د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د افغان نجونو زده کړو په تړاو د ځینو برتانوي ملایانو څرګندونو غبرګونونه پارولي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د یو شمېر برتانوي ملا امامانو هغه څرګندونې چې ویلي یې دي، د طالبانو حکومت د لنډمهال لپاره 'سیکولر او لیبرال زده‌ کړې' بندې کړي، د افغانانو له پراخ غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

حمید محمود د هغو برتانوي ملایانو له ډلې دی چې د روان کال د جولای میاشتې وروستیو کې افغانستان ته ولاړل او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو او د عدلیې وزارت د سرپرستانو په ګډون له بېلابېلو طالب چارواکو سره وکتل.

محمود د شنبې په ورځ د لندن په کوین ماري پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، طالب چارواکو د نجونو زده‌کړې په بشپړ ډول نه دي بندې کړي، بلکې یوازې یې د لنډ وخت لپاره په 'سیکولر او لیبرال' زده‌کړوبندیز لګولی دی.

د هغه دا نظر په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوی او په بېلابېلو الفاظو غندل شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول ایکسپاڼه کې زیاتو افغانانو د هغه دا ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، دا ډول څرګندونې د طالبانو د غیر مشروع کړنو توجیح کول دي.

د افغانستان د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني پخواني لومړي مرستیال امر‌الله صالح په خپله ایکسپاڼه د برتانوي ملایانو دا څرګندونې په تېر کې د برتانوي جاسوسانو له کړنو سره تشبیه کړي او لیکلي يې دي چې ایا دا برتانوي ملایان د پیر بلنډ له ډلې دي که په لندن کې د حقاني شبکې غړي دي.

د افغانستان د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امر‌الله صالح
د افغانستان د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امر‌الله صالح

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدايي د حمید محمود څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا رښتیا نه ‌دي او د افغانستان په پوهنتونونو او لېسو کې د لوېدیځ او لیبرال زده‌ کړې نه‌ وې.

هغه زیاته کړې: "دا ډول درواغ هېڅکله د اسلام، اروپايي ټولنې او په ټوله کې مسلمانانو ته ګټه نه رسوي. د طالبانو داستان پر درواغو ولاړ دی."

په بریتانیا کې د بشري حقونو یو فعال اجمل خټک بیا په خپله ایکسپاڼه د برتانوي ملایانو دا ډول نظر د طالبانو د بشر ضد دریځ توجیه کول بللي.

خټک لیکي: "د دې پر ځای چې طالبان د نجونو زده‌ کړو ته د اجازې په ورکړه قانع شي، د ده له قوله، تش په نامه دیني عالمان چې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی، د دوی د پالیسیو دفاع کوي."

د ویلو ده چې تېره میاشت افغانستان ته د برتانوي ملایانو له سفر وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی هم کابل ته تللی و او له بېلابېلو طالب چارواکو سره یې په کتنو کې په روښانه توګه غوښتنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانستل شي.

کابل ته د برتانوي ملایانو له سفر وروسته یو شمېر افغان ښځینه فعالانو انلاین یو لیک خپور کړ او له افغانانو یې وغوښتل چې لاسلیک یې کړي.

دا لیک چې پر چینج ویبپاڼه خپور شوی او تر اوسه نږدې ۱۲۴۴ کسانو لاسلیک کړی دی، په کې لیکل شوي: "دغه برتانوي عالمان چې ډېری یې هنديان، پاکستانيان او عرب دي، هڅه کوي د طالبانو ظالمانه کړنې توجیح کړي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله او خبریاله شیرینه محمدي وايي، د افغان نجونو او ښځو هر ډول زده‌کړه منع شوي او د بندېدو د لامل په اړه یې دا ډول څرګندونې د افغان نجونو او ښځو نه یوازې استازي‌توب نه‌کوي، بلکې د منلو نه ‌دي.

هغه زیاتوي: "د افغان مېرمنو هر ډول زده‌کړه، هغه که ښوونځی دی، پوهنتون دی، کورسونه یا هم د انګلیسي زده‌کړه ده، هر ډول تعلیم پر دوی بند دی. افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له همدې برخلیک سره مخامخ دی چې لومړی د نجونو او ښځو ښوونځي، بیا پوهنتونونه او بیا د پرله‌پسې فرمانونو په وسیله له دندو ګوښه شوې چې ډول ډول رواني ناورغۍ ورته پیدا شوې دي."

د ښځو د حقونو بله فعاله مرضیه حفیظي بیا وايي، د برتانوي ملایانو دا ډول څرګندونې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو روانې غیر مشروع کړنې نه‌ شي پټولای.

هغې وویل: "د اسلامي همکاریو سازمان موده وړاندې روښانه کړه چې په افغانستان کې څه وضعیت دی، ښځې له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي. د طالبانو له راتګ وروسته څومره فرمانونونه د دوی د ځپلو لپاره صادر شوي او په کومو برخو کې د دوی مخه نیول شوې ده."

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

د بریتانیا دا دیني عالمان داسې مهال د افغانانو له ‌خوا د طالبانو د کړنو په توجیح کولو تورنېږي چې له دې وړاندې د بریتانیا په پارلمان کې د واکمن محافظه کار ګوند یوه جګپوړي غړي توبیاس اېلووډ افغانستان ته له سفر وروسته په یوه ویډیو کې له طالبانو سره د سیاسي تعامل غوښتنه کړې وه.

خو پر هغه د خلکو د انتقادونو له کبله د زیات فشار راتلو وروسته، هغه دا ویډیو لیري او خپل قضاوت یې ناسم وباله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG