د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

تېره اوونۍ کابل کې ۴ چاودنې وشوې؛ ښاریان: د طالبانو راتګ د جګړې ټغر ټول نه کړ


ارشیف، کابل کې یوه مېرمن په خپل وژل شوي ویر کوي
ارشیف، کابل کې یوه مېرمن په خپل وژل شوي ویر کوي

په کابل کې تېره اوونۍ ۴ چاودنې شوي چې په دې ټولو پېښو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

کابل مېشتي اندېښنه ښيي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول نه شو.

پرون هم د کابل په دشت برچي سیمه کې دوو چاودنو ۲ تنه ووژل او د یوې ښځې په ګډون ۴ نور یې ټپیان کړل.

د جګړې تاکتیک پخوانی دی، هماغه ډول چې چاودېدونکي توکي د سړک پرغاړه په ګلدان یا هم نورو وسیلو کې کېښودل کېږي. په موټرو پسې د مقناطیسي ماینونو نښلول هم په دې هېواد کې د جګړې کوم نوی ډول نه دی.

خو هغه څه چې خلک یې اندېښمن کړي، د دې ډول پېښو دوام دی.

کابل ښاریان وايي، هیله یې لرله چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته به، افغانستان کې سوله او ارامي راشي، خو د دې ډول چاودنو او نا امنیو دوام ناهیلي کړي.

د کابل اوسېدونکی روح‌الله تلاش یې په اړه وايي: "ورځ تر بلې پېښې او ترورونه ډېرېږي. په کابل کې هره ورځ موږ د پېښو شاهدان یوو چې ډېری یې رسنیز کېږي هم نه. وخت نا وخته داعش د دې ډول پېښو مسوولیت مني چې دا ډېره اندېښمنوونکې موضوع ده او د افغانانو جدي اندېښنې را پورته کړي دي."

احسان ژوندون هم ورته نظر لري: "دا خپله د کابل اوسېدونکو لپاره اندېښنه ده. که د دې کسان مشخص نه شي، مهارول به یې هم ستونزمن وي."

فرانس پرېس اژانس د داعش په حواله لیکلي، پرون جمعه ناوخته یې کابل کې درې چاودنې کړي.

دوی ویلي، د اهل تشیع د سپرلۍ بسونه یې په نښه کړي چې لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې پېښو کې یوازې د دوو تنو وژنه او د ۴ ټپي کېدل تایید کړل.

طالبان هم مني چې د دې پېښو تر شا داعش لاس لري، خو وايي، د تېر پرتله امنیت ښه شوی او دا ډول پېښې د لوړ ګواښ او د دوی د دښمن د برلاسۍ په معنی نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازاډي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت ځواکونه په ټول قوت متوجه دي چې د دښمن د هر ډول تحرکاتو مخه ونیسي. دا چې په وروستیو کې ګلدان کې چاودنه کېږي او یا هم د خلکو منځ، بې له شکه چې یو ډول تشویش دی، ولې کوم ګواښ او د دښمن برلاسی نه دی."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې داعش ډلې خونړي بریدونه کړي او سلګونه کسانو ته یې مرګ‌‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وویل، د اسلامي امارت ځواکونه په ټول قوت متوجه دي
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وویل، د اسلامي امارت ځواکونه په ټول قوت متوجه دي

له دې ډلې په کابل، کندهار او کندز کې د داعش له‌خوا شوې حملې د یادونې دي.

خو له دې ټولو سره سره، تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په افغانستان کې د وژنو او مرګ‌ژوبلې شمېره صفر ته را ښکته شوې او دا یې د خپل حکومت لویه لاس‌ته راوړنه وبلله.

د امنیتي مسایلو کارپوهان هم په دې اند دي چې په اوس وخت کې د نا امنیو ګراف صفر ته را ښکته کول، تر ډېره شوني نه دي.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل، د داعش ډلې وروستیو چاودنو او پېښو دا اندېښنې زیاتې کړي چې شاید افغانستان ژر سولې ته و نه رسېږي: "په مطلق ډول امنیت او ناامني صفر ته را ښکته کېدل، فکر کوم چې ډېر عاجل متصور نه وي. پخوا هم دا وړاندوینه وه که طالب هم راشي، سل په سلو کې امنیت یو دم متصور نه دی."

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ډاډ ورکړی و چې نور په افغانستان کې د جګړې لمن ټوله شوې، خو د نا امنۍ دا ډول پېښې دا ډله په کور دننه د یوې بلې جګړې د مهار لپاره مجبوروي.

طالبانو وروستیو کې ویلي، په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر تر ۹۰۰ اټکل کړی او له دې یې نږدې ۶۰۰ نیولي دي.

XS
SM
MD
LG