د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

په افغانستان کې له زده کړو محرومو نجونو لپاره یو وړیا ښوونیز مرکز جوړ شوی


ارشیف: په افغانستان کې نجونو لپاره د انلاین زده کړو یو ټولګی چې دا مهال نجونونو ته زده کړې ورکوي.
ارشیف: په افغانستان کې نجونو لپاره د انلاین زده کړو یو ټولګی چې دا مهال نجونونو ته زده کړې ورکوي.

یوې افغانې مېرمنې په افغانستان کې د یو شمېر پوهنتونونو د استادانو په مرسته یو انلاین ښوونیز مرکز جوړ کړی چې افغان هلکانو او نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي.

له زده کړو څخه محرومو نجونو ته د لیک لوست د زمینې د برابرولو د هڅو په دوام، د 'پیام امید اکاډمۍ' تر نامه لاندې یو انلاین ښوونیز مرکز جوړ شوی دی.

د بدخشان ولایت یوه مېرمن زرغونه پامیري چې د یاد ښوونیز مرکز مسووله ده، وايي، دغه مرکز د پوهنتون د یو شمېر استادانو له خوا جوړ شوی دی.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې د دغه مرکز تعلیمي ټولګي د هلکانو او نجونو لپاره وړیا دي.

نوموړې زیاته کړه: "د خلکو اقتصادي حالت ټولو ته معلوم دی، د همدې لپاره موږ وغوښتل چې خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړو. مرسته یوازې په مادي شیانو نه کېږي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ هېوادوال زده کړو ته اړتیا لري، ځکه خو موږ غواړي د دې ښوونیز پروګرام له لارې فرصتونه برابر کړو. په دې مرکز کې زموږ ټول پروګرامونه وړیا دي."

نوموړې زياته کړه چې دغه مرکز اوسمهال تر ١٥٠٠ څخه ډېر زده کوونکي لري او بېلابېل مضمونونه په کې تدريسېږي.

پامیري وویل: "موږ د شعرونو د دتکلمې، د ځان پېژندنې او د قرآن عظیم الشان څو ټولګي لرو چې په مختلفو کچو تدریس په‌کې کېږي او انګلیسي هم شته چې ابتدايي، منځني او په عالي کچه دي چې د کورنیو او بهرنیو استادانو په مرسته تدریسېږي. همدارنګه الماني او فرانسوي ژبې تدریسېږي او د انجینرۍ د پوهنځي د څانګو ډېری نور پروګرامونه د تجربه لرونکو پروفیسورانو لخوا تدریسېږي."

د مېرمن پامیري په خبره، په دغه انلاین ښوونیز مرکز کې ۲۵ تنه استادان تدریس کوي.

احمدالله بارشن چې په دې مرکز کې د ناول لیکنې او بیان د هنر په څانګه کې تدریس کوي وايي: "زه وینم او ارزونه کوم چې زموږ ورونه او خویندې په رښتیا هم له علم، ادب او کلتور سره مینه لري او دوی ډېر زیار باسي، موږ له دوی څخه په رښتیا راضي یو. موږ د افغانستان د نوي نسل د راتلونکي لپاره هڅې کوو."

په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې چې دا مهال دغه ښوونځي کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولای.
په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې چې دا مهال دغه ښوونځي کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولای.

د دغه مرکز زده کوونکې فرشتې هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "دا چې زه د لیکلو له برخې سره ژوره مینه لرم نو له همدې امله د لیکلو په ټولګي کې شامله شوم. دوی د افغان نجونو لپاره ډېر اغېزمن فعالیتونه درلودل. په اوسني وضعیت کې آنلاین صنفونه په حقیقت کې د افغان نجونو لپاره یوه نوې هیله ده."

د دې مرکز بله زده کوونکې ګوهرشاد وویل: "بې له شکه په اوسني حالت کې چې هر څه د نجونو پر مخ تړل شوي. دا د نجونو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپلې علمي ذخیرې ته وده ورکړي. زه اوسمهال په شپږو ټولګیو کې ګډون کوم؛ لکه دکلمه، ځان پېژندنه، د بیان هنر، ګرامر او الماني ژبه چې انشاالله روانه اوونۍ به پیل شي. په دې هیله چې دا ښوونځی یوه ورځ پوهنتون شي."

د دغه مرکز مسوولان وايي چې په راتلونکي کې یې د هلکانو او نجونو لپاره د لا زیات انلاین صنفونو د جوړولو هوډ کړی دی.

طالبانو د افغانستان د واک له ترلاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ، هغوی له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو او په پوهنتونونو کې له لیک لوست څخه منع کړې.

له هغه وروسته د ښځو د حقونو او زده کړې یو شمېر فعالانو له زده کړو بې برخې نجونو او ښځو ته د انلاین زده کړو د زمینې د برابرولو خبر ورکړ.

د پوهنې یو شمېر کارپوهان د دا ډول فرصتونو د رامنځته کېدو د هرکلي ترڅنګ وايي چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي او د انټرنېټي خدمتونو په برخه کې د ستونزو له امله به انلاین زده کړې له ستونزو سره مخ شي.

که څه هم د نجونو پر زده کړه بندیز په ټوله نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، خو طالبانو تر اوسه د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د بندولو په اړه خپله پرېکړه نه ده کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG