د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۷۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې او بې کاره دي


د کابل ښار یو شمېر بېوزله مېرمنې - ارشیف
د کابل ښار یو شمېر بېوزله مېرمنې - ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ په خپل X شبکه (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې لیکلي، چې لږ ترلږه په سلو کې ۷۰ افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او بې‌کاره دي.

د IOM د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې بې‌کاري مخ په ډېرېدو ده.

دغه سازمان دا هم لیکلي، چې د افغانستان د اقتصاد له سقوط وروسته کوچني او لوی کاروبارونه خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان زياته کړې، چې سږ کال له ۶۰ زره افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

بل پلو یو شمېر خلک د خپلې بې‌وزلۍ او د بشري مرستو د ترلاسه کولو د اړتیا په اړه خبرې کوي.

فقر او اقتصادي ناورین افغان ماشومان هم اغېزمن او کار ته اړ وېستي - ارشیف
فقر او اقتصادي ناورین افغان ماشومان هم اغېزمن او کار ته اړ وېستي - ارشیف

یوې افغانې میرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، وايي چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د یوې دولتي ادارې کارکوونکې وه او اوس بې‌کارۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده.

نوموړې وایي:

"زما اقتصادي ستونزې داسې حد ته رسېدلي، چې ما خپله سپما، ټولې غالۍ، توشکې او هر هغه څه چې د خرڅلاو لپاره موجود وو، د حلالې ډوډۍ د موندلو لپاره وپلورل، چې ژوند وکړم او مړه نه‌شم، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت دومره بد دی چې کار نه‌شي کولی او نه شاقه کارونه کولی شي، په دې جرم چې ښځه ده."

سعدیه چې د طالبانو د حکومت د تګلارو پر ضد له لاريون کوونکو ده، هم وايي چې په پخواني جمهوري نظام کې یې یو شمېر ځوانانو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وه، خو اوس یې اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی.

طالبانو پر افغان ښځو ګڼ بندیزونه لګولي، چې د دوی اعتراضونو سره مخ شوي
طالبانو پر افغان ښځو ګڼ بندیزونه لګولي، چې د دوی اعتراضونو سره مخ شوي

هغه وایي:

"د جمهوري ریاست په دوره کې ما یو دفتر درلود، موږ د هغو ځوانانو او ښځو لپاره کار پیدا کړ چې له پوهنتون څخه فارغ شوي وو او کار ته يې اړتيا درلوده. اوس چې زه بې‌کاره یم، دې بې‌کارۍ زما په روان هم بده اغېزه کړې ده. بله مسئله دا ده، دا چې زه د ښځو د حقونو يوه فعاله يم، ما ته اجازه نه راکول کېږي چې بهر ته لاړه ووځم، چې دا خورا ستونزمن کار دی او زه دا مهال په یوه ستونزمن حالت کې یم."

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیز چارو وزارت د کار پیدا کولو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي دروانې اونۍ د یکشنبې په ورځ [ملت ته د دولت د حساب ورکونې] په پروګرام کې د حرفوي زده‌کړو او د کار جوازونو د وېش په اړه وویل:

"د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې په ۱۴۰۱ کال کې د اماراتي دفترونو او د مؤسسو په مرسته ۴۳ زره اوه سوه او ۷۴ تنو ته د حرفوي زده کړو د مرکزونو له لارې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او د افغانستان په کچه ۵۳ زره شپږ سوه او ۵۵ کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ویشل شوي دي."

طالب مشران ادعا لري، چې فقر او بې کاري له جمهوري نظام څخه په میراث ورپاتې ده، خو منتقدان یې هسې پلمه بولي.
طالب مشران ادعا لري، چې فقر او بې کاري له جمهوري نظام څخه په میراث ورپاتې ده، خو منتقدان یې هسې پلمه بولي.

هغه زياته کړه، چې له ځينو هېوادونو سره يې د مسلکي او نيمه ماهرو کارکوونکو د لېږلو په اړه لومړنۍ خبرې هم کړې دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له دې مخکې وړاندوینه کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ او د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته به د راتلونکي کال تر نیمايي پورې شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې وي.

IOM د افغانانو په منځ کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې تر څنګ ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې ۱۰ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې او له ۵۸ زره کورنیو سره یې مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG