د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

یو شمېر سینګارګرې ښځې: له مجبورۍ لا هم په پټه خپل کار ته دوام ورکوو


د کابل یو ښځینه سینګارتون - تصویر له ارشیفه
د کابل یو ښځینه سینګارتون - تصویر له ارشیفه

یو شمېر سینګارګرې ښځې وايي، سره له دې چې د طالبانو د حکومت له خوا د دوی پر کار بندیز لګېدلی، خو هڅه کوي د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره په پټه خپل کار ته دوام ورکړي.

د دوی په وینا، دا لاره د دوی لپاره له وېرې او ستونزو ډکه ده.

یوې مېرمنې، چې مخکې یې په نیمروز کې سینګارتون درلود وايي نه یوازې د خپل کور؛ بلکې د پلار د کورنۍ لګښتونه هم ور د غاړه وو.

نوموړې چې نه غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل، چې سینګارتون ورته د لسو کسانو د مړولو يوازينۍ مالي سرچینه وه.

دا وايي چې د طالبانو حکومت له دې فرمان څخه یې د سرغړونې له امله ټول خطرونه په غاړه اخیستي او خپل کار یې روان ساتلی.

هغه وېره لري، چې کورنی سینګارتون ورته کومه ستونزه پېښه نه کړي.

سینګارګرې وایي چې په پټه خپلو کورونو کې کار ته دوام ورکوي
سینګارګرې وایي چې په پټه خپلو کورونو کې کار ته دوام ورکوي

نوموړې وایي:

" د سینګارتونونو له بندیدو وروسته، ټول دوکانونه بند او لوی لوی انځورونه لرې شوي، اوس دې ته اړ شوي یو چې په کور کې کار وکړو، له کورونو څخه کار دوه ستونزې لري، يو دا چې مشتریان نشي کولای د کور پته پیدا کړي، هغوی په ډيرې سختۍ پته پیدا کوي، او بل دا چې دوی په سینګارګرو لکه پخوا په شان باور نه لري، او د سینګارتونونو له محیط څخه ډاریږي."

مرسل او مور يې چې په کابل ښار کې یې سینګارتون درلود، د طالبانو حکومت لخوا په سینګارتونو تر بندیز وروسته، له کار څخه منع شوې.

مرسل وايي د عاید تر لاسه کولو لپاره، هغه او مور يې کله ناکله د ناويانو د سینګار کولو لپاره د هغوی کور ته ځي.

هغه زیاتوي:

"مشتریان ټليفون کوي او وايي چې راشئ، یا مونږ ستاسو کور ته درځو، اوس يو څه ناويانو ته سینګار کوو، ډیرو ته نه، ځکه چې هغوی باور نشي کولای،د افغانستان شرایط داسې دي چې خلک نشي کولای د چا کور ته ولاړ شي، په هر چا باور نشي کیدای."

کابل کې یو مخکینی ښځینه سینګارتون
کابل کې یو مخکینی ښځینه سینګارتون

سینګارګرې رویا هم ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومت له هغې څخه، هم په دولت او هم په سینګارتون کې د کار فرصت واخیست او اوس وزګاره ده.

نوموړې د خپلو اقتصادي ستونزو لامل، د طالبانو حکومت بندیزونه ګڼي او وایي:

"د طالبانو له راتلو وروسته پر مونږ بندیزونه ولګیدل، لومړی د دولتي کار څخه ګوښه کړای شوو، او وروسته، په سینګارتونونو کې له کاره منع شولو، مونږ به ویل، چې له دولتي کار څخه پاتې شولو، ښه دی چې شخصي کار کولای شو، خو وروسته له دې چې په دې کار هم بندیز ولګول شو، ستونزې مو ډيرې شوې، په کوم چاپیریال کې چې یو، نشو کولای په کور کې کار وکړو."

دا سینګارګرې په داسې حال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، خپل کار ته دوام ورکوي، چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په ۳ مه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه سینګارتونونه وتړل.

د افغانستان د کسبګرو ټولنې، تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي و، چې د طالبانو حکومت د دغه فرمان له مخې، ۱۲ زره سینګارتونونه تړل شوي دي، چې شاوخوا ۶۰ زره ښځو په کې کار کولو.

که څه هم یو شمېر ښځینه سینګارګرې اوس هم د خپل هنر د دوام لپاره د هڅو خبره کوي، خو ځینې نورې بیا اوس وزګاره او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG