د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې شتون او فعالیت یوه لویه جدي اندېښنه وبلله


ارشیف: د داعش جنګیالي
ارشیف: د داعش جنګیالي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی د داعش ډلې خراسان څانګه یوه جدي اندېښنه بولي، خو وايي؛ طالبانو یې وړتیا کمزورې کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغانستان اوسمهال د اقتصادي بحران او له بشري حقونو د سرغړونو په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو په خبره يې په دې هېواد کې د متحده‌ایالاتو تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.

خو سټمسون مطالعاتي مرکز کې د خبرو پر مهال ټام ویسټ دا هم وویل چې طالبانو تېرو دوو کلونو کې د داعش خراسان ډلې ۸ قوماندان وژلي او توانېدلي چې د دوی وړتیا کمروزې کړي.

هغه وویل: "نه غواړم په دې اړه ډېر تم شم، خو لکه وړاندې مې چې وویل، موږ د دې ډلې په اړه ډېر اندېښمن یوو، ځکه چې دا ډله په ښکاره ډول د بهرنیو بریدونو اراده لري، مګر د دوی پر ضد طالبان هم بریالي وو او د دوی وړتیا یې د پام وړ کمروزې کړې ده. "

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

ټام وېسټ وویل، د داعش ډلې خراسان څانګې د ځپلو ګټه افغانانو ته هم رسېدلې او د تېر کال په پرتله یې بریدونه را کم شوي دي.

د طالبانو حکومت هم په ځلونو دا خبره کړې چې دوی توانېدلي په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه وځپي، خو له دې ټولو سره سره، وروستیو دوو کلونو کې داعش ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي او د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي یې وژلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې له تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دا نه‌شي تاییدولی چې افغان طالبان پاکستان کې د روانو بریدونو په برخه کې تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' سره مرسته کوي، خو دا روښانه ده چې دواړه ډلې په افغانستان کې د جګړې پر مهال له یوه او بل سره ملګرې وې.

د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي

د طالبانو حکومت بیا په ځلونو په خپلو اعلامیو کې ویلي، اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا په ضد وکاروي، خو د یادونې ده چې دوی دوه ځلي د پاکستاني چارواکو او 'ټي ټي پي' تر منځ د خبرو منځکړتوب کړی چې اوږدمهالې سولې نتیجه یې ورنه کړه خو لنډ مهالی اوربند شوی و.

سټمسون مطالعاتي مرکز کې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو په اړه هم له ټام ویسټ وپوښتل شول، خو هغه یې په ځواب کې وویل؛ تر هغه چې طالبانو له ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړېدو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو خوندیتوب او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانيستو په برخه کې خپلې ژمنې نه‌وي عملي کړي، نړیواله ټولنه به یې ونه مني.

خو طالبان بيل خپل حکومت ټولشموله ګڼي، وايي بشري حقونو ته يې پام کړى او د ښځو حقونو يې د اسلام په چوکاټ تامين کړي او تر ډېره هم دا مسايل د افغانستان کورني موضوعات بولي وايي، اجازه نه ورکوي چې نړیوال په کې لاسوهنه وکړي.

یو شمېر طالب چارواکي
یو شمېر طالب چارواکي

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې څو ځلي له طالب چارواکو سره ځانګړې غونډې هم کړي، خو د وضعیت د بدلون؛ په ځانګړي ډول د نړیوالې ټولنې له‌خوا طالبانو ته د وړاندیز شویو شرایطو د عملي کېدو په برخه کې کوم روښانه بدلون نه‌دی لیدل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG