د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست د نرواکۍ تګلارې پیاوړې کړي


ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو یو قطار چې طالب وسله وال یې مخې ته ولاړ دی.
ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو یو قطار چې طالب وسله وال یې مخې ته ولاړ دی.

د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په افغانستان کې نرواکۍ تګلاره پیاوړې کوي.

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په افغانستان کې د نرواکۍ تګلارې پیاوړي کړي دي.

دغه انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه وضعیت افغان مېرمني له جدي رواني ستونزو په ځانګړي ډول، وېرې، اضطراب، بې خوبۍ، ستړیا، غوسه کېدو او د ځان‌وژنې په اړه له فکر کولو سره مخ کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان مېرمنو او نجونو خپل هویت، د زده کړو، کار، تفریح، سفر او ورزش حق له لاسه ورکړی او بشردوستانه مرستو ته له برابر لاسرسی محرومې دي.

خو طالبانو له دې وړاندې په وار وار ویلي چې مېرمنو ته یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي هغه څه چې افغان مېرمنو له دې وړاندې رد کړي او ویلي يې دي چې د طالبانو محدودیتونو یې په ژوند منفي اغېزې کړې دي.

په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو چلند. December 28, 2021
په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو چلند. December 28, 2021

سارا او شکېبا چې د کابل او تخار اوسېدونکې دي او دوی په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

سارا وویل: "اوسمهال د افغان ښځو لپاره هره ورځ یو تدریجي مرګ دی. له ټولنې د مېرمنو لرې کول او ورځ تر بلې یې پر وړاندې د دروازو تړل ان د دوی د ځان‌وژنې لامل کېدای شي. زه خپله چې کار او وظیفه نه شم کولی. له خپل ژونده ستړې شوې یمه د ځان لپاره هېڅ ښه راتلونکی نه وینم."

شکېبا وویل: "د طالبانو له راتګ وروسته نجونې ډېرې بې ارزښته او په کورونو کېنول شوي دي. زه خپله د قابلګۍ د برخې محصله وم، خو حالاتو ته په کتو مې دوام ونه شو ورکولی. د طالبانو بندیزونو او منفي افکارو راباندې ډېره اغېزه وکړه. پخوا مې ټولنیز شخصیت درلود، خلکو او دوستانو سره مې خبرې کولې، خو اوس غواړم ډېر وخت یواځې اووسم له ژونده ستړې شوې یم. راتلونکي ته هېڅ هیله نه لرم."

خو د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ د افغان ښځو په مادي او معنوي ملاتړ ټینګار کړی او ویلي يې دي چې پر طالبانو د جنسیتي اپارټایډ د عادي کولو د مخنیوي لپاره د فشارونو د دوام ترڅنګ باید امریکا او نړیواله ټولنه طالبانو ته روښانه کړي، د ښځو پر وړاندې چې کوم جنایتونو شوي، قانوني ځواب ورکونه به ورته موجوده وي.

د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په جدي توګه دې طالبانو ته اعلان کړي چې د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو پر بنسټ چې افغانستان یې غړیتوب لري، د دوی د حکومت مشروعیت د ټولو افغانانو د حقونو په ملاتړ درناوي او تضمین کولو پورې اړه لري، پرته له دې چې جنسیت، ټولنیز او سیاسي توپیر په نظر کې ونیول شي.

د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې باور لري چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو تګلارې د افغان مېرمنو پر وړاندې ټولنیز تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده.

دوی ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي.

په بلخ کې د معترضو ښځو اعتراضیه غونډه. 16 August 2023
په بلخ کې د معترضو ښځو اعتراضیه غونډه. 16 August 2023

د ښځو د حقونو فعالې ثریا صبیر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د ښځو پر وړاندې ټولنیز تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده، ځکه په افغاني کلتوري ټولنه کې لا هم ټولنیز باورونه موجود دی. دغه ستونزې او د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې په ټولنه کې د ښځو ارزښت ډېر زیانمن کړی او د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالي پراخه کړی دی."

فلورانس صافۍ د ښځو د حقونو بلې فعالې وویل: "د افغانستان مسئله یوه کوچنۍ مسئله نه ده چې موږ هغه د افغانانو په غاړه واچوو او ووایو چې دا حل کړئ، ټول اروپايي هېوادنه په ځانګړی ډول ملګري ملتونه او امریکا د دې مسوولیت لري. موږ په تېرو دوو کلونو کې افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ښځې چې له بد وضعیت سره مخ دي د دوی د زده کړو او کار بنسټیز حقوق مو نه دي ترلاسه کړي."

په تېرو دوه کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه یې د نجونو پر وړاندې د زده کړو هر ډول دروازې تړلي دي او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې یې د دوی په کار کولو بندیز لګولی دی.

افغان ښځې دغه شان حق نه لري چې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او لوبغالو ته لاړې شي او له شرعي محرم پرته اوږد واټن سفر هم نه شي کولی.

خو د طالبانو حکومت د افغان ښځو د حقونو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع بللې او ویلي دي چې په دې اړه فشارونه به بې پایلې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG