د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

کانکور کې د ۱۳۹۱ دیني علماوو د ګډون اعلان؛ شنونکي: بې مېکانېزمه ګډون یې د اندېښنې وړ دی


د کانکور ازموینې یو مخکېنی انځور
د کانکور ازموینې یو مخکېنی انځور

د طالبانو د حکومت د ازموينې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ په ۱۲ ولایتونو کې د کانکور دویم پړاو ازموینه پای ته ورسېده.

د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولسم ټولګي د ۲۸ زره ۶۲۵ تنو فارغانو سربېره، ۱۳۹۱ ديني عالمانو هم د کانکور په دې دوره کې ګډون کړی و.

دا چې د کانکور په ياده ازموينه کې ديني عالمانو څه ډول برخه اخيستې وه، په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، د ملي ازموینو ادارې او د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي هم د د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

خو د پوهنې په چارو کې کارپوه نورالرحمن لېوال وايي، له مشخص میکانیزم پرته په کانکور ازموینه کې د دیني عالمانو ګډون د اندېښنې وړ دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "هر چاته د عصري زده‌کړو برخه کې د نويو او اسانه لاره پرانيستلو موږ ستاينه کوو. خو د ځانګړو ازموينو د روڼتيا په اړه بايد د ازموينو ملي اداره د دغه ډول خاصو ازموينو کړنلارې ملت ته څرګندې کړي."

د طالبانو یو شمېر ملاتړي دیني عالمان - ارشیف
د طالبانو یو شمېر ملاتړي دیني عالمان - ارشیف

نن د ۱۴۰۲ کال کانکور دوهم پړاو درېیمې ورځې ازموینه په(ننګرهار، کونړ او میدان وردګ) ولایتونو کې دوه بجې پای ته ورسېده.

د کانکور دويم دور ازموينه کې يو شمېر ګډونکوونکي زده‌کوونکي وايي، دوی خوښ دي چې د زده‌کړو يو بل فرصت په لاس ورځي، خو دا چې له ډېری دولتي پوهنتونونو استادان بهرنيو هېوادونو ته تللي دي، دا به د زده‌کړو کيفيت اغېزمن کړي.

امان الله مياخېل چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، ازادي راډيو ته يې وويل: "دا چې زما په ګډون سږ کال ډېری شاګردان دغه تشويش او اندېښنه لري، چې په پوهنتونونو کې استادان کم دي، نو زمونږه تشويش دې ته دی چې، که چېرته استادان په يو پوهنتون کې کم وي، نو په موجوده استادانو ډېر زيات فشار راځي او کله چې په يو استاد فشار راشي، نو هغه نه‌شي کولی په سمه توګه تدريس وکړي."

رحمت‌الله چې د هلمند ولايت اوسېدونکی دی، دوه ورځې وړاندې يې د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی دی.

نوموړی د کانکور ازموينې د صحنې په اړه وايي: “نن امتحان و، امتحان ته راغلو، موږ سره استادانو او لارښوونکو سمه همکاري وکړله، موږ راغلو امتحان ته، امتحان مو ان‌شاالله پوره کړ، موږ سره استادانو بده رويه نه‌ده کړې چې تر سام (وارخطايۍ) لاندې شو.”

د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينه د چنګاښ په ۲۹مه پيل شوه، خو نجونو ته په‌کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

له زده کړو منع شوې افغان نجونې
له زده کړو منع شوې افغان نجونې

د طالبانو حکومت د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.

د طالبانو د حکومت ازموينې ملي ادارې ويلي دي، چې دا ازموينه په پنځه دورو کې اخيستل کېږي، چې په لومړنۍ دوره کې یوولس ولایتونه، په دوهمه دوره کې دولس، په درېیمه دوره کې لس ولایتونه، په څلورمه دوره کې د کابل ولایت او په پنځمه دوره کې متفرقه ازموینه اخیستل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG