د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

ملګري ملتونه: د افغان نجونو د زده کړو د محرومیت له ننګونې سره باید مبارزه وشي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د 'زده کړې تم کېدای نه شي' په نوم صندوق وايي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د محرومیت له ننګونې سره باید مبارزه وشي.

د جمعې په ورځ د 'زده کړې تم کېدای نه شي' په نوم د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د خپل کلني راپور په خپرولو سره د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې له حق څخه ملاتړ وکړي.

یاد سازمان د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان، جنوبي سوډان او یمن کې زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د پام وړ جنسیتي توپیر موجود دی.

د دغه سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې ټولو ننګونو ته په کتو سره په ځینو مواردو کې نجونې د زده کړې په ظرفیت کې له هلکانو مخکې دي.

په دې راپور کې د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په لوړه کچه د 'اي سي ډبلیو' د مشرتابه ډلې رییس ګوردون براون په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز ناسم بللی دی.

د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په لوړه کچه د 'اي سي ډبلیو' د مشرتابه ډلې رییس ګوردون براون
د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په لوړه کچه د 'اي سي ډبلیو' د مشرتابه ډلې رییس ګوردون براون

په همدې حال کې د نهم ټولګي زده کوونکې کوثر وايي چې له زده کړو د بې برخې کېدو له امله ناهیلې شوي او برخلیک یې معلوم نه دی.

کوثر وویل: "د داسې یو خپګان درلودل اسانه نه ده او طبعاً خلک خپګان سره مخ کېږي. زه پوهېږم چې زما په شان نورې نجونې څومره خپه دي او په کور کې څومره درد او رنځ زغمي. دې زما ژوند دوه چنده ستونزمن کړی ځکه چې موږ تیاره راتلونکې لرو."

د یوولسم ټولګي زده کوونکې بهار وايي: "زه د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه یم، ځکه چې زما ټوله سرمایه زما زده کړې دي. ما غوښتل چې په راتلونکي کې ډاکتره شم، خو له بده مرغه چې اوس مې ټول ارمانونه له منځه تللي. د خپلې راتلونکي په اړه ډېره اندېښنه لرم چې څه به وشي."

د 'زده کړې تم کېدای نه شي' د صندوق په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو لپاره د مثبت اقدام له لارې د نجونو د زده کړې ملاتړ له جدي ننګونو سره مخ دی او د دوی د راپور له مخې د افغانستان د څو کلن مقاومت ښوونیز پروګرام کې د ښځینه ښوونکو د ګډون کچه ۹ سلنه کمه شوې ده.

د افغانستان د مقاومت څو کلن ښوونیز پروګرام د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ د وجهي صندوق یونېسف له خوا د څه باندې ۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت ترسره کیږي.

خو ۷۱۹ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې تړلې دي.

په دې وروستېو کې د طالبانوحکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د نجونو لپاره د تعلیمي شرایطو تر برابرولو پورې باید صبر وشي.

همدارنګه پوهنتونونو ته پر تګ بندیز، په ډېرو دولتي ادارو او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې پر کار بندیز، تفریحي ځایونو، ښځینه حمامونو او له محرم پرته اوږده واټن سفرونو ته په تلو بندیز، اجباري حجاب هغه محدودیتونه دي چې طالبانو د خپل بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG