د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه نړېوالې تبصرې


واشنګټن پوسټ:

افغان کډوال له لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې میشت شوي او اوس ورته امر شوی چې له دې هېواده ووځي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته پام اړولی دی.

واشنګټن پوست د مطلب په پیل کې د سید حمید په نوم د یوه افغان چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې رالوی شوی او اوس یوه نانوایي او د کبابي رستورانټ لري، ژوند ته کتنه کړې او ليکي، حمید لاپیدا شوی نه و چې مور او پلاریې له خپل جګړه ځپلي هېواد څخه پاکستان ته کډه شوي و.

دی دلته په اسلام اباد کې رالوی شو، انګریزي ژبه یې زده کړه، واده یې وکړ، خپل زامن یې رالوی کړل او خپله نانوایي او کبابي یې جوړه کړه چې شل کارکونکي لري او هرماښام له میلمنو او مشتریانو ډک وي.

خو د ورځپاڼې په وینا په وطن پسې د ده خفګان همدلته ختمېږي او د راتلونکې په اړه د ده اندیښنه په اسانۍ د درک وړهم ده.

په تېر یوه کال کې د پاکستاني چارواکو د فشارونو له امله له دونیم لکو زیات افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، بېرته بې وزلي او ناکراره هېواد ته ستانه شوي دي.

اوس یو نیم میلیون هغو کډوالو ته چې له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې میشت دی او د کډوالو په توګه راجستر دي، شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی چې دوې دې هم بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

حمید واشنګټن پوسټ ته ویلي چې تر اوسه چا نه دی ځورولی خو له هر یوه سره اندیښنه ده چې څه به کېږي.

حمید وایي، دلته موږ خوشحاله یو او مشغول یو که بېرته وطن ته ولاړ شو د کار لپاره هېڅ څه نه لرو چې ترسره یې کړو او نه به هم هیڅوک راته هرکلی ووایي. یوازې طالبان او داعش به وي او موږ.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، پاکستان چې له لسیزو راهیسې د افغانانو لپاره نېږدې دروازه وه په میلیونونو هغو افغانانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه چې په افغانستان کې د پرله پسې جګړو له امله له خپل هېواده تیښتې ته اړ کړای شوی و.

یو وخت په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر پنځو میلیونو ته رسېده.

واشنګټن پوسټ وړاندې په دې اړه چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته د دغو کډوالو د تلو بهیر ولې ګړندۍ شوی د ځینو پېښو او لاملونه یادونه کوي او د مطلب په پای کې د نورو لانجو ترڅنګ د تورخم په پوله د وروستي راپورته شوي کړکیچ په تړاو له افغانانو سره د هغو د کوربنو د سلوک د بدلېدو په اړه د افغان کډوالو بابرخان او د هغه د ورور حسن چې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې چې خاوند یې یو پاکستانی دی، پانګونه کړې لنډې خبرې را اخیستي دي.

بابرخان ویلي دوه زره ډالر یې دلته بند دي او اسناد یې هم لري خو اوس یوه روپۍ هم نه ورکوي.

دا د ده ټوله سرمایه ده او دې په دې هم نه پوهیږي چې څه غلطي یې کړې.

د هغه مشر ورو حسن بیا ویلي چې مخکې خلکو دلته ښه چلند راسره کاوه خو اوس دوی پوه دي چې موږ باید ووځو او موږ غولوي.

دی وایي، موږ د پسونو هغې رمې ته پاتې کېږو چې خاوند مو ۳۵ کاله ساتلي و او ناڅاپي غواړي له شره موځان خلاص کړي او سیند ته مو ټیل وهي.

ډیلي مېل:

بریتانوي ډیلي مېل ورځپاڼې په افغانستان او عراق کې د بریتانوي ځواکونو له لوري د ترسره شویو سرغړونو د ادعاو څېړنې ته پام اړولی چې د بریتانیا د وخت صدارعظم ټوني بلیر وايي، دغه څېړنه له اوله باید پیل شوې نه وای.

د بریتانیا د کارګر ګوند مشر جیرمي کورباین هغه غوښتنه چې دغه څېړنه دې پای ته ورسول شي، رد کړه.

ورځپاڼه د هغه په وینا لیکي چې ویلي یې دی دی دا مني چې سرتېرو په ډېرو ناوړو شرایطو کې خدمت کاوه خو د دغو سرغړونو په اړه لانجمنه څېړنه باید مخ ته یوړل شي.

ټوني بلیر چې سرتیري یې افغانستان او عراق ته استولي و، سنډې ټلیګراف ته ویلي چې دغه څېړه باید له اوله پیل شوې نه وي او زیاتوي په دواړو هېوادونو زموږ ځواکونو فوق العاده خدمات ترسره کړي او دغه ډول څېړنه د دوی کارونه سختوي.

XS
SM
MD
LG