مېل انلاین:
مېل انلاین ورځپاڼې له زده کړو څخه د افغان نجونو د منع کېدو موضوع ته پام اړولی او لیکي، دوه کاله وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو راوګرځولې او افغانستان تراوسه په نړۍ کې هغه یوازېنی هېواد دی چې د ښځو پر زده کړو په کې بندیز لګول شوی دی.
د اسوشېټېډپرېس اژانس په دې راپور کې چې مېل انلاین خپور کړی، ویل شوي چې د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو مسئله به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجندا یوه برخه وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش هم د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه د نجونو پر زده کړو بندیز یوه نه توجېه کېدونکې بشري سرغړونه بللې چې په وینا یې په اوږد مهال کې به ټول هېواد ته زیان ورسوي.
هغه یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې نجونې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.
د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې ویلي، که څه هم مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه ماشومان د ښوونځیو د نشتوالي او نورو د لایلو له امله ښوونځي ته له تلو بې برخې و، خو د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیز له یو میلیون زیاتې کوچینۍ نجونې اغېزمنې کړې دي.
د راپور له مخې دغه بندیز چې نړیوالو غندلی، د افغانستان د یوه مشروع حکومت په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کېږي.
خو طالبانو د نړیوالو غبرګونو سره سره پر نجونو او ښځو د لوړو زده کړو بندیز هم لګولی او هغوی یې په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو او موسسو کې له کار کولو راګرځولې او هم یې ځینې نور بندیزونه پرې لګولي دي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې طالبانو ویلي چې ټولګیو ته د ټولو نجونو د بېرته ستنېدو لپاره یو لړ شرایطو ته اړتیا ده چې باید برابر شي، خو تراوسه په دې برخه کې د پرمختګ نښې نه تر سترګو کېږي.
د مېل انلان په لیکنه، په داسې حال کې چې افغانان له زده کړې د نجونو منع کېدو ته اندېښمن دي، خو دوی د پیسو ګټلو، د دسترخوان پر سر د ډوډۍ برابرولو، سرپناه او د وچکالۍ او سخت ژمي څخه د ژغورلو په څېر ډېرې نورې اندېښنې هم لري.
فارن پالیسي:
فارن پالیسي خپرونې د امریکا افغان متحدینو ستونزو ته پام اړولی او د پیل په کرښو کې ليکي، په لسګونو زره افغانان د کډوالۍ په یوه بې برخلیکه وضعیت کې راګیر یا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پټ دي.
فارن پالیسي لیکي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په ګډوډۍ کې د متحدو ایالتونو د وتلو پر مهال د اټکل له مخې د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات تر شا پاتې شول چې زیاتره یې د طالبانو لاس ته ولوېدل یا په سیمه کې یې تور بازار ته لاره موندلې، خو د خپرونې په لیکنه دغه د پام وړ بیه که د ژباړونکو، د امریکا په پوځي اډو کې د ملکي کارکوونکو او ان د افغان ځانګړو ځواکونو په ګډون د هغو په لسګونو زره افغان متحدینو چې په شلو کلونو کې یې د متحدو ایالتونو لپاره ډېره قرباني ورکړې، د تر شا پرېښودو له اخلاقي قیمت سره پرتله شي، هغه یو ناڅېز رقم دی.
د فارن پالیسي په لیکنه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش د عمومي ریسې ډیانا شاو په وینا، لږترلږه ۱۵۲ زره افغانان چې په متحدو ایالتونو کې د مېشتېدو وړ دي، تراوسه په افغانستان کې دي چې په دې شمېره کې د دوی د کورنۍ غړي نه دي شامل.
د خپرونې په وینا، په داسې حال کې چې طالبان د امریکا له دغو پخوانیو متحدینو د غچ اخیستو هڅې کوي، دغه افغانان چې له امریکا یې سره کار کاوه یا یې ورسره مرسته کوله له خطر سره مخ دي چې ټول یې تراوسه له طالبانو په تېښته هم نه دي بریالي شوي.
د خپرونې په لیکنه، د کابل له هوایي ډګره د تخلیې په جریان کې ۱۲۴ زره افغان متحدین وایستل شول چې له هغه مهال راهیسې شاوخوا نوي زره یې متحدو ایالتونو ته رسېدلي دي.
له ډلې یوازې ۲۱ زره تنو ته یې ځانګړې ویزې ورکړل شوي، خو د نورو پروسه تراوسه روانه ده.