د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

امنیت شورا: د طالبانو له لاسه تېره میاشت د بشري مرستو ۵۶ مرستندوی پروګرامونه ځنډول شوي


د بشري مرستو وېش ته په تمه افغانې مېرمنې او د طالبانو یو وسله وال - ارشیف
د بشري مرستو وېش ته په تمه افغانې مېرمنې او د طالبانو یو وسله وال - ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، چې تېره جولای میاشت کې یې په افغانستان کې ۵۶ مرستندویه پروګرامونه په بشري مرستو کې د طالبانو د لاس‌وهنې، په انتقال‌یې د محدودیتونو او د بشري پرسونل او خدماتو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله موقتاً ځنډول شوي دي.

د امنیت شورا په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی راغلي، چې د طالبانو سیاستونو او کړنو په افغانستان کې بشري کړکېچ ته د رسېدنې لپاره د دوی هڅې ننګولې دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له قوله راغلي، چې د نورو ننګونو ترڅنګ د ښځینه مرستندویه کارکوونکو په کار بندیز د دې لامل شوی چې ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو چاره اغېزمنه شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا د دغه راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې تر دې یې په بشري مرستو کې د طالبانو لاس‌وهنه رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کې څوځله د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډې کړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کې څوځله د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډې کړي

خو یو شمېر افغانان چې بشري مرستو ته اړتیا لري ادعا کوي، چې د بشري مرستو په وېش کې انډیوالي او خپلوي پالل کېږي.

د لوګر اوسېدونکی خان محمد ازادي راډیو ته وویل:

"ستونزه دا ده چې حق حقدار ته نه‌رسېږي او د اوسني حکومت کارکوونکي په‌کې لاس لري، دوی د مرستو په وېش کې لاس‌وهنه کوي او هڅه کوي چې خپلو خپلوانو ته‌یې ورسېږي."

د کابل یوې اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:

"په دغه بشري مرستو کې طالبان خپلوي پالي، هغه کسانو ته‌یې نه‌ورکوي چې مستحق او اړمن وي، کونډې رنډې غریب او بې‌چاره خلک ترې بې‌برخې پاتي او هغه کسان چې طالبانو سره‌یې د تېر نظام پر ضد په جنګ کې برخه اخیستې، هغوی ته ورکول کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه اوج ته رسېدلې او په بې‌ساري ډول بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره فقر او حاکمو قیوداتو ښځې تر ټولو قشرونو زیاتې ځپلې دي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره فقر او حاکمو قیوداتو ښځې تر ټولو قشرونو زیاتې ځپلې دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت؛ په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبانو د دوی د حقونو محدودولو ته دوام ورکړی دی.

امنیت شورا زیاتوي، چې په افغانستان کې بشري کړکېچ د دغه شورا لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده.

طالبانو د تېر میلادي کال په وروستیو کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په ګډون په ټولو بهرنیو ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه په خپل دریځ کې بدلون نه‌دی راوستی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل راپور کې وړاندیز کړی، چې له هغو بشري سازمانونو سره چې په افغانستان کې کار کوي د یوې غیر رسمي غونډې جوړول به دغې شورا ته دا زمینه برابره کړي، څو پوه شي چې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز تر پرېکړې وروسته په افغانستان کې مرستندویه بنسټونه له کومو ستونزو سره مخ دي.

نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د افغان ښځو تر سخت فشار لاندې ده، چې طالبان د دوی خلاف له ځپونکو اقدانماتو را وګرځوي
نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د افغان ښځو تر سخت فشار لاندې ده، چې طالبان د دوی خلاف له ځپونکو اقدانماتو را وګرځوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې دا هم راغلي، چې د یو باثابته او له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان چې د ښځو په ګډون په‌کې د ټولو حقونه خوندي وي په برخه کې د امنیت شورا د غړو هېوادونو نظر یو دی، خو دغه اهدافو ته درسېدو لپاره د دوی ترمنځ اختلاف شته.

راپور وايي: متحده ایالات، فرانسه، برېتانیا او یو شمېر نور غړي هېوادونه ټینګار کوي، چې که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت او نړیوالې انکشافي مرستې ترلاسه کړي باید نړیوالو نورمونو ته غاړه کېږدي.

په راپور کې راغلي، دغه هېوادونه د دې پلوي دي چې پر طالبانو د هغه پالېسیو له امله چې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه ده، باید فشار راوړل شي.

خو په راپور کې راغلي، چې چین او روسیه بیا پر دې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه دې پرته له دې چې بشري مرستې له نورو مسایلو سره وتړي له افغانستان سره مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG