د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

په افغانستان کې یوه ښوونکي ۲۰۰ نجونو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ کړی


ارشیف: په افغانستان کې نجونو لپاره د انلاین زده کړو یو ټولګی چې دا مهال نجونونو ته زده کړې ورکوي.
ارشیف: په افغانستان کې نجونو لپاره د انلاین زده کړو یو ټولګی چې دا مهال نجونونو ته زده کړې ورکوي.

په افغانستان کې یوه ښوونکي او اروا پوه ذکریا مبرم نادري د ۲۰۰ نجونو لپاره یو ښوونیز پروګرام جوړ کړی دی.

هغه وايي چې دغه ښوونيز پروګرام وړيا دى او د ژورناليزم، حقوقو او ارواپوهنې بېلابېلې برخې لري.

نادري وویل چې دغه پروګرام یې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پیل کړی او د ښځینه ښوونکو له لارې په انلاین او حضوري ډول تدریسېږي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ښوونیز پروګرام د جوړولو انګېزې په اړه وویل: "د دې پروګرام د جوړولو دوه لاملونه وو؛ یو دا چې د یوه افغان په توګه خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم او بل دا هغه نجونې چې له زده کړو پاتې دي او له رواني ستونزو سره مخ دي، يوه مثبته انګېزه به واخلي، بوختې به شي او ځان او کورنۍ ته به خدمت وکړي."

مبرم وايي، چې تر دې وړاندې يې د ښځو لپاره د سواد زده کړې پروګرامونه جوړ کړي او اوس هڅه کوي چې دغه پروګرامونه پراخ کړي.

یو له دغو نجونو څخه چې د دې پروګرام څخه ګټه پورته کوي او نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي رادیو ته یې وویل چې له دولسم ټولګي فارغه شوې او اوس ډېره خوشحاله ده چې په دې ښوونیزې پروګرام کې یې ګډون کړی دی.

هغې وویل: "دې زمونږ په زړونو کې هیله راژوندۍ کړې چې لا هم داسې کسان او بنسټونه شته چې ښځو او نجونو ته کار کوي. هغه ښځې او نجونې چې اقتصادي ستونزې لري کولای شي له دغو پروګرامونو ګټه پورته کړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

په همدې حال کې د دغه ښوونيز پروګرام يوه بله زده کوونکې مريم عطا وايي چې د ښځو پر زده کړو او کار بنديز د دوى لپاره ستونزمن شوى، خو اوس چې د دغه پروګرام د حقوقو په څانګه کې زده کړې کوي، راتلونکي ته يې هيلې زياتې شوې دي.

هغې وویل: "دا د نجونو او ښځو د پرمختګ لپاره یوه ښه پروګرام دی، دا زموږ لپاره یوه ښه انګېزه ده. هیله لرم دا ډول پروګرامونه لا هم زیات شي."

دغه نجونې هیله لري چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لیرې شي څو دوی وکولای شي په ټولنه کې فعالیت وکړي.

د ذکریا مبرم نادري په وینا، دغه تعلیمي پروګرام به تر یو کال زیات دوام وکړي.

په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې چې دا مهال دغه ښوونځي کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولای.
په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې چې دا مهال دغه ښوونځي کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړې نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نورو فعالیتونو بندیز ولګاوه، یو شمېر بنسټونو، ښوونکو او د بېلابېلو برخو فعالانو، له زده کړو څخه بې برخې ښځو او نجونو سره د مرستې لپاره د حضوري او انلاین ښوونیزو پروګرامونو د پیلولو اعلان وکړ.

طالبانو د شاوخوا ۷۲۵ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په پای کې یې پر دوی د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د دغو بندیزونو او پر ښځو او نجونو د طالبانو د نورو بندیزونو په اړه له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره سره دوی تر اوسه دغه بندیزونه نه دي لري کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG