د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د بشري حقونو د څار سازمان: نړیوال دې طالب مشرانو سره د افغان نجونو او ښځو د ځورولو حساب وکړي


د طالبانو لخوا له زده کړو یوه محرومه شوې نجلۍ د ژړا پر مهال - تصویر له ارشیفه
د طالبانو لخوا له زده کړو یوه محرومه شوې نجلۍ د ژړا پر مهال - تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د جنسیت پر بنسټ د افغان نجونو او ښځو د ځورونې له امله له طالب مشرانو سره حساب و کتاب وکړي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه د طالبانو له‌خوا د ښځو د اعتراض ځپلو یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، د معترضو ښځو د بشري حقونو نقض د دوی څارنه ، ځورونه، خپل‌سرې نیول او شکنجه کول دي او په افغانستان کې د زده‌کړو په ګډون میلیونونه نجونې د طالبانو د "ښځو ځپونکو" سیاستونو له امله له خپلو حقونو محرومې دي.

خو د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کړې چې د شریعت په چوکاټ کې یې افغان نجونو او ښځو ته حقونه ورکړي دي، خو د دې شرعي حقونو د څرنګوالي په اړه یې هیڅ‌کله بشپړ معلومات نه‌دي ورکړي.

د بشري حقونو څار سازمان په وروستیو کې د ګالوپ موسسې له‌خوا شوې سروې ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي، یوازې په سلو کې ۱۱ سلنه افغان ښځې وايي چې بشپړه ازادي لري. هغه څه چې د دې سازمان له قوله، په نړۍ کې تر ټولو ټېټه فیصدي ده.

د طالبانو حکومت داسې مهال د بشري حقونو په ځانګړي توګه د افغان نجونو او ښځو د حقونو نقض کوونکی بلل کېږي چې لا یې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه نه‌دي پرانیستي.

طالبان نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نورو زده کړو ته نه پریږدي
طالبان نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نورو زده کړو ته نه پریږدي

هاخوا یو شمېر نجونې زده‌کوونکې له طالبانو غواړي چې نور یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

له دوی یوه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"له ټولو هغو نجونو چې له زده‌کړو او پرمختګ را ګرځول شوي، هیله کوم چې انګیزه و نه بایلي او هیله‌مندې و اوسي. له طالبانو هم هیله کوم چې د نجونو د ښوونځیو دراوزې پرانیزي؛ څو هغوی زموږ ټولنې ته پرمختګ ور په برخه کړي. "

د ښځو د حقونو یوه فعاله نظیفه حق‌پال بیا وايي، د دې لپاره چې طالبان ځواب ویوونکي اوسي، یو میکانیزم شته.

حق پال زیاتوي:

" د بشريت پر وړاندې د جنایت کوونکو او محاکمې ته یې د راکاږولو لپاره میکانیزمونه شته، خو لومړی باید دا جرمونه مستند شي، مګر د لنډ مهال لپاره دا ډول غوښتنې کولای شي چې نړۍ خبره کړي؛ څو په طالبانو لا زیات بندیزونه ولګول شي او تر څنګ یې د نړۍ هېوادونه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي. "

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې د واک له نیولو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د نجونو پوهنتونونه هم وتړل.

د طالبانو حکومت همدا ډول ښځې او نجونې په ډېر شمېر دولتي ادارو او ټولو غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي او تر څنګ یې دوی تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو او سینګارتونو ته له تلو او له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو منع کړي. د طالبانو حکومت په ښځو د مخونو پټول هم اجباري کړي او له محرم پرته یې د هغوی په سفر هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی - ارشیف
د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی - ارشیف

خو هر کله چې د دې بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه شوې، د طالبانو حکومت دا د افغانستان کورنۍ مسله بللې او ویلي دي، اړتیا نه‌شته چې نړیواله ټولنه په دې چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

په وروستیو کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني بیا د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتنه چې په نجونو او ښځو د طالبانو د بندیزونو د لېرې کېدو په هدف یې کابل ته سفر کړی و، ویلي و چې نړۍ او خلک باید د نجونو د زده‌کړو لپاره د شرایطو د برابرېدو تر وخته صبر وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG