د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د بهاره کریمي کورنۍ: بهاره طالبانو بندي کړې


د طالبانو خلاف اعتراض کوونکې مېرمنه، بهاره کریمي
د طالبانو خلاف اعتراض کوونکې مېرمنه، بهاره کریمي

د معترضې مېرمنې بهارې کریمي یوې خپلوانې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې طالبانو نوموړې د اکټوبر په ۱۷مه د کابل ښار په جمال مېنه کې له خپل کور څخه بېولې ده.

هغې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، دا کار يو شمېر وسله والو چې يوه ښځه هم ورسره وه کړی دی.

سرچينې زياته کړې چې د طالبانو حکومت د نوموړې د نيول کېدو په اړه د هغې له کورنۍ او دوستانو سره جزیات نه دي شريک کړي.

په تېرو څو مياشتو کې د ژوليا پارسي، ندا پرواني، پاريسا ازاده او منیژه صديقي په ګډون څو نورې اعتراض کوونکې ښځې هم د طالبانو له خوا نيول شوې دي او له نړيوالو غبرګونونو سره -سره تر اوسه د دوی برخليک نه دی معلوم.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو کسانو نيول نه تاييد او نه هم رد کړي، خو د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانو د بهارې کريمي نيول کېدل تاييد کړي دي.

ژوليا پارسي او ندا پرواني هم له څو میاشتو راهیسې طالبانو سره بندیانې دي
ژوليا پارسي او ندا پرواني هم له څو میاشتو راهیسې طالبانو سره بندیانې دي

د ښځو د حقونو یوه فعاله مونسه مبارز په افغانستان کې د معترضو او د ښځو د فعالانو د نیولو بهیر د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې طالبانو د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندې کړي او هغوی ته د نيوکو او اعتراض حق نه ورکوي.

نوموړې وويل:

"هغوى چې مدني اعتراضونه کوي او د عدالت غوښتنې لپاره خپل غږ پورته کوي، حق يې نه دى چې بنديانې شي. ځکه چې نه خاېنې دي او نه له طالبانو سره په جګړه کې وې چې شکنجه شي، برېښنايي ټکان ورکول شي او کورنۍ یې وګواښل شي."

يوه بله معترضه مېرمن پريسا مبارز وايي چې معترضې ښځې نه يوازې په واټونو؛ بلکې په کورونو کې هم د طالبانو له خوا تر فشار لاندې دي.

هغې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"له بده مرغه، د دوی د وضعیت په اړه معلومات نشته چې په زندان کې ورسره څه ډول چلند کیږي، او دا د اندېښنې وړ ده چې ښځې نیول کیږي او کورنۍ یې نه خبریږي، یوه معترضه هم ځاني او مالي امنیت نه لري."

په ورته وخت کې يوې بلې ښځينه فعالې ليدا سيدخېلي ازادي راډيو ته وويل، طالبان نه شي کولای د ښځو په نيولو سره د دوى غږ غلى کړي.

هغه زیاتوي:

"موږ د خپلو هم لارو ملګرو په اړه اندېښمنې يوو او له نړيوالې ټولنې څخه غواړو چې د دغو ښځو د ازادۍ لپاره کار وکړي."

د طالبانو پر ضد لا هم په افغانستان کې دننه د ښځو پټ اعتراضونه دوام لري، چې فعالانې یې وخت په وخت د طالبانو لخوا نیول کیږي
د طالبانو پر ضد لا هم په افغانستان کې دننه د ښځو پټ اعتراضونه دوام لري، چې فعالانې یې وخت په وخت د طالبانو لخوا نیول کیږي

دا په داسې حال کې ده، وروسته له هغې چې طالبانو بیاځلي واک ترلاسه کړ او پر ښځو یې بندیزونه ولګول، ښځې واټونو ته راووتې او لاریونونه او اعتراضونه یې کړل، خو د دغو اعتراضونو له ځپلو او منع کولو وروسته اوس ښځې په سرپټو ځایونو کې اعتراضونه غونډې کوي.

د طالبانو حکومت د ټولو ملي او نړیوالو اندېښنو په غبرګون کې ادعا کوي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

په وروستیو درېیو میاشتو کې دا پنځمه اعتراض کوونکې مېرمن ده چې د طالبانو د حکومت له خوا نیول کېږي.

تر دې مخکې هم طالبانو یو شمېر معترضې مېرمنې نیولي او بېرته یې خوشې کړي چې ځینو دوی د طالبانو له چلند او د زندان له شرایطو ډېر سر ټکولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG