د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

افغانستان د نړۍ تر ټولو بې‌ ثباته هېواد وبلل شو


ارشیف: په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي
ارشیف: په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د ۲۰۲۳ کال د سولې په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې د نړۍ تر ټولو بې ثباته هېواد بللی دی.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ افغانستان د اتم پرله‌پسې کال لپاره د نړۍ تر ټولو بې ثباته هېواد معرفي کړ.

دغه انسټېټیوټ په خپل ۱۷م کلني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، لیکلي چې له افغانستان وروسته یمن، سوریه، جنوبي سوډان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په دې درجه بندۍ کې راځي.

په دغه راپور کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۱۶۳ هېوادونو کې د سولې وضعیت څېړل شوی، په هېوادونو کې د سولې کچه د ۲۳ کیفي او کمیتي شاخصونو د ارزونې پر بنسټ، چې د جګړو د قربانیانو شمېر، د تلفاتو شمېر، د نظامي کولو کچه، د وسلو صادرات، ترهګریزې پېښې، سیاسي بې ثباتي او د بندیانو شمېر ته هم کتنه شوې ده.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ لیکلي، سره له دې چې په افغانستان کې ترهګریزې پېښې ۷۵ سلنه او مرګژوبله ۵۸ سلنه کمه شوې، خو ترهګري په دغه هېواد کې لا هم یوه جدي اندېښنه ده.

د دغه راپور له مخې، افغانستان په یو ناڅرګنده امنیتي وضعیت کې قرار لري، د دې ترڅنګ په راپور کې کې د اعش او د خراسان څانګې چې د طالبانو سیالان بلل شوي، هم یادونه شوې.

د کابل په اتمه حوزه کې طالبانو د داعش وسله والو پر ضد عملیات کړي وو. 14 February 2023
د کابل په اتمه حوزه کې طالبانو د داعش وسله والو پر ضد عملیات کړي وو. 14 February 2023

په راپور کې دا هم راغلي، چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنۍ سره د جګړو تلفات نوي سلنه کم شوي او له ۴۳ زرو څخه ۴ زرو راټيټ شوي، خو لا هم افغانستان 'په نړۍ کې تر ټولو بې ثباته هېواد' دی.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ۴۶،۵ سلنه ناخالص عاید د تاوتریخوالي له امله ضایع شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغه راپور په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولري، د د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله

خو تر دې وړاندې یې د افغانستان په اړه ورته راپورونه بې بنسټه بللي وو.

د سیاسي چارو کارپوه او د رومانیا د پوهنتون استاد ډاکتر ذاکر حسین ارشاد ازادي راډيو ته وویل، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو په اړه د بېلابېلو کسانو لپاره د خوندي شرایط نشتوالی، د بې ثباتي لاملونه ګنل کېږي.

هغه وویل: "په بنسټيزه توګه هغه نظر چې طالب د حکومتولۍ په برخه کې د ځان او د بنسټيزو حقونو په اړه لري. پخپله په افغانستان کې د خلکو د بې ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره یو له اغېزناکو عناصرو څخه ګڼل کېږي."

بل خوا د امنیتي چارو کارپوه محمد نعیم غیور وايي، سره له دې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو په افغانستان کې رښتینې سوله او ثبات نه دی راغلی.

هغه زیاتوي: "د افغانستان وضعیت، لکه څنګه چې ارزول کېږي له بده مرغه یو ثابت حقیقت دی، خو د جمهوریت د دورې په پرتله، چې د هغه وخت ناامني لامل هم طالبان وو، نو د هغه وخت راهیسې چې طالبان قدرت ته رسېدلي هم دي هغه جنګي سطح چې د طالبانو د جمهوري نظام په ضد درلوده، اوس نه شته."

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په راپور کې آیسلنډ د نړۍ تر ټولو امن هېواد بلل شوی او ورپسې ډنمارک، ایرلنډ، نیوزیلنډ او اتریش هم سوله ییز هېوادونه بلل شوي.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په خپل راپور کې ویلي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې دا نهم پرله‌پسې کال دی چې د نړیوالې سولې کچه مخ په خرابېدو ده.

د دغه راپور له مخې تېر کال په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله ۲۳۸ زره کسان وژل شوي دي.

د تلفاتو د شمېر له مخې، ایتوپیا له سلو زرو څخه د زیاتو مړو سره په لومړی او اوکراین د ۸۲۰۰۰ تلفاتو سره په دویم ځای کې قرار لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG