د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د کانکور ازموینې د پایلو اعلان؛ کامله: موږ ته هم د زده کړو او خپلو موخو ته د رسیدو تړلې لارې پرانیزئ


د ازموینو ملي ادارې لپاره د طالبانو د حکومت سرپرست عبدالبااقي حقاني - ارشیف
د ازموینو ملي ادارې لپاره د طالبانو د حکومت سرپرست عبدالبااقي حقاني - ارشیف

که څه هم افغانستان کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور ازموینه د نجونو له حضور پرته ترسره شوه، خو د طالبانو حکومت د ازموينو ملي اداره وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د کانکور په ازموينه کې د ګډونوالو شمېر ډېر و.

د دغې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د دوشنبې په ورځ د یادې ازموینې د نتایجو د اعلان پر مهال وویل، د برياليو زده‌کوونکو ترڅنګ دوی د بې‌نتيجې زده‌کوونکي لپاره هم تحصيلي بستونه لري.

نوموړي زیاته کړه، د سږ کال کانکور ازموينه له زده‌کوونکو په پنځه کټګوريو کې واخيستل شوه چې په‌ کې عمومي کانکور، ديني مدرسې، د ۱۴ ټولګيو فارغان او تثبيت سويه عاليه او خامسه شامل وو.

ښاغلي حقاني وویل:

"تېر کال زموږ په کانکور کې ۶۴۰۵۸ ګډون کړی و، سږ کال ۸۴۲۳۴ کسانو ګډون کړی دی. نو دا تقريباً ۲۰ زره تعداد سېوا دی، دا د دې نتيجه وه چې سږ کال ډېر سهولتونه وو او ورسره ورسره د اړوندو ادارو پوره همکاري کړې ده، چې ځوانانو حوصله پيدا کړې ده او راغلي دي او په ډېر ښه انداز يې ازموينه ورکړې ده. "

حقاني زیاته کړه، تېر کال ۴۰۸۳۹ کسان دولتي پوهنتونو ته کامياب شوي وو، خو سږ کال د دولتي لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د برياليو زده‌کوونکو شمېر ۴۴۳۳۶ کسان دي.

هغه دا هم وويل، چې سږ کال د پنځه کټګوريو زده‌کوونکو په منځ کې له ۴۵۱۳ تنو ديني عالمانو هم ازموينه واخيستل شوه، چې په‌کې ۴۱۹۹ کسان بېلابېلو پوهنتونو ته بريالي شوي دي.

طالبان له بیا واکمنیدو راهیسې نږدې ټولې چارې او فرصتونه خپلوملاتړو دیني عالمانو ته سپارلي او د دې کار ننګه کوي
طالبان له بیا واکمنیدو راهیسې نږدې ټولې چارې او فرصتونه خپلوملاتړو دیني عالمانو ته سپارلي او د دې کار ننګه کوي

دا چې ديني عالمانو په کومو شرايطو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی و، مخکې مو په دې اړه مو مخکې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت او د ازموينې ملي ادارې د مسؤلينو نظر غوښتی و، خو هغوی زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په دې اړه نور:

کانکور کې د ۱۳۹۱ دیني علماوو د ګډون اعلان؛ شنونکي: بې مېکانېزمه ګډون یې د اندېښنې وړ دی (azadiradio.com)

د طالبانو حکومت د ازموينې د ملي ادارې سرپرست وويل، سږ کال په کانکور کې ۸۲۶۳۰ زده‌کوونکو بېلابېلو پوهنتونونو او نيمه د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته لار موندلې ده چې بې‌نتيجې زده‌کوونکو لپاره دوی په دويم چانس کې ۴۳۶۵۰ خالي بستونه لري چې ورته معرفي به شي.

دا چې د ۱۴۰۲ کانکور ازموينه کې نجونو ته ولې د ګډون بلنه نه وه ورکول شوې او راتلونکي کې د نجونو د ازموينې لپاره کوم پلان شته، نوموړي يې په اړه هيڅ ونه ويل.

د طالبانو حکومت د ازموينې ملي ادارې تخنيکي ټيم د کانکور د عمومي کانکور اولنمره پېژندنه داسې اعلان کړه:

"نوم محمود، عبدالجميل، ولديت حاجي ملا دروېش، لېسه عروج فراه خصوصي ښوونځی، ولايت فراه، د کانکور نمره ۳۵۹.۱۶۱۱، نتيجه کابل، ابوعلي ابنا سينا طبي علومو پوهنتون، طب پوهنځی، عمومي څانګه."

دغه شان د دې ادارې له لوري په اعلان شويو پايلو کې دويم نمره د کابل ولايت اوسېدونکی عباس دی چې ۳۵۷.۴۷ نمرو په ترلاسه کولو يې د کابل طبي پوهنتون ته لار موندلې ده.

له ارشیفه:

سلګۍ د کانکور ازموینه کې عمومي اول نومره شوه؛ نوموړې څه احساس لري؟ (azadiradio.com)

درېيم نمره هم د کابل ولايت اوسېدونکی عبدالباعث دی چې د ۳۵۵.۷۹ نمرو په ترلاسه کولود کابل طبي پوهنتون ته بريالی شوی دی.

هڅه مو وکړه چې د کانکور له عمومي اولنمره سره خبرې وکړو، خو بريالي نه‌شو.

د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی چې د کانکور سږنۍ ازموينه کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بريالی شوی، خپل احساس يې ازادي راډيو سره داسې شريک کړ:

"امان الله يم، د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموينې يو تن بريالی زده‌کوونکی. ډېر زيات د خوشالۍ احساس کوم چې زه د خپل خوښې وړ رشتې ته کامياب شوی يم. يانې په ۲۵۰ نمرو د ننګرهار پوهنتون انجينرۍ څانګې ته کامياب شوی يم."

د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې افغان نجونود کانکور تر لومړي مقام ګټلو پورې پرمختګ کړی و
د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې افغان نجونود کانکور تر لومړي مقام ګټلو پورې پرمختګ کړی و

هغه نجونې چې سږ کال د کانکور په ازموينه کې له ګډون منع شوي دي وايي، د کانکور لپاره يې پوره چمتووالی نيولی و، خو کانکور کې د نجونو د نه ګډون اعلان دوی ناهيلې کړې.

کامله چې يوه له دغو زده‌کوونکو ده، ازادي راډيو ته يې وويل:

"قربانۍ مو زياتې ورکړي، په ځانګړي ډول د کاج کورس کې چې ما درس ويلی دی، ما لوړ اهداف درلودل، ترڅو پوهنتون ته لار پيدا کړم، خو نن وينم چې زموږ پر مخ لارې وتړل شوې، بيا هم پلټنه کوم، کوښښ کوم، زده‌کړه کوم. زه له ملګرو ملتونو او هغه څوک چې زما اواز اوري هيله کوم چې موږ ته نورې لارې پرانيزي، ترڅو هغه اهداف چې موږ لرو، ورته ورسيږو."

دا خپرونه هم اوریدلی شئ:

نيمه نړۍ؛ طالبانو ولې نجونې کانکور کې له ګډون منع کړي؟ (azadiradio.com)

طالبانو په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د نجونو منځنۍ زده کړې بندې کړې او د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې یې دوی له پوهنتنونو هم راو ګرځولې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر جمهوري نظام د ورستي کال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره د سلګۍ باران په نوم یوه جنۍ وه او تر هغې مخکې هم په خو ځلي نجونې د کانکور د عمومي اول نمره ګانو په توګه اعلان شوې وې.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې، استازې رینا
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې، استازې رینا

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري مخکې په کانکور ازموینو کې نجونو ته د طالبانو د حکومت له خوا د نه اجازې ورکولو په غبرګون ویلي وو، طالبان د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې په دغه ازموېنه کې، د افغان نجونو د ګډون د غوښتنې ملاتړ کړی و او زیاته کړې وه، د افغان نجونو بریا، د افغانستان بریا ده.

رینا امیري دا هم ویلي وو، چې د نجونو د زده کړو دوام، هغوی ته د نفقې برابرولو، اقتصاد او راتلونکي د ښه والي لامل کیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG