د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د طالبانو له بنده د معترضو مېرمنو خوشې کولو لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه وشوه


د عکس ښي لور ته ژولیا پارسي او چپ لور ته ندا پرواني
د عکس ښي لور ته ژولیا پارسي او چپ لور ته ندا پرواني

د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د اعتراض کوونکو مېرمنو د نامعلوم برخلیک په اړه د اندېښنو په دوام، یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو او د ښځو د حقونو فعالانو د هغوی د خوشې کولو لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې ده.

د اوونيو په تېرېدو سره لا هم اعتراض کوونکې مېرمنې ژولیا پارسي او د هغې زوی، ندا پرواني او د هغې مېړه او منيژه صديقي د طالبانو په بند کې دي او برخلیک یې لا هم معلوم نه‌دی.

فریډم‌نو سازمان د ژولیا پارسي د یوې همکارې شمیلا توانا يوه ويډيو په خپل ایکسپاڼه کې خپره کړې چې ادعا کوي يادې ښځې د عدالت غوښتلو په جرم د طالبانو په زندانونو کې شکنجه کېږي.

په دې ویډیو کې شمیلا توانا د ښځو د خوشې کېدو لپاره پر طالبانو د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې.

هغې وویل: "موږ افغان اعتراض کوونکې ښځې له نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له بنسټونو او هغو هېوادونو چې په رښتیا د بشري حقونو په ارزښتونو باور لري هیله لرو چې د دغو درېیو اعتراض کوونکو ښځو د خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي."

د افغانستان د خودجوشه غورځنګ غړې پريسا مبارز هم وايي چې طالبان اعتراض کوونکې ښځې د دې لپاره زندانې کوي ترڅو د دوى د عدالت غوښتنې غږ غلی شي.

هغې وویل: "د طالبانو له نظره مېرمن پارسي مجرمه ده، خو زموږ او د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو له نظره مېرمن پارسي مجرمه نه‌ده، هغه یوه زړوره ښځه ده او کومه ښځه چې د بې‌عدالتۍ، محدودیتونو او د هېواد د اوسنیو ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي، بې‌له شکه د بې‌عدالتۍ پر وړاندې احتجاج کول جرم نه‌دی، زړورتیا ده."

د افغان ښځو د خود جوش غورځنګ یوه بله غړې ليدا ادعا کوي چې د جولیا پارسي، ندا پرواني او منيژه صدیقي ترڅنګ دوه نورې مظاهره کوونکې ښځې هم د طالبانو د حکومت په بند کې دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "هغوی هلته ووهلې او وټکولې، پر هغوی يې فشار راوړو چې د هغوی نورې ملګرې هم پيدا کړي، نورې انجونې پيدا کړي. دا د دې نښه ده چې د ندا جان له نیول کېدو وروسته دوی جولیا ونیوله. د ژولیا له نيول کېدو وروسته يې منيژه جان ونيوله او له هغې وروسته د دوی دوه نور همکاران ونيول شول."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه، چې په زندان کې د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو له خپلوانو او کورنیو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو.

خو تر دې وړاندې د ندا پرواني یوه خپلوان چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته ويلي و چې پرواني او خاوند یې لا هم په زندان کې دي او د خلاصون هڅو يې کومه پايله نه‌ده ورکړې.

په زندان کې د اعتراض کوونکو مېرمنو د خپلوانو او همکارانو د ادعاو له‌مخې، طالبانو د سپټمبر په ۱۹ مه ندا پرواني، د هغې مېړه او څلور کلن ماشوم ونيول او وروسته يې ژوليا پارسي او د هغې مشر زوی ونيول او تر دې وروسته يې منيژه صديقي په کابل کې ونيوله.

خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو نیول کېدل نه رد او نه هم تایید کړي دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌‌الله مجاهد او مرستيال يې بلال کريمي د دې راپور تر خپرېدو پورې د اعتراض کوونکو مېرمنو د نيولو او بندي کولو د برخليک او لامل په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ويلی.

یوناما د دغو ښځو له نیول کېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره د ندا پرواني، ژولیا پارسي او یو شمېر نورو د بشري حقونو فعالانو او مدافعینو نیول کېدو يادونه کړې او ويلي يې دي چې يادې مېرمنې پرته له کوم دليل د طالبانو له لوري بندیانې شوي دي.

که څه هم ډېری هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه د يادو غوښتنو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG