د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

سرچینې: طالبانو ځینې خصوصي پوهنتونونه تړلي؛ هاشمي: خپلسرې څانګې مو ور وتړلې


د افغانستان یو خصوصي پوهنتون - ارشیف
د افغانستان یو خصوصي پوهنتون - ارشیف

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، په کابل او ولایتونو کې یې د ځینو خصوصي پوهنتونونو څانګې چې د دوی له اجازې پرته یې فعالېت کاوه، تړلي دي.

د دې وزارت ویاند ضیاالله هاشمي تېره ورځ رسنیو ته ویلي دي چې دا پرېکړه یې د دې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو د پیاوړتیا په خاطر کړې ده.

د یاد وزارت ویاند که څه هم وايي، چې د ځینو هغو پوهنتونونو څانګې یې تړلي دي چې د دوی له اجازې پرته یې فعالېت کاوه، خو د ځینو خصوصي پوهنتونونو استادانو ازادي راډیو سره په خبرو کې، ادعا وکړه چې په کابل کې ځینې خصوصي پوهنتونونه هم د طالبانو د حکومت لخوا تړل شوي دي.

د یوه خصوصي پوهنتون استاد چې نه غواړي خپل او د پوهنتون نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل چې د پوهنتون د ادارې له خوا ورته ویل شوي چې دا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په امر تړل شوی او تر بیا پرانیستلو دې پوهنتون ته نه راځي.

دغه استاد وویل:"زه د یوه خصوصي پوهنتون استاد یم چې په دې وروستیو کې تړل شوی دی، استادان او کارکوونکي یې وزګاره شوي او د دې پوهنتون ځینو محصلانو ځانونه نورو پوهنتونونو ته تبدیلي کړې او ځینې یې بې برخلیکه پاتې دي چې دا د پوهنتونونو لپاره لویه فاجعه ده."

طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په اډانه او تحصیلي نصاب کې ډېر بدلونونه راوستي
طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په اډانه او تحصیلي نصاب کې ډېر بدلونونه راوستي

د یوه بل خصوصي پوهنتون استاد نجیب الله بهادر بیا د خصوصي پوهنتونو او څانګو تړل یې د زده کړو د بهیر په خیر نه بولي او وايي د دې پوهنتونونو د تړلو پر ځای باید د ستونزو او نیمګړتیاو په لرې کولو یې تمرکز شوی وای.

نوموړي وویل:"دا به ښه وای چې دا پوهنتونونه یا څانګې د کیفیت او کمیت له اړخه کتل شوې او ارزول شوې وای، که دوی چېرته کیفیت او کمیت درلوده چې د ترمیم وړ وای، باید جواز ورکړل شوی وای، نه باید هغه تخریب او تړل شوي وای."

د یوه خصوصي پوهنتون محصله بهاره جویني وايي، تېر کال هم د ورته اقدام په لړ کې د دوی پوهنځی د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا لغوه شو چې دا او نور محصلان یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړل.

جویني وویل:"په دې خاطر موږ مجبور شو، چې بل پوهنتون ته تبدیلي وکړو، زموږ تبدیلیو څو اوونۍ وخت ونیوه او ډېرې ستونزې مو ولیدې."

بهاره وايي، د زده کړو په برخه کې دا ډول پرېکړې تر ټولو ډېر محصلان اغېزمنوي.

د کابل پوهنتون د هغې ورځې انځور، چې طالبانو ښځینه محصلانې ورڅخه ځواب کړې
د کابل پوهنتون د هغې ورځې انځور، چې طالبانو ښځینه محصلانې ورڅخه ځواب کړې

د یادو ستونزو په اړه او د دې ادعاوو په اړه چې ایا پوهنتونه هم تړل شوي دي؟ د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو رئیس سلیمان شریفي وپوښت، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت داسې مهال د ځینو خصوصي پوهنتونونو څانګې تړي چې تر دې مخکې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسولانو ادعا کړې وه، چې د اقتصادي ستونزو او د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته یې ۷۰ سلنه محصلان کم شوي چې له دې امله ګڼ پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG