د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

ابزور ورځپاڼه: برېتانیا له افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو سره توپیري چلند کوي


تصویر له ارشیفه، له کابله د تخلیې بهیر پر مهال یو شمېر وتونکي افغانان، چې یوه برخه یې برېتانیا ته ولېږدول شول
تصویر له ارشیفه، له کابله د تخلیې بهیر پر مهال یو شمېر وتونکي افغانان، چې یوه برخه یې برېتانیا ته ولېږدول شول

د برېتانیا چاپ ابزور ورځپاڼه لیکي، د برېتانیا سنټرال بدفورد شایر سیمه کې په لسګونه هغه افغانان دېره دي، چې د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي دي.

خو په همدغه سیمه کې په لسګونو اوکراینیانو پناه اخیستې ده.

د ورځپاڼې په ټکو، شمیرې ښيي چې په دغه سیمه کې ۴۹ افغانان ژوند کوي.

ورځپاڼه زیاتوي،دا شمېرې په داسې حال کې خپریږي چې یوې خیریه موسسې د برېتانیا حکومت ته خبرداری ورکړی دی، چې دوی افغانان کډوال بې سرنوشته پرېښي دي.

وړاندې لولو، واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته لندن د افغانانو د تخلیې او بیا میشتیدو لپاره دوه طرحې پلې کړې.

ډېر تمرکز پر هغو کسانو و، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی او بل هغه زیان لیدونکی قشر و، چې د طالبانو له امله يې ژوند له خطر سره مخ و.

ورځپانه زیاتوي، نوې شمیرې ښيي، د طرحو پر اساس څه باندې شل زره افغانان په تېرو دوو کلونو کې په برېتانیا کې بیا مېشت شوي دي.

خو د خیریه موسسو فعالان نیوکه کوي، چې د افغانانو د بیا مېشتیدو طرحه ډېره ورو روانه ده.

په برېتانیا کې د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دا شمېرې هغه ترېخ حیقیت روښانه کوي چې د برېتانیا حکومت د زیانمنیدونکو افغانانو د ملاتړ په برخه کې ناکام شوی دی.

ورځپاڼې د افغان او اوکرایني کډوالو وضعیت سره پرتله کړی او لیکي، د موقتي بیا مېشتیدو د پلان پر اساس د تېر کال تر جون میاشتې پورې څه باندې ۱۲۰ زره اوکرایینان برېتانیا ته رسېدلي او له هغې ډلې ۴۳۷ تنه د سنټرال بدفورد شایر په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

ابزور په داسې حال کې، په برېتانیا کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه لیکي، چې له عربي اماراتو خپریدونکې نشنل ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپانې د یوې افغانې فعالې چې له افغانستانه وتلې دا خبره چې وايي،" زموږ هیلې زموږ د سترګو پر وړاندې مړي" د خپل مطلب په پیل کې راخیستې ده.

کریستال بیات په هند کې زده کړې کړې وې او افغانستان ته له ستنیدو وروسته يې د عدالت او مساوات په نوم یو بنسټ جوړ کړ،چې پر مدني حقونو او سیاست يې تمرکز ډېر و.

هغې ویلي، سره له دې چې دتېر نظام پر مهال په هېواد کې جګړه وه خو دې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره خوشاله ژوند درلود.

اغلې بیات واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په کابل کې په مظاهرو کې هم ګډون کړی دی.

د ورځپاڼې په ټکو، با عزته مرګ له هغې ژونده ښه ده چې له سپکاوي ډک وي.

طالبانو په خپله تېره دوه کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي، نجونې له پوهنتونې زده کړو راګرځولي او د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول يې په ټولو نادولتي او ډېر شمېر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

همدرانګه په عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ هم بندیز لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG