د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال داعش ډلې ۳۷۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې پر کابل پوهنتون برید، چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخېست- ارشیف
د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې پر کابل پوهنتون برید، چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخېست- ارشیف

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو ته په یوه لیک کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په بریدونو کې د قربانیو د شمېر خبر وکړ.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې تر ۳۷۷۴ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې لیکلي، په افغانستان کې ډېری قومي او مذهبي اقلیتونه لکه: هزاره ګان، شیعه ګان، صوفیان او سیک د داعش ډلې په لاس د جوړو شویو بمونو هدف ګرځېدلي دي.

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز زیاته کړې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د دغه مرکز په خبره "په زور سره افغانستان نیولی" په مذهبي ځایونو د داعش بریدونه ډیر شوي.

په کابل کې اوسیدونکې یوه نجلۍ چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، وايي د خاله میړه یې تیر کال د داعش په برید کې په وزیر اکبر خان مېنې کې ووژل شو.

دا زیاتوي، چې هغه غیرنظامي او د خپلې کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګتونکی و.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

" تیر کال د جمعې په ورځ چې کله د وزیر اکبر خان مېنې له جومات سره چاودنه وشوه، هلته مې د خاله میړه شهید شو، له هغه څو ماشومان پاتې دي، څلور لورګانې، دوه زامن او میرمن یې او دی د خپلې کورنۍ یوازینی دوډۍ راوړنکی و، موږ ته ویل شوې وه چې دا حمله د داعش له خوا شوې وه، میرمن یې ډیرې اقتصادي ستونزې لري، او په ډیرو ستونزو کې ده."

دا له نړیوالې تولنې غواړي چې د ترهګرو ډلو په وړاندې جدي ګامونه واخلي.

د وزیر اکبرخان جومات د پېښې یوه څنډه - ارشیف
د وزیر اکبرخان جومات د پېښې یوه څنډه - ارشیف

د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر په ۲۳ مه د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان مېنې جومات مخې ته په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.

د امنیتي چارو پوه اسد الله ندیم ازادي راډيو ته وویل، که څه هم داعش اوسمهال په افغانستان کې لوی فعایتونه نه لري، خو په خبره یې شتون یې خطرناکه دی.

ندیم وایي:

" په حقیقت کې داعش په خپل فعالیت کې خلاص لاس نه لري، خو دا په دې مانا نه ده چې داعش په افغانستان کې نشته، دا شبکې نورې محرمې سرچینې لري، په ډيریو برخو کې ډير پام ځانته نه اړوي، ان استخبارات هم په دير سختیو د دوی د محرم فعالیتونو درک کولای شي، نو د داعش شتون په خپله یو خطر دی، دوی هره شیبه هرڅه باندې برید کولای شي."

پوځي کارپوه، اسدالله ندیم
پوځي کارپوه، اسدالله ندیم

د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ وویل چې د مذهبي لږکیو( اقلیتونو) پر وړاندې بریدونه داسې ښکاري چې سیستماتیک وي، ریچارت بینټ دا شان بریدونه د بشریت ضد جنایت ګنلي وه.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې فعالیت او ګواښونه د اندېښنې وړبللي وو، ویلي وو چې د داعش عملیاتي فعالیت صفر ته نږدې شوی دی.

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز هم طالبان تورنوي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې جنسیتي تبعیض ته دوام ورکړی او په خپلو محدودونکو پالېسیو یې ښځې او نجونې له بشري حقونو محرومې کړي.

د یادونې ده، تېره اوونۍ د کابل پر دارالامان سړک د چاودنې مسوولیت هم، چې دوه تنه په کې ووژل شول او یو تن ټپي شو، داعش ډلې ومانه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG