د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

نوميالی سلفي ديني عالم مولوي سردار ولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو


د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم
د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم

مشهور ديني عالم شيخ سردارولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.

په جلال اباد کې د نارنج باغ دارلعلوم یو استاد شیخ احمدشاه رسنیو ته ویلي چې نوموړی تېره ورځ ناوخته په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.

مولوي سردار ولي ثاقب د اوږدې مودې لپاره د تېر حکومت پر مهال په جلال اباد ښار کې د نارنج باغ په نوم د دینې زده کړو په دارلعلوم کې مدرس پاتې شوی او زرګونه شاګردان يې درلودل.

په ننګرهار کې د نارنج باغ دارلعلوم د یو وژل شوي استاد او مشهور سلفي دیني عالم مولوي سردار ولي ثاقب د جنازې مراسمو کې د ختیځو ولایتونو سلګونه اوسېدونکو په‌کې برخه اخیستې وه.

د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم
د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي د شیخ سردار ولي ثاقب د وژنې په تړاو يې څېړنې پیل کړي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "د شیخ سردارولي د شهادت د قضیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی، چې له تېرې شپې راهیسې يې خپلې څېړنې پیل کړي دي، له څېړنو وروسته به په ډاګه شي چې نوموړی د چا له خوا او ولې په شهادت رسېدلی او د وژل کېدو انګیزه يې څه ده."

په ننګرهار کې د نارنج باغ دارلعلوم یو استاد شیخ احمد شاه د جنازې له مراسمو وړاندې رسنیو ته وویل چې ښاغلی ثاقب تېره ورځ په کابل کې په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

نوموړي وويل: "هغه پرون ماسپښین په شهادت رسېدلی دی، موږ د شپې لس بجې خبر شو، په مرموز ډول په شهادت رسول شوی دی، دښمن ورته کورته د دوست او ملګري په شکل ورغلی، په دې اړه نور تفصیلات الله ته معلوم دي."

دی وايي نوموړي په ننګرهار کې د دینې زده کړو په برخه کې پراخه خدمات ترسره کړي دي او زرګونه شاګردان يې روزلي دي.

مولوي سردار ولي ثاقب د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی وو، نږدې څلویښت کاله عمر يې درلود او په دینې علومو په ځانګړی ډول په قران او احادیثو کې کې پراخه زده کړې وې.

د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم
د شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم

د ښاغلي ثاقب په اړه ویل کېږي چې په سیاست کې يې کومه ځانګړې ونډه نه درلوده خو د نبوي سیرت د تدریس له امله يې په لر او بر پښتون میشتو سیمو کې پراخه شهرت ترلاسه کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل پوهنتون استاد مشهور سلفي عالم عبیدالله متوکل وژل شوی وو.

نوموړی د طالبانو د حکومت په لومړیو ورځو کې اول تری تم شو او وروسته يې جسد د کورنۍ له لوري په کابل کې وموندل شو.

د دې ترڅنګ په وروستیو کې په کابل او کندز کې د تصوف عالمانو پر حلقو خونړۍ حملې وشوې چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

له دې وړاندې د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم په بېلابېلو وختونو کې دینې عالمان په نښه شوي دي.

مشهور دیني عالم سمیع الله ریحان، په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی، په جلال اباد کې د نارنج باغ مدرسې استاد رحمت شاه، په کابل کې د شېرشاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح او د کابل د عالمانو د شورا رییس عبدالبصیر حقانې يې د یادولو وړ دي.

XS
SM
MD
LG