نړۍ
شهباز شریف د پاکستان پارلمان ړنګوي
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې صدراعظم شهباز شریف به د دغهّ هېواد پارلمان د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ منحل کړي.
دا نېټه درې ورځې مخکې تر هغې ده چې د ایتلافي حکومت د ړنګیدو او د موقت حکومت د جوړیدو لپاره ټاکل شوې وه.
د ډان ورځپاڼې په ګډون، یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو پټو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دا پریکړه صدراعظم د پنجشنبې په شپه په یوې غیررسمي غونډه کې اعلان کړه.
د پارلمان منحل کیدل دا معنی لري، چې باید تر نوي ورځو پورې انتخابات وشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ارمني ځواکونو په نخجوان کې پر اذربایجاني عسکرو د ډزو ادعا رد کړه
د ارمنستان پوځیانو نن د اذربایجان دا ادعا رد کړه چې ارمني ځواکونو د اذربایجان په نخجوان سیمه کې د دوی پر عسکرو ډزې کړي دي.
یوه ورځ مخکې تر دې د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان پوځیان تورن کړل چې په درېیو کلیو کې یې د دوی پر ځواکونو ډزې کړي او دوی هم ځواب ورکړی دی.
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په سرحد کې پر اوربند موافقه شوې ده او په خپلو کې په خبرو دي چې د سولې تړون وکړي.
د اروپا د فوټبال اتلولۍ جام؛ جرمني او سکاټلنډ سره سیالي لري
د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام لوبې نن په مونشن کې د کوربه هېواد جرمني د ملي لوبډلې او سکاټلنډ ترمنځ پيلېږي.
دا سیالي د کابل په وخت د شپې یولس نیمې بجې شروع کېږي.
د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په جام لوبو کې د ۲۴ هېوادونو ملي لوبډلو برخه اخیستې چې په شپږو ګروپونو کې ویشل شوې دي.
پایلوبه به یې د جولای په ۱۴مه ترسره شي.
حزبالله پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل
د لبنان حزبالله ډلې، چې ایران یې ملاتړ کوي، پرون پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.
دا د غزې د جګړې له پيله تر اوسه پر اسراییل تر ټولو ستره حمله بلل شوې ده.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ پروسږ کال د اکټوبر په اوومه وروسته تر دې جګړه پيل شوه چې حماس د اسراییل دننه لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ نور ډېر یې برمته کړل.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
حزب الله ویلي چې د خپل وژل شوي قوماندان طالب عبدالله غچ یې اخیستی دی.
طالب عبدالله د سې شنبې په ورځ ووژل شو.
د اسراییل حکومت ویلي چې د حزب اله بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي.
اوکراین او روسیې پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي
اوکراین او روسیې تېره شپه پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د اوکراین وسلهوالو ځواکونو وویل، هوایي دفاع یې په اوو سیمو کې د روسیې له لوري توغول شوې ۱۷ بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، روسیې ۱۷ بالستیک او کروز توغندي هم توغولي چې نیمایي یې دوی شنډ کړي دي.
تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی ځواکونو ۷۸ اوکرایني ډرون الوتکې د کریمیا ټاپوزمه په ګډون په پنځو سیمو کې نسکورې کړې دي.
کریمیا ټاپوزمه په ۲۰۱۴م کال کې روسیې له اوکراین څخه بېله کړه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه.
په مکه مکرمه کې د حج مناسک پيل شول
د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې نن د حج مناسک پيل شول.
د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، په سږني حج کې به څه باندې دوه میلیونه کسان برخه واخلي.
له افغانستانه شاوخوا ۳۰زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي دي.
سبا به حاجیان په عرفات کې راغونډ شي.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجان څانګې د ویبپاڼې بندولو پرېکړه سرغړونه وبلل شوه
د اروپا د بشري حقونو محکمې پرون پنجشنبې په اذربایجان کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجاني برخې د ویبپاڼې د بندولو په اړه د اذربایجان د حکومت پرېکړه د اساسي ازادیو او د بشري حقونو د ساتنې د کنوانسیون سرغړونه وبلله.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر سټېفن کپوس، په یوه بیان کې د اروپا د بشري حقونو د محکمې د دې اقدام هرکلی وکړ.
ده زیاته کړه: "د ازادي راډیو اذربایجاني څانګه لا هم په خپلو امکاناتو د عامه فساد، سیاسي بندیانو او د انتخاباتي درغلیو په اړه خپلو څېړنیزو راپورونو ته دوام ورکوي."
کپوس دا هم وویل چې د اذربایجان خلک د نورو ځایونو د ولسونو په څېر، له حکومتي پروپاګند څخه لیرې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي حق لري.
هغه وايي: "موږ دې ماموریت ته دوام ورکوو او په باکو به فشار ته دوام ورکړو چې موږ ته اجازه راکړي چې په آذربایجان کې په ازاد ډول کار وکړو."
د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجاني څانګې دفتر چې په اذربایجان کې د "آزادلیق" په نوم پېژندل کېږي په ۲۰۱۷م کې د باکو د محکمې په حکم وتړل شو.
محکمې ادعا کړې وه چې د راډیو ویبپاڼې داسې مواد خپاره کړي چې "د ډلهییزو پاڅونونو د غوښتنې په شمول تاوتریخوالي او مذهبي افراطیت ته تبلیغ کوي."
پاپ فرانسیس د جي۷ په سرمشریزه کې د یو شمېر هېوادو له مشرانو سره ګوري
واتیکان د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۲۴مه اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس به په ایټالیا کې د جي۷ G7 په سرمشریزه کې د متحدو ایالتونو او اوکراین له ولسمشرانو جو بایډن او ولودیمیر زیلینسکي او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري.
فرانسیس د ایټالیا د صدراعظم جیورجیو میلوني له لوري سرمشریزې ته بلل شوی چې نن جمعه د مصنوعي ذهانت په اړه وینا وکړي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، تمه ده چې ۸۷ کلن پاپ فرانسیس په یو لړ دوه اړخیزو غونډو کې د غزې او اوکراین پر جګړو خبرې وکړي.
د راپور له مخې فرانسیس به د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د کاناډا له صدراعظم جسټن تروډو او د پیسو د نړیوال صندوق له مشرې کریستالینا جورجیوا سره هم وګوري.
بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د جي۷ غړي دي.
د دې ډلې سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا په کوربهتوب پیل شوه.
ترکیې او امریکا د ایف۱۶ ډوله جنګي الوتکو د خرڅلاو په اړه موافقه لاسلیک کړه
ترکیې او د امریکا متحدو ایالتونو د ایف۱۶ F-16 ډوله جنګي الوتکو د خرڅلاو په اړه موافقه لاسلیک کړه.
دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې واشنګټن تر څو میاشتنیو مذاکرو وروسته د ۲۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د دې موافقې په اړه رضایت وښود.
د ترکیې د دفاع وزارت یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته نن ویلي، دغه موافقه لاسلیک شوه او د دواړو لوریو استازي پر جزییاتو په خبرو بوخت دي.
د دې موافقې له مخې به ترکیه له واشنګټن څخه ۴۰ نوې ایف۱۶ ډوله الوتکې رانیسي.
د مالي د سرو زرو په یوه کان کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی
د مالي چارواکو نن رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې تایید کړه چې د دغه هېواد په جنوب کې د سرو زرو په یوه کان کې د مړو شویو کارګرانو شمېر ۲۲ ته زیات شوی دی.
په مالي کې د کانونو د فدراسیون عمومي منشي تاولي کمارا له رویټرز خبري ژانس سره په خبرو کې ویلي، تېره شنبه دغو کان کیندونکو په کان کې کار کاوه چې د کان یوه سمڅه ورباندې ونړېده.
په تېره جنورۍ کې میاشت کې هم د مالي په جنوب لوېدیځ کې د کان د نړېدو په ورته پېښه کې ۷۰ کسان مړه شوي وو.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو په اذربایجان څانګې محدودیت له اساسي ازادیو سرغړونه وبلل شوه
د اروپا د بشري حقونو محکمې (ECHR) نن د رایو په اتفاق د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجان څانګې د لاسرسي د محدودیت لپاره د اذربایجان د حکومت پرېکړه د بشري حقونو د ملاتړ له کنوانسیون او له اساسي ازادیو سرغړونه وبلله.
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د اذربایجان څانګه چې په دغه هېواد کې د ازادلیق په نامه فعالیت کاوه، په پلازمېنه باکو کې په ۲۰۱۷م کال کې د باکو د محکمې لهخوا وتړل شوه.
دغې محکمې ادعا کړې چې د دغې راډیو ویبسایټ داسې محتوا خپره کړې چې مذهبي خشونت او افراطیت ته په کې لمن وهل شوې او د عمومي بلواوو د رابللو غوښتنه کې شوې ده.
په باکو کې محکمې د اذربایجان څانګې د تړلو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې دغې راډیو د ولسمشر الهام علییف د کورنۍ او هغه ته د نږدې کړیو د مالي فعالیتونو په اړه یو تحقیقي راپور خپور کړ.