د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

برېتانیا کې د "نیمه پېړۍ غمیزه او د نجات لارې" په نوم غونډه؛ ګډونوال یې: د افغانستان د کشالې سوله ییز حل غواړو


د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

د برېتانیا له بېلابېلو سیمو یو شمېر راټولو شویو افغانانو د سپټمبر په دویمه د ملي محور فورم له‌خوا د "نیمه پېړۍ غمیزه او د نجات لارې" تر عنوان لاندې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه غونډه کړې ده.

په برېتانیا کې د ملي محور فورم د سیاسي خوځښت مشر حنیف الکوزي ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې چې د سولې، ملي یووالي او پرمختګ لپاره د ملي ډیالوګ په نوم پیل شوې وه، د افغانستان په ستونزو بحث وشو.

هغه زیاتوي، د غونډې ګډون‌والو پرېکړه وکړه، چې له افغانستان د باندې به د افغانانو له اجماع وروسته، په افغانستان کې هم غونډې پیل کړي.

الکوزي وویل:

"هر کله چې د ملت په سطحه اجماع جوړه شوه، بیا حاکم نظام سره خبرې اترې پیلېږي، څو کوښښ وشي او دوی سره یوې نتیجې ته ورسېږو او بالاخره داسې حکومت رامنځ‌ته شي، چې ټول افغان په کې د مالکیت احساس وکړي او ټولو ته د منلو وړ وي او په حقیقي توګه افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ په لور بوځي. "

د ملي محور فورم د سیاسي خوځښت مشر وايي، د دوی هدف دا دی چې ولس وېښ کړي او د ولس په ویښتابه سره به اوسنی حاکم نظام هم مجبور شي چې ملت سره خبرو ته کېني.

د بشري حقونو فعاله، فروزان رسولي
د بشري حقونو فعاله، فروزان رسولي

د دې غونډې یوه ګډو‌ن‌واله او د بشري حقونو فعاله فروزان رسولي وايي، په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په خوندیتوب هم بحثونه وشول.

فروزان رسولي وویل:

"یو ملي ډیالوګ په لاره اچول شوی و، چې د انګلستان له بېلابېلو سیمو ورته هېوادوال راغلي وو. په دوی کې د ځوانانو ګروپونه، د ښځو د حقونو فعالان او مدني فعالان وو. زموږ په خبرو کې د سولې، پرمختګ، اقتصادي او د بشري حقونو موضوعات شامل و. همدا ډول په دې خبرې وشوې چې څنګه کولای شو چې لار هواره کړو چې په افغانستان کې اوسني مشکلات د ملي ډیالوګ له لارې حل کړو. "

په همدې حال کې پخوانۍ خبریاله او په سکاټلند کې د البا ګوند د بشري حقونو پلټونکې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هغوی سره اسیره شوې او په دې کنفرانس کې یې ګډون کړی وايي، طالبان له ښځو د سپر په توګه کار اخلي.

خو هغه بیا هم د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د ستونزو د اواري لپاره په خبرو اترو ټینګار کوي.

نوموړې وویل:

"د دې ستونزې د حل لپاره له نړۍ د طالبانو ګوښه کول حل لار نه‌ده. زه فکر کوم چې ښځې د یوه انساني سپر په توګه ګټه اخستل کېږي. زه ډاده یم چې کله نړیواله ټولنه د دې مسله په اړه غور وکړي او له طالبانو سره د خبرو اترو لار پرانیزي، مسایل به عادي حال ته ولاړ شي او نجونې او ښځې به ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي. "

دا کنفرانس داسې مهال کېږي چې د طالبانو په اوسني نظام نیوکه ده چې د ستونزو د هواري لپاره یې د ملي ډیالوګ ټول لارې تړلي او یوازې یې خود مختاره اداره جوړه کړې چې ټول په کې په دوی پورې تړلې کسان حاکم دي.

خو طالبان بیا دا ادعا نه مني او وايي، حکومت یې ټول شمول دی او د ټول افغانستان استازولي کوي.

XS
SM
MD
LG