د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

فریډم نو: د طالبانو حکومت د پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي په ۱۶ میاشتې بند محکوم کړی


د پوهنتون مخکینی استاد، رسول پارسي
د پوهنتون مخکینی استاد، رسول پارسي

د بشري حقونو سازمان "Freedom Now" ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي په ۱۶ میاشتو بند محکوم کړی دی.

ياد شوي سازمان په خپله اېکس پاڼه کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت دغه حکم مقدساتو ته د سپکاوي، پر طالبانو د نیوکې او د دوی د رژیم پر ضد د څرګندونو په تور صادر کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

"Freedam No" سازمان د طالبانو د حکومت له زندان څخه د رسول پارسي د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

د پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت له خوا ونیول شو.

په ورته وخت کې د اکتوبر په ۳۱مه د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو څخه د ژولیا پارسي ،د هغې د زوی، ندا پرواني او د هغې د مېړه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

کیڼ اړخ ته: ندا پرواني او ورپسې ژولیا پارسي، دا دواړه ښځینه فعالانې طالبانو سره بندیانې دي
کیڼ اړخ ته: ندا پرواني او ورپسې ژولیا پارسي، دا دواړه ښځینه فعالانې طالبانو سره بندیانې دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې اعلامیه کې ویلي چې د ندا پرواني د میړه او جولیا پارسي د زوی د نیولو لپاره کوم دلیل نه دی ورکړل شوی او دا چې جولیا پارسي او ندا پرواني په سوله ییزو مظاهرو کې د ګډون له اساسي حق څخه په استفادې تورنې او نيول شوې دي.

دغو کارپوهانو دغه شان خبرداری ورکړی چې خلک باید د مخالف نظر د څرګندولو او له خپل حق څخه د کار اخیستلو له ازادۍ بې برخې نه شي او ټینګار یې کړى چې د بشري حقونو مدافعان په ځانګړې توګه ښځې له خطر سره مخامخ دي او د جنسیت له امله تر ډېره په نښه کېږي.

اعلامیې زیاته کړې چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي او د دوی د کورنیو د غړو له نیول کېدو له یوې میاشتې وروسته هم پر دوی د کوم جرم تور نه دی لګول شوی، محکمې ته نه دي وړاندې شوي او دغه شان حقوقي استازي ته هم د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې.

په افغانستان کې د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ، د بشری حقونو د مدافعینو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی مرى لاولر، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالی په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریم السلیم او د دغه سازمان د کاری ډلې د مشرتابه غړي د نجونو او ښځو د تعبیض په برخه کې د ملګرو ملتونو د دغو کارپوهانو له ډلې دي چې اعلامیه یې ورکړې ده.

طالبان د ګڼو هغو ښځینه فعالانو په نیولو او ځورولو تورن شوي چې د دوی د قیوداتو خلاف اعتراضونه کوي
طالبان د ګڼو هغو ښځینه فعالانو په نیولو او ځورولو تورن شوي چې د دوی د قیوداتو خلاف اعتراضونه کوي

د ژولیا پارسي او ندا پرواني خپلوان او همکاران وايي چې د دوی د وضعیت او برخلیک او د دوی د د کورنۍ د نورو بندیانو د غړو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د ژولیا پارسي یوه خپلوان د هویت د نه څرګندولو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"هغوی باید خوشې شي، دا معلومه نه ده چې دوی په کوم دلیل نیول شوي، لامل یې غیر معقول او غیر منطقي دی، حکومت بې منطقه دی، موږ له دوی سره هیڅ لاس نه لرو".

د ښځو د حقونو فعاله او د ښځو په ايتلاف کې د ژولیا پارسي همکارې پاریسا مبارز ازادي راډیو ته وویل:

"ژولیا جانه له نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې په زندان کې ده او موږ د دوی د وضعیت په اړه هیڅ خبر نه يو، د دوی کورنۍ چې ورځي هم دوی ورته اجازه نه ورکوي چې لیدنه وکړي."

وجیه حیدري چې د ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې ده هم ورته خبره کوي او وایي:

"ملګري ملتونه او د بخښنې نړیوال سازمان باید دې ته پام وکړي او د ژولیا جانې او ندا جانې د خلاصون لپاره هڅې وکړي ترڅو ژر تر ژره خوشې شي."

ندا پرواني او د هغې مېړه، ژولیا پارسي او زوی یې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د حکومت له خوا بندیان دي.

د دغو اعتراض کوونکو ښځو د نيول کېدو د لامل په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت.

ښاغلی مجاهد مو دغه شان "Freedam No" سازمان د دې ادعا په اړه چې رسول پارسي په ۱۶ میاشتنې بند محکوم شوی او د دوی د غوښتنې په اړه چې نوموړې دې ژر تر ژره خوشې شي هم وپوښت، خو نوموړې زمونږ دا پوښتنې ځواب نه کړې.

د بشري حقونو سازمانونه په خپلو بیانونو کې تل د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د دغو فعالانو او اعتراض کوونکو د فزیکي او رواني روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG