د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو نړیواله ورځ؛ بار: افغان مېرمنې له ټکان ورکوونکي ناوړه چلند سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د نومبر ۲۹مه د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر دې ستونزمنې لارې تېرېدل د ښځو د حقونو د مدافعینو لپاره اسانه نه‌ده.

د بشري حقونو د سازمان د راپورونو له‌مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، د طالبانو د حکومت له‌خوا د بشري حقونو یو زیات شمېر مدافعین په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مدافعین ګواښل شوي، شکنجه شوي او بندیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ځینو ویاندویانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

دا مهال یو شمېر معترضې مېرمنې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د سیاستونو پر ضد يې اعتراضونه کړي، د طالبانو په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

د ادعاوو له‌مخې، د طالبانو حکومت په تېرو څو میاشتو کې ژولیا پارسي، ندا پرواني، پريسا آزاد، منيژه صدیقي او بهاره کریمي چې د معترضو مېرمنو له ډلې دي نيولي او د دوی په زندان کې دي.

د معترضو مېرمنو له ډلې د ژولیا پارسي چې له خپل مشر زوی سره له تېرو دوو مياشتو راهيسې د طالبانو په زندان کې ده، يو خپلوان ادعا کوي چې د طالبانو په زندان کې هغې د خپلې حافظې یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

هغه چې نه‌يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل: "د مېرمن ژوليا پارسي له بند څخه تر دوه مياشتو ډېرې تېرې شوې، په دې دوو میاشتو کې دوی ته یوازې دوه ځلې د ملاقات اجازه ورکړل شوه، د هغې ورور او مېړه سره يې ليدنه شوې، چې اصلاً يې وضعيت ښه نه و او په ذهني توګه هم ځپل شوې وه، د حافظې يوه برخه يې په مکمل ډول له لاسه ورکړې ده."

ارشیف: په بلخ کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په بلخ کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور

د طالبانو د حکومت وياندويانو تراوسه د دې ښځينه اعتراض کوونکو او د بشري حقونو د نورو فعالانو نيول کېدل نه تاييد او نه هم رد کړي او نه يې هم له رسنيو ته د هغوى د نيول کېدو د لاملونو په اړه څه ويلي دي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو دوه مدافعانې ظریفې یعقوبي او رقیه ساعي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د خپلو حقونو او اعتراضونو له امله بندیانې شوې وې، د طالبانو په زندان کې د خپلو تجربو په اړه نظرونه ورکړي دي.

مېرمن یعقوبي وویل: "د طالبانو په زندان کې زه فزیکي او روحي شکنجه شوم، د برق شاټونه، وهل ټکول يې راکړل او حتی په یوه کوټه کې یوازې وم. موږ په جلا خونو کې ساتل کېدلو. لږې اړینې اسانتیاوې مو هم نه درلودې او له موږ يې په زوره اعتراف واخيست."

مېرمن ساعي وویل: "زه دوه ځله د اعتراض له میدانونو څخه نیول شوې یم. د طالبانو په زندانونو کې وضعیت ډېر کړکېچن دی. هلته بندیان مدافع وکیل ته لاسرسی نه‌لري، د بشري حقونو ادارو ته يې رسېدنه نه‌کېږي او له خپلې کورنۍ هم خبر نه وي او اړيکه ورسره نه‌لري."

د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتل شو، خو ویاند يې ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو وضعیت په ملي او نړيواله کچه اندېښنې راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیاله هیدربار د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو د وضعیت په اړه د اندېښنې تر څنګ له نړۍ غوښتي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "په نړۍ کې هر څوک باید د افغانستان د وضعیت په اړه فکر وکړي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له ټکان ورکوونکي ناوړه چلند سره مخ دي. هغوی 'طالبانو' په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی کړی او په نورو ناوړه پېښو کې لاس لري. دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده‌کړو له دوام او نجونې يې په پوهنتون کې له تحصيل منع کړې او د کار حق یې ترې واخیست."

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیاله هیدربار

اغلې بار وايي، په افغانستان کې بشري ناورین یوه بله د اندېښنې وړ خبره ده او د ملګرو ملتونو د ښځو له‌خوا په ترسره شوې سروې کې ویل شوي چې دوی له خپلو بشري حقونو څخه د محرومیت له امله سخت اندېښمن دي.

شمايل توانا، د ښځو د حقونو فعاله او د ښځو د غورځنګ غړې، هم د طالبانو حکومت د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له احکامو څخه په سرغړونې تورنوي.

نوموړې د یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو زنداني کېدو ته په اشارې سره ازادي راډيو ته وویل: "لکه څنګه چې د بشري حقونو د اعلامیې په لومړۍ او دویمه ماده کې ټینګار شوی چې انسانان باید د برابرۍ، ازادۍ او انساني کرامت حق ولري او بشري ازادي يې باید تر پښو لاندې نه‌شي، خو له بده‌مرغه طالبانو د اعلامیې له دې ټولو مادو څخه سرغړونه کړې ده. په دې دوو کلونو کې يې د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه نقض کړې ده. موږ اوس هم د طالبانو په زندانونو کې څلور اعتراض کوونکي ښځې لرو چې له بده‌مرغه په ډېرو سختو شرایطو کې شکنجه کېږي."

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې افغانستان کې د ښځو ټول حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو څخه بې‌برخې دي، چې په‌کې له شپږم ټولګي څخه پورته زده‌کړې، له استنثی پرته په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې کار کول، د تفريحي پارکونو، ورزشي ځايونو او د ښځو عامه حمامونو ته تلل او سفر کول، له محرم پرته د لرې واټن سفر کول په‌دې بنديزونو کې شامل دي.

کريمه اعظم، چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په يوه نادولتي دفتر کې کارکوونکې وه او اوس وزګاره ده، ازادي راډيو ته يې وويل: "کاروبار نه‌شته، ژوند نه‌شته، ټول له ګواښ، شکنجې او ويرې سره مخ يو، دنده نه‌شته، موږ څو خيانتونه کوو. حقیقت دی چې دا زړه ماتوونکی دی، خو د حل لاره څه ده؟"

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې چې د روان کال په جولای میاشت کې د 'بشري حقونو د مدافعینو وضعیت' تر سرلیک لاندې د دغه سازمان عمومي غونډې ته وړاندې شو، ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅې پيل کړي، چې د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو وړتیا له‌منځه يوسي.

د ملګرو ملتونو رسمي وېبپاڼې د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو په اړه لیکلي چې دوی 'د پېړیو راهیسې نرواکۍ، تبعیض او نابرابرۍ چې د اوږد مهال لپاره يې د ښځو او نجونو ژوند اغېزمن کړی، ننګولی او د یوې آزادې او مساوي نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.'

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG