د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو پر تحصيلي نصاب بيا کتنه کوي


د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان په پوهنتونو کې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې خبر ورکوي.

په هغه اعلامیه کې، چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لپه وېب پاڼه کې خپره شوې راغلي؛ د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي، له نړیوالو علمي معیارونو او له دیني او ملي ارزښتونو سره سم یو واحد تحصیلي نظام جوړ کړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې تر اوسه د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو د پوهنځیو د نصابونو بیا کتنه شوې.

خو د پوهنتون ځینې استادان وایي، تر اوسه چې د طالبانو له‌خوا په تحصیلي نظام کې تر ټولو عمده تغیر راغلی، هغه د اسلامي ثقافت د کریډیت لوړول او د عربي مضمونونو اضافه کول دي.

د دوی په وینا طالبانو د د نورو مضامینو بیا کتنه د اړوندو پوهنځیو استادانو ته پرېښې.

د پوهنتون استاد سيد نايل ابراهيمي چې د پخواني جمهوري دولت او د طالبانو اوسني حکومت کې هم د تحصیلي نصاب د بیا کتنې په بهیر کې شامل و، وايي: "درې نصابه چې لومړی پړاو یې پای ته ورسېد خبر یم، له اسلامي ثقافت او څو عربي کریډيتونو هیڅ ډول مداخله د نصاب د جوړولو په څرنګوالي کې نه‌شته."

يو خصوصي پوهنتون، انځور - ارشيف
يو خصوصي پوهنتون، انځور - ارشيف

دغه راز د پوهنتون بل استاد خواني همت چې دا هم د نصاب د بيا کتنې پروګرام برخه‌وال و، ازادي راډيو ته وويل: "اسلامي ثقافت له اتو کریډټو څخه ۲۴ کریډټو ته لوړ شوی، چې د اړتیا پر بنسټ په ځینو سمیسټرونو کې درې، څلور او یا هم دوه کریډیټه په پام کې نیول شوي او عمده تغیر چې د اسلامي امارت په راتللو سره په تحصیلي نصاب کې راغلی د اسلامي کریډتونه اضافه کول دي."

د دوی په خبره د طالبانو د حکومت بل وړاندیز دا و، چې اسلامي ارزښتونو باید د پوهنځیو د ارزښتونو او موخو په ټاکلو کې په پام کې ونیول شي.

"د دوی له اصلاحاتو موخه د تحصیلي او علمي بنسټونو بدلول په ایډيولوژیک چاپيریال ده

د ټولنیزو علومو یو استاد چې په خپل مسلک کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې لري، وایي طالبان هڅه کوي د پوهنتون علمي چاپیریال په ایډیالوژیک چاپیریال بدل کړي.

نوموړي چې د موضوع د حساسیت له امله يې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د دوی له اصلاحاتو موخه د تحصیلي او علمي بنسټونو بدلول په ایډيالوژیک چاپيریال دي، په ځانګړي توګه د ټولنیزو علومو په برخه کې. د لوړو زده‌کړو وزیر د وروستیو څرګندونو پر بنسټ چې ویلي يې دي، په ټولنیزو علومو کې به اصلاحات را منځته کړي. تاسو وګورئ، که موږ د ټولن‌پېژندنې مکتب، د دوی بنسټ اېښودونکي او اصلي تیوري وړاندې کوونکي یې هېر کړو، نور نو هیڅ اصلاحات نه‌شته، په واقعيت کې دا د ټولن‌پېژندنې د مکتب د بنسټ اېښودونکو د تیورویو د تشولو یوه هڅه ده."

د تحصيلي نصاب بیا کتنه نوې موضوع نه‌ده، د جمهوري نظام پر مهال هم دا بهیر پیل شوی و، خو د خلکو اندېښنې دا دي چې طالبان پرته له دې چې د ټولنې اړتیاو ته پام وکړي، غواړي خپله سلیقه په تحصیلي نظام کې شامله کړي.

XS
SM
MD
LG