د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د نجونو له حضور پرته په تودو سیمو کې د ښوونیز کال پیل؛ یوه زده کوونکې: نن ما ته د ماتم ورځ ده


ارشیف: په ننګرهار د یوه ښوونځي زده کوونکې. اوسمهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
ارشیف: په ننګرهار د یوه ښوونځي زده کوونکې. اوسمهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

نن د افغانستان په تودو سیمو او ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال لومړۍ ورځ ده.

هلمند، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، نیمروز او فراه هغه تودې سیمې او ولایتونه دي چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په خبره، نوی ښوونيز کال په کې پیل شوی، خو دغه وزارت په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې چې په خپله ایکس شبکه کې یې خپره کړې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره څه نه دي ویلي.

۷۱۷ ورځو وشوې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې په کورونه کېنول شوي.

یو شمېر دوی ازادي راډیو سره ته وویل، دا چې دوی نه شي کولی ښوونځیو ته ولاړې شي، ډېرې ځورېږي.

د کندهار ولایت په یوه ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، پخوا وختونو کې به د نوي ښوونیز کال د پیل ورځ دوی ته له خوښيو ډکه ورځ وه، خو اوسمهال دا ورځ د ماتم ورځ بولي.

هغې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "په تېرو کلونو کې دا زمونږ لپاره یوه ډېره ښایسته ورځ وه، خو اوس داسې توره وه لکه د ماتم ورځ وه. هغو ملګرو سره چې ما خبرې وکړې، هغوی دا ورځ ځان لپاره د ماتم ورځ بللې ده. موږ به تېر کلونه دې ورځې ته ډېرې خوشحاله وو، یو بل سره به مو لیدل، له استادانو سره به مو لیدل، په نوي ټولګیو کې نوی کال به مو پیلوه، پرمختګ به مو کاوه، خو دوه کاله کېږي چې پر یوه ځای پاتې یوو."

ارشیف: په کندهار کې د یوې ابتدایه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په کندهار کې د یوې ابتدایه ښوونځي زده کوونکې

له زده کړو بې برخې یوه بله نجلې چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، لا هم هیله لري چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې به د نجونو پرمخ پرانیستل شي او د نورو نجونو څخه غواړي چې ناهیلې نه شي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

هغې وویل: "همغسې چې هلکان هیلې لري او غواړي خپلو هیلو ته ورسېږي، موږ هم انسانان یوو. موږ هم غواړو راتلونکی ولرو. موږ هم غواړو د ټولنې یوه څنډه اباده کړو. موږ هم غواړو خپل افغانستان اباد کړو. څومره به ښه شي چې د پوهنتونو او ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ پرانیستل شي."

د نجونو زده کوونکو له حضور پرته، د افغانستان په تودو سیمو او ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال پیلېدو نه یواځې نجونې، بلکې هلکان هم خواشیني کړي.

د لغمان ولایت اوسېدونکي او په یوه ښوونځي کې د دولسم ټولګي زده کوونکي، شفیق الله ازادي ته وویل، د نوي ښوونیز کال د پیل په خبر سره، خور یې چې د نورو نجونو په څېر له زده کړو بې برخې شوې او په کور ناسته ده، ډېره ناهیلې شوه.

هغه وویل: "نن تعلیمي کال پیل شو، خو له بده مرغه د نجونو ښوونځي لا تراوسه نه دي پیل شوي. له دغه خبر څخه زما خور ډېره خواشیني شوه او زه خپله هم ډېر خفه شوم. هیله لرم د نجونو ښوونځی بېرته پرانیستل شي."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له خلکو او نړۍ غواړي چې د شرایطو تر برابرېدو په دې برخه کې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس تېره ورځ لیکلي، سراج‌الدین حقاني د دوشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتنه کې د نجونو تعلیم د ټولنې یوه اړتیا بللې او ویلي یې دي، له شرایطو سره سم به دا ستونزه هوارېږي.

خو حقاني په دې اړه توضیحات نه‌ دي ورکړي چې دوی غواړي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره کوم ډول شرایط برابر کړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې افغان ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو سربیره له کار هم منع کړي او همدا شان ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او د ښځو حمامونو ته لاړې شي، یا له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر وکړي.

د دې بندیزونو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت په سینګارتونونو کې د ښځو په کار او د بند امیر ملي پارک ته د هغوی په ورتګ هم بندیزونه ولګول، چې دې پرېکړو يې هم پراخ غبرګونه راوپارول.

خو له دې غبرګونونو سره سره طالبانو په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG