د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ګارډین: له اروپا د افغان کډوالو ایستل افغانستان په زیان دی


په بریتانیا کې چاپېدونکې ګارډین ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی دی چې سرلیک یې دی:

"له اروپایي ټولنې څخه د افغان کډوالو ایستل په افغانستان کې ثبات لا زیانمنوي."

د ورځپاڼې په لیکنه، له اروپا څخه د کډوالو ایستل نه یوازې د افغانستان په زرګونه کډوال د اړتیا په حال پریږدي بلکه د دغه جګړه ځپلي هېواد امنیت ته هم یو بل ګوزار ورکوي.

د ګارډین ورځپاڼه د بې ځایه شویو په باب د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي چالوکا بیاني له قوله چې په دې وروستیو کې یې له افغانستانه لیدنه کړې، لیکي:

وطن ته د دوی بېرته لېږل به بې له شکه بې ثباتي زیاته کړي، ځکه د افغانستان اقتصاد د دوی د جذب لپاره تیار نه دی او د دغه هېواد حکومت روښانه ویلي چې د دوی د منلو ظرفیت نه‎لري.

د ورځپاڼې په لیکنه؛ له همدې امله به کډوال، وطن ته په ستنېدو سره کار ونه‎لري او لاره ورته خلاصېږي چې د لږو پیسو د ترلاسه کولو لپاره له وسله‎والو مخالفینو سره یوځای شي او د دوی لیکې پیاوړې کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیسارۍ او نړیوال بانک ټول په دې نظر دي چې افغانان د اقتصادي فشارونو او زور زیاتی په خاطر د مهاجرت لپاره ریښتیني لاملونه لري او د وطن پریښودل د دوی یوه اړتیا ده.

نیوزویک:

د نیوزویک مجله په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لري چې سرلیک یې دی؛ «ایا د اسلامي دولت په نوم ډله یا داعش په رښتیا په افغانستان کې یو لوی ګواښ دی؟»

مجله د غور پېښې ته اشاره کوي چې په هغې کې له ۳۰ تنو څخه زیات کسان لوړې ته وتښتول او وروسته یې ووژل.

د غور ولایت د ویاند په وینا دا عمل ګواکې د داعش د ډلې وو.

خو د نیوزویک مجله لیکي:

د افغانستان دغه مرکزي ولایت د هېواد د شرقي سیمو څخه چې داعش په‎کې فعال دی ډېر واټن لري او که داعش په رښتیا توانیدلای وای، د غور ولایت کې په داسې یو عمل لاس پورې کړي نو په دې صورت کې به دغه ډله د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ وګرځي.

خو د مجلې په لیکنه؛ په افغانستان کې د دا ډول وژنو لپاره زیات کورني لاملونه شته.

د ساري په ډول د غور په پېښه کې رسنیو خبر ورکړ چې دغې وسله‎والې ډلې دغه کسان وتښتول او وروسته له دې چې د خپل قوماندان د وژلو خبر یې واورېد، نو یې هغوی ووژل.

نیوزویک دا ډول څو نورې پېښې هم څېړلي او لیکي:

د افغانستان جګړه د افراطي پېښو په نظر کې نیولو پرته، تر ډېره سیمه ییز لاملونه لري او ښه ده چې دا لاملونه وپلټل شي او اصلي عاملین یې وپیژندل شي.

نیوزویک زیاتوي؛ په لویدیځ کې خلکو عموماً نه دي غوښتي په دې باب ژور وګوري او د افغانستان سیاسي طراحان ځینې وختونه په غوښتې یا نا غوښتې توګه هغه نالیدلي نیسي.

د مجلې په لیکنه، همدا اوس ښایي د غور د پېښې تر ټولو ښه شرحه همدا وي چې د امنیت نشتوالی او د قانون د حاکمیت نه شتون، د دا ډول پېښو بنسټیز لامل دی، نه هغه خبرونه چې ګواکې داعش په افغانستان کې تر دې کچې نفوذ کړی او د ګواښ سرچینه ده.

XS
SM
MD
LG