د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

راپور: په نږدې ۷۰ سلنه افغان ښځو کې اندېښنې، ګوښه‌توب او خپګان ډېر شوی


ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې چې د طالبانو له لوري لوړو زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. دې ویلي چې پر ښوونځیو د بندیز له کبله اغېزمنه شوې.
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې چې د طالبانو له لوري لوړو زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. دې ویلي چې پر ښوونځیو د بندیز له کبله اغېزمنه شوې.

د ملګرو ملتونو سازمان د درېیو دفترونو د ګډ راپور پر بنسټ د اپرېل او جون مياشتو تر منځ په نږدې ٧٠ سلنه افغان ښځو کې اندېښنې، ګوښه توب یا انزوا او خپګان زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه ماموریت یا یوناما او د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' ګډ راپور ښيي چې د طالبانو د محدودونکو او سخت دریځو فرمانونو د افغان نجونو او ښځو روانۍ او روحي سلامتیا ډېره زیانمنه کړې ده.

په دې راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د اپرېل او جون مياشتو تر منځ د نږدې ٧٠ سلنه مېرمنو په اضطراب، ګوښه توب يا انزوا او خپګان کې د پام وړ ډېر والى راغلى.

دا شمېر درې میاشتې مخکې ۵۷ سلنه و، چې اوس زیاتوالی ښي.

په دې راپور کې د افغانستان له ٢٢ ولايتونو څخه له ٦٠٠ مېرمنو سره په حضوري، ډله‌ییز مشورتي او ټول پوښتنې په ډول انلاین مرکې شوې دي.

مرکه کوونکو ښځو د خپلو روحي فشارونو، بې خوبۍ، ګوښه توب، ناهيلۍ، ډار او خپګان حتى ځان وژنې د فکرونو په اړه ویلي دي.

٨١ سلنه مرکه کوونکې ښځو د ٢٠٢٣ کال د اپريل او جون مياشتو تر منځ په هېڅ وجه دوی ته د مهمو مسایلو په اړه د طالبو له سیمه‌ییزو چارواکو سره خبرې او لیده کاته نه دي کړي.

مرکه کوونکو ۴۰ سلنه ښځو ویلي چې د طالبانو حکومت دې په هېڅ شرایطو کې په رسمیت نه پېژندل کېږي.

په داسې حال کې چې ٥٠ سلنه ښځو بيا ويلي چې د دوى په رسميت پېژندل بايد د ځانګړو شرايطو پر بنسټ وي چې د ښځو حقونه او په ژوند کې یې ښه‌والی په کې شامل وي او ښځې په زده کړو، تحصیل او سیاسي مشارکت کې پراخه ونډه ولري.

په همدې حال کې يو شمېر افغان مېرمنو له افغانستانه دننه ازادي راديو سره په خبرو کې وویل چې د طالب چارواکو سختو فرمانونو د ګټې وټې لارې پرې تړلي، د دوی د ټولنیزو فعالیتونو مخه یې نیولې او له دې امله ډېرې ناهیلې دي.

ارشیف: په کابل کې د طالبانو له لوري تړل شوی یو سینګارتون
ارشیف: په کابل کې د طالبانو له لوري تړل شوی یو سینګارتون

په هرات ولايت کې يوه سينګارګره سميه رحيمي وايي چې د سينګارتونو له تړل کېدو وروسته دا او لورانې يې له ژونده ناهيلې شوي دي.

هغې وویل: "ما ډېرې سختۍ وليدې ښايي زه يې وزغمم، خو دوه لورانو مې له ماسره يوځاى سيګارتون کې کار کاوه هغوى اوس له سخت روهي فشار لاندې دي ټول شپه ويښې وي، ډېرې ډنګرې شوي اعصاب يې کمزوري شوي دي."

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکې راشده فايق ازادي راديو ته وويل: "دا ډېر بد اقتصادي ټولنيز، سياسي او ښوونيز وضعیت دى چې ښځې ورسره مخ دي، ټولې له روهي فشار سره مخ يو. ځان راته يو بې‌کاره مخلوق ښکاري روهي فشارونه پر مونږ بېخي ډېر دي."

د لغمان ولايت اوسيدونکې طاهرې ماهري ازادي راډيو ته وويل چې هغه خپل راتلونکي ته ناهيلې ده او تل په دې فکر کې ده چې راتلوونکى به يې څنګه وي.

هغې وویل: "له ځان سره تل فکر کوم چې اخر به څه کوم زمونږ ټول امېدونه له خاورو سره خاورې شوه، ټولې هيلې مې اوبو وړي. چا سره خبرې نه کوم او تل يوه سودا راسره مل وي."

ورورسته له هغې چې په ٢٠٢١ کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول په تېرو دوه کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تللو راګرځول شوي او ترڅنګ یې پوهنتونو کې د لوړ زده کړو او یو شمېر دولتي او ټولو نادولتي اداردو کې د کار کولو اجازه هم نه ورکول کېږي.

دغه شان دوی له تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او ورزشي لوبغالو هم راګرځول شوي او له محرم پرته لرې واټڼ سفر هم نه شي کولی.

دا محدوديتونه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامى شريعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه ورکړل شوي دي.

خو یو شمېر دې ښځو تل ازادي راډیو ته ویلي، چې وضعیت ته په کتو داسې احساسوي چې په کورونو کې بندیانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG