د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

طالبانو د کابل په بګراميو کې د داعش پر یو پټنځای عمليات کړي


ارشیف: په کابل کې د داعش پر پټنځای د طالبانو د عملیاتو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د داعش پر پټنځای د طالبانو د عملیاتو یو انځور

د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه یې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش خراسان څانګې په یوه پټنځای عملیات کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس تېره شپه ولیکل، دا عملیات د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې شوي، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي.

هاخوا د طالبانو حکومت یوې باخبره سرچیني ازادي راډیو ته د خپل نوم د نه ښودو په شرط وویل، په دې عملیاتو کې چې تېره شپه د بګرامیو ولسوالۍ په میرویس ښارګوټي کې په یوه کور کې شوي، د داعش خراسان څانګې دوه وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات ترې نیول شوي دي.

سرچینې دا هم وویل چې دا کسان له ډېره وخته د طالبانو حکومت د استخباراتي سرچینو تر څارنې لاندې وو او عملیات هم د طالبانو حکومت د استخباراتو ځانګړو ځواکونو کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې عملیاتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

خو افغان اسلامي اژانس لیکي، ځینو سرچینو ورته ویلي چې په دې عملیاتو کې درې تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

خبر کې دا هم راغلي چې په وژل شویو کې یوه ښځه هم ده او په نیول شویو کې بیا دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي چې ورسره یوازې یو مېل وسله نیول شوې ده.

خو لا تر اوسه هیڅ یوې بلې رسمي سرچینې دا معلومات نه‌دي تایید کړي.

تر اوسه لا د وژل شویو کسانو هویت هم معلوم نه‌دی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو حکومت په کابل کې د داعش پر ضد عملیات کوي، بلکې له دې وړاندې یې په ځلونو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د داعش خراسان څانګې پر ضد د دې ډول عملیات خبر ورکړی.

د روان میلادي کال د می په نهمه نېټه د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ چې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ، بتخاک څلور لارې کې د شمشاد کوڅې ته نږدې یې د داعش خراسان څانګې د والي مرستیال انجینر عمر وژلی دی.

د داعش خلاف د طالبانو د ادعا شویو عملیاتو یوه بله سیمه - ارشیف
د داعش خلاف د طالبانو د ادعا شویو عملیاتو یوه بله سیمه - ارشیف

همدا ډول طالبانو په هرات، نیمروز، مزار شریف، ننګرهار او کونړ کې کې د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو او د دې ډلې د مهمو کسانو د وژلو او نیولو ادعاوې کړي دي.

له دې سره بيا هم، د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د نه‌شتون خبره کړې.

له دې ډلې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د طالبانو تر ولکې لاندې ملي تلوېزیون سره مرکه کې وویل، په افغانستان کې داعش نه‌شته او وروستي بریدونه له خارجه واردو شویو کړي.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ په اتمه یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي او هغوی به وکولای شي چې په دې هېواد کې امن پټنځایونه پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په همدې راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو او ګواښ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

ترڅنګ یې د امریکا متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا د مارچ په دویمه د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل، اوسمهال په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر ۲۲۵۰ تنو ته رسېږي، خو طالبانو یې دا خبره رد کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د داعش خراسان څانګې په بریدونو کې د طالبانو حکومت لوړ پوړي چارواکي له دې ډلې والیان، امنیه قوماندان او طالب پلوي دیني عالمان هم وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG