرې شي، خو نوموړې زیاتوي چې ښځې به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر مبارزې ته دوام ورکړي.

هغې وویل: "له بده مرغه دا وضعیت د ښځو په روحیې منفي اغېز کوي، خو بیا هم ښځې غلې نه کېني او د خپلو برحقو غوښتنو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي."

د دغو فعالانو او معترضانو په وینا، د منیژې صدیقي او ژولیا پارسي ترڅنګ دوه نورې معترضې مېرمنې ندا پرواني او پریسا ازاده هم د طالبانو په بند کې دي، خو بهادره کریمي د لیندۍ میاشتې په دوهمه نېټه په ضمانت خوشې شوه.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې طالبان باید ژر تر ژره ټولې معترضې ښځې خوشې کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو فعالانو او معترضانو نیول تایید یا رد کړي نه دي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو ډېر بندیزونه ولګول، د دغو بندیزونه پر ضد یې د ښځو اعتراضونه وځپل او ځینې معترضانې یې زنداني هم کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG