د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

د بشري حقونو شورا ۵۴مه ناسته؛ د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت بحثونه کېږي


په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مه ناسته په جینوا کې د سپټمبر له ۱۱مې پيل شوې او تمه ده د اکټوبر تر ۶مې دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی د بشري حقونو شورا د ۵۴ناستې په درشل کې ټینګار لري چې د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ ماموریت باید تمدید او لا پسې تقویه شي.

نصیراحمداندیشه ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې هغه غوښتنې مطرح کړي چې تمه ده دی یې د بشري حقونو د شورا ۵۴ناستې کې وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد اندیشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد اندیشه

هغه وویل: "د افغانستان د ځانګړي راپورتر ماموریت باید تمدید او تقویت شي. د حساب ورکونې یو خپلواک میکانیزم باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا رامنځته شي. همداراز هغه وړاندیزونه چې د ځانګړي راپورتر او د ښځو د تبعیض ضد کاري ډلې د جون میاشتې راپور کې راغلي وو جدي تعقیب شي. د جندر اپارټایډ بحث په دې راپور کې راغلی و او باید په جدي توګه تعقیب شي."

نصیراحمداندیشه د پخواني جمهوري نظام له وخته د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازولي اداره کوي.

تمه ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنیټ خپل کلنی راپور وړاندې کړي.

د دې راپور یوه ابتدایي بڼه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا خپره شوې چې په کې د افغانستان د بشري حقونو په تېره بیا ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د راپور په خلاصه کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار پر سر د طالبانو پراخ محدودیتونه، په قضايي سیستم کې پراخې ستونزې، د بشري حقونو د پوښتنې لپاره د مسوولو ادارو نشتوالی، د مسوولیت منلو او حساب کتاب نشتوالی د افغانستان د خرابېدونکې وضعې لوی عوامل یاد شوي.

ریچارډ بېنیټ په خپل راپور کې سپارښتنې کړې چې د افغانستان واکمن چارواکي 'د طالبانو حکومت' لا هم وخت لري چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله رامنځته شوې تراژيدې ختمې او افغانستان د نړیوالو اصولو او قوانینو سره سم عیار کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنیټ

طالبانو تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴ناستې په درشل کې په دې راپورونو او څرګندونو څه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د افغانستان په اړه د بشري حقونو د سازمانونو راپورونه له واقعیت لرې او ناسم بللي وو.

طالبان ادعا لري چې د دوی په حکومت کې په چا زور زیاتی نه کېږي او دا چې دوی د ټولو حقونه رعایتوي.

اخوا د بشري حقونو د څار سازمان تور لګولی چې طالبانو تېر دوه کاله ښځې او نجونې له زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو منع کړي او په دې سربېره یې په پراخه کچه بشري حقونه نقض کړي دي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۴ناستې په درشل کې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې غوښتي چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره لا زیات اړین او پر وخت اقدامات ترسره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د طالبانو ګڼ دا اقدامات د بشریت ضد جنایتونه او ځورونې دي.

د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور. Kabul, Afghanistan, December 28, 2021
د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور. Kabul, Afghanistan, December 28, 2021

د بشري حقونو څار سازمان سپارښتنه کړې چې د بشري حقونو شورا باید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر د ماموریت دوره وغځوي.

تر څنګ یې دغه سازمان ویلي چې د بشري حقونو شورا باید د ټولو نړیوالو جنایتونو د سپړنې لپاره د یوه خپلواک او بې پرې میکانیزم په رامنځته کولو سره د حساب کتاب پروسه چټکه کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل. له هغې مودې راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي.

د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې نجونې له پوهنتونو هم راوګرځول شوې او تر هغه لږ مخکې د ښځو پر کار پراخ بندیزونه ولګېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG