د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

سپینه ماڼۍ: امریکا د پاکستان تحولات له اندېښنو سره څاري


د پاکستان امنیتي ځواکونه د ګزمې پر مهال
د پاکستان امنیتي ځواکونه د ګزمې پر مهال

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا متحده ایالتونه د پاکستان تحولات له اندېښنو سره څاري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي، دوی په پاکستان کې هر ډول کړنو په ځانګړې توګه تاوتریخجنو فعالیتونو ته اندېښنه لري.

کربي پرون چهارشنبه خبریالانو ته وویل، تاوتریخجن فعالیتونه د پاکستان ثبات او د یو شمېر نورو هغو هېوادونو ارامي اغېزمنوي چې دوی ورسره ګډې ګټې لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې کربي ویلي، دوی د پاکستان تحولات له اندېښنې سره څاري.

امریکایي چارواکي دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې پاکستان اوسمهال له سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی.

د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف د چهارشنبې په ورځ پارلمان یا قامي اسامبلې ته وروستۍ وینا وکړه او په خبره یې د اګست په نهمه ولسمشر محمد عارف علوي ته د پارلمان د منحلولو یا ړنګولو په هدف لیک استوي.

د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف
د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف

هغه د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل: "زما د ژوند تر ټول سخت وخت تېرې ۱۶ میاشتې وې. دا شپاړس میاشتې ما او زما متحدو ګوندنو او همکارانو ته سختې وې. په ټول سیاسي ژوند کې ما دومره سخت وخت نه و لیدلی، هغه هم داسې مهال چې هېواد په لوړه کچه له انفلاسیون سره مخامخ دی او د تیلو بیې ورځ تر بلې لوړېږي."

د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي، د پاکستان له قانون سره سم، که ولسمشر د پارلمان د منحلېدو په هدف د صدراعظم لیک په ۴۸ ساعتونو کې لاسلیک نه کړي نو قامي اسمبله یا پارلمان به خپله منحل شي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، حکومت به یې په پاکستان کې ملي ټاکنو ته زمینه برابروي.

د پاکستان دولتي راډیو پرون د اګست نهمه په یو رپورټ کې د صدراعظم په حواله لیکلي چې د لنډمهالي حکومت جوړولو لپاره مشورې روانې دي.

له قانون سره سم، د پارلمان واکمن او مخالف ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۲۵مه شوي وو چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان صدراعظم شوی و.

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان چې دا مهال د دې هېواد په زندان کې دی.
د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان چې دا مهال د دې هېواد په زندان کې دی.

د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له صدراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې شهباز شریف د ایتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې صدراعظم د پنځه کلونو لپاره ټاکل کېږې، خو له ۱۹۷۳ کال راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی.

په پاکستان کې سیاسي تحولات داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې په کې امنیتي پېښې هم زیاتې شوي دي.

تر ټولو وروستی خونړی برید د جولای په ۳۰مه په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام پر غونډه وشو چې ۶۳ کسان یې ووژل او له سلو زیات نور یې ټپيان کړل.

د دغه برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې ومانه، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان او نورو سخت دریځو ډلو د ورته خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG