د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

کابل کې یوټیوبره 'حورا سادات' په مرموز ډول وژل شوې


د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کاوه په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.
د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کاوه په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.

ځوانه یوټیوبره حورا سادات د دوشنبې په ورځ په کابل کې په مرموزډول وژل شوې ده.

د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کاوه په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.

د حورا سادات کورنۍ، همکاران او د طالبانو د حکومت امنیې قومندان په کابل کې د حورا سادات وژنه تاییدوي.

د حورا سادات ورور چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د چهار شنبې په ورځ یې د حورا سادات همکار ارشاد فرهنمد ته ویلي چې خور یې د دوشنبې په ورځ وژل شوې ده.

هغه ویلي: "دقیقاً د دوشنبې ورځ سحار وختي وه، چې د یې غمجنې پېښې له امله مو حورا سادات له لاسه ورکړه."

د حورا سادات ورور د هغې د مړینې د څرنګوالي په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د حورا سادات همکار ارشاد فرهمند د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تېره ورځ د ډېرو هڅو سره چې مو درلودې، کورنۍ مو یې له نږدې ولیده، د کورنۍ وضعیت یې ډېر خراب او ناراحت کوونکی وه. که څه هم موږ نږدې ۴۰ دقیقې د دوی په کور کې وو، په دې ۴۰ دقیقو کې یې موږ ته هېڅ جزییات رانه کړل، یوازې دومره یې وویل چې غوښتل یې د حورا سادات جسد کندز ته انتقال او هلته خاورو ته وسپاري، خو د ځینو دلایلو له امله ونه توانېدل او په کابل کې یې د ماشومانو د یو ساده پارک مخې ته خاورو ته وسپارله ځکه هغه د ماشومانو ډېره لېواله وه."

فرهمند دا هم وايي چې د سادات کورنې د حورا د وژنې څرنګوالی نه دی مشخص کړی.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې حورا سادات درې ورځې مخکې د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې په قتل رسېدلې.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ

ځدراڼ ویلي چې د امنیتي ځواکونو د څېړنو پر مهال د دې قتل په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

خالد ځدراڼ د نیول شویو کسانو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

د حورا سادات وژنې د ښځو او بشري حقونو د یو شمېر فعالانو غبرګونونه پارولي دي

د ښځو د حقونو فعاله او د 'شنبه های ارغواني' غورځنګ مشره مریم معروف آرین ازادي راډيو ته وویل، نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه باید په دې اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

هغې زیاته کړه: "مه هېروئ څه چې له دې مېرمنې سره وشول دا لومړی او نه به هم وروستی مرموز قتل وي. په تېرو دوو کلونو کې موږ وار وار د ښځو د مرموزو قتلونو شاهدان یاستو. ،موږ یو ځلې بیا له نړیوالې ټولنې د بشري حقونو بنسټونو غوښتنه کوو څو داسې قضیې چې په افغانستان کې پېښېږي، دوی باید چوپ پاتې نه شي. هغه طالب چې ادعا لري چې په افغانستان کې ېې امنیت تامین کړی دا څه ډول امنیت دی چې هيڅوک په ځانګړې توګه فعالې مېرمنې امنیت نه لري، قتلېږي، ټول روحي او رواني امنیت یې له لاسه ورکړی."

حورا سادات شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلوده، او په بېلابېلو یوټیوب چینلونو په ځانګړي ډول 'کابل فنس' او 'سټار فنس' کې کار کاوه.

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو او واک ته د طالبانو د بیاځلې رسېدو وروسته په رسنیو کې په ټولنیزو او تفریحي خپرونو محدودیتونه ولګېدل او له هغې وروسته د یوټیوب چینلونو بازار ګرم شو او ظاهراً د افغانستان د ننه او بهر د دوی پروګرامونو د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای خپل کړ.

خو په دې وروستیو کې یو شمېر یوټیوبران په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو له جوړولو وروسته د ستونزو او ننګونو له امله له هېواده وتلو ته اړ شول او د طالبانو حکومت یې د دوی په سانسورولو تورن کړی.

خو د طالبانو حکومت دا موضوع بار بار ر کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG