د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

امنیت شورا: په افغانستان کې د داعشیانو شمېر زیات شوی، سیمه هم ګواښي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په یوه تازه بیان کې، په افغانستان کې داعش ته اندیښنه ښکاره شوې ده.

په دې بیان کې راغلې دي، چې د داعش د غړیو شمېر تر پخوا زیات شوی او دا ډله یوازې افغانستان ته نه؛ بلکې سیمې ته په یوه ګواښ بدله شوې ده.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په بیان کې په افغانستان کې د داعش د وسله والو او د هغوی د کورنیو د غړیو شمېر د څلور زرو او شپږ زرو ترمنځ اټکل شوی دی.

دا شمېره تر پخوانیو لوړه ده.

پخوا دا شمیره په ځینو راپورونو کې شاوخوا درې نیم زره یاده شوې وه.

د امنیت شورا په بیان کې، چې د جمعې په ورځ له رسنیو سره شریک شو، داعش یوازې د افغانستان لپاره نه؛ د افغانستان له سرحدونو ورهاخوا د سیمې د نورو هیوادو لپاره هم خطرناک بلل شوی دی.

د باجوړ پېښې یو شمېر ټپیان، داعش وایي برید دوی پرې کړی- ارشیف
د باجوړ پېښې یو شمېر ټپیان، داعش وایي برید دوی پرې کړی- ارشیف

په سیمه کې د داعش تر ټولو خونړۍ وروستۍ حمله د جولای په دیرشمه د باجوړ په ښار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ګروپ پر غونډې وشوه، چې لږ تر لږه درې شپیته تنه پکې ووژل شول او تر سلو ډیر پکې ژوبل شول.

د دې حملې راپور دلته لوستلای شئ:

د باجوړ پېښې د تلفاتو زیاتوالی؛ جمعیت علما اسلام: د پاکستان حکومت مو په ساتنه کې پاتې راغلی (azadiradio.com)

د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي ازادي راډیو ته وویل، چې اوسنی داعش د مخکني طالب په څیر هڅې کوي.

ښاغلی جلالي وایي:

" د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان او پاکستان کې شته، دوی هماغه کار کوي، چې طالبانو د بغاوت په وخت کاوه، یعنې له خلکو باج اخلي، د مخدر موادو قاچاق کوي، له کانونو غیرمشروع ګټه اخلي، خلک تهدیدوي او همداراز د سازمان شويو جنایي فعالیتونو له لارې پیسې ترلاسه کوي او ښایي په ورته وخت کې داسې کسان د نړۍ په مختلفو سیمو کې وي، چې د دوی د دریځ ملاتړ کوي او مرسته ورسره کوي"

د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون استاد، علي احمد جلالي
د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون استاد، علي احمد جلالي

داعش خراسان څانګې د دوه زره پنځلسم کال په جنوري کې په افغانستان کې خپل موجودیت اعلان کړ او د امریکا متحد ایالتونو دا ډله د ترهګرو په نوملړ کې شامله کړې ده.

دې ډلې په افغانستان کې تیره اونۍ دوشنبې د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې د یوې چاودنې مسوولیت ومانه، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.

په دې اړه نور:

تازه خبر: کابل کې چاودنې ۲ تنه وژلي (azadiradio.com)

د طالبانو حکومت د امنیت شورا تازه بیان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې چارواکو او ویاندویانو بیا- بیا ویلي، چې په دغه هېواد کې د داعش ډله ډېره کمزورې شوې ده.

د امنیت شورا په راپور کې غړي هیوادونه هڅول شوي دي، چې پرې نه ږدي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی،چې طالبان دې د داعش د ځپلو لپاره له خپلو ژمنو نه په شا کیدو ته وهڅول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG