د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

کډوالۍ کې د محرومو نجونو لاسنیوی؛ "نجونې د تغیر پر لار" ټولنه افغان نجونو ته انلاین زده کړې برابروي


روبینا عزیزي
روبینا عزیزي

روبینا عزیزي، د طالبانو د حکومت له لوري له زده کړو بې برخې شوې.

روبینا وایي چې د خپلې کورنۍ د غړو او ځینو نورو نجونو په همکارۍ یې له ښوونځي منع شویو نجونو ته د زد کړو د زمینې برابرولو په هدف د "نجونې د تغیر پر لار" په نوم د زده کړو انلاین پروګرام پیل کړی.

دا وایي، د دې پروګرام یو هدف دا دی چې له زده کړو پاتې نجونې د زده کړو نورو انلاین پروګرامونو او ښوونیزو مرکزونو ته ور وپیژني.

روبینا چې اوسمهال پاکستان کې کډواله ده، ازادی راډیو ته یې وویل چې اوس مهال ۶۰۰ نجونې د دې پروګرام له لارې زده کړې کوي.

نوموړې وایي:

"په افغانستان کې د ناوړه شرایطو له امله زموږ ډیری فعالیتیونه انلاین دي، موږ د عکاسۍ، لیکوالۍ، انځورګرۍ او نورو بیلابیلو برخو کې انلاین ټولګي لرو او تر اوسه توانیدلي یو شپږ سوه هغه نجونې چې ایران، پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته کډوالې شوي او له زده کړو پاتې دي، په دې پروګرام کې شاملې کړو."

د دې پروګرام له لارې د بهرنیو او داخلي ښوونکو او هغو نجونو لخوا زده کونکو ته زده کړې ورکول کیږي چې اوس مهال په افغانستان کې دي.

روبینا وایي، چې انګلیسي ژبه د ځینو بهرنیو ښوونکو لخوا نجونو ته تدریسیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي

په همدې حال کې د "تغیر پر لار نجونو" پروګرام کې ځينې شاملې زده کوونکې وایي، چې دا پروګرام د دوی لپاره ګټور دی او دوی ترې راضي دي.

زلفا محمدي د دې پروګرام یوې زده کوونکې ازادي راډیو ته وویل:

"ما پخوا عکاسي نه کوله خو کله چې له دی پروګرام سره یوځای شوم نو د نورو نجونو فعالیتونه مې ولیدل، د هغوی انګیزه مې ولیده، نو ما هم لیوالتیا پیدا کړه او له ډیرو عکاسانو سره اشنا شوم او واقعاْ زما ژوند کې تغیر راغی او پر ما یې مثبت اغیز وکړ."

زهرا مقدم هم چې د طالبانو لخوا له ښوونځي راګرځول شوې، په دی مرکز کې د انځورګرۍ، لیکوالۍ، د شعر د دکلمې او انګلیسي ژبې د زده کړی په برخه کې په زده کړو بوخته ده.

هغه وایي:

"خوشاله یم چې له دی پروګرام سره یوځای شوې یم، ځکه وتوانیدم چې د زده کړو انګیزه مې ژوندی وساتم او خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره هڅې وکړم، ما وکړای شول چې له دې لارې ډیرې لاسته راوړنې ولرم او واقعاْ له دې خوشاله یم چې له انلاین لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکوم."

د طالبانو لخوا له زده کړو د افغان نجونو محرومول په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوي
د طالبانو لخوا له زده کړو د افغان نجونو محرومول په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوي

د "نجونې د تغیر پر لار" پروګرام مسوولانې ادعا کوي، چې د هیڅ موسسې لخوا یې مالي ملاتړ نه کیږي او ټول ښوونکي او کارکوونکي یې په رضاکاره توګه ورسره همکاري کوي.

د نجونو لپاره د انلاین زده کړو پروګرامونه وروسته تر هغې پیل شول، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنۍ سره، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راوګرځولې او پوهنتونونه یی هم د دوی په مخ وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG