د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د لوږې په وړاندې د مبارزې سازمان: د افغانانو منځ کې رواني ناروغۍ زیاتې شوي


ارشیف
ارشیف

د لوږې په وړاندې د مبارزې سازمان د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې د رواني ناروغیو د زیاتوالي او د افغانانو د رواني روغتیا کړکېچ له پامه غورځولو په اړه اندېښنه لري.

د لوږې پر ضد نړيوال سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د رواني روغتیا بحران ته اشاره کړې ده.

په دغه راپور کې، چې د سه‌شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د افغانانو رواني روغتیا له پامه غورځول شوې ده.

که څه هم دې سازمان نوې شمېرې نه‌دي وړاندې کړي، خو ویلي یې دي چې د لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ په ګډون د وروستیو ستونزو له امله د افغانانو ترمنځ رواني ستونزې زیاتې شوې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې، ډېری هغه افغانان چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ شوي، له سیاسي او اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه سازمان دا هم لیکلي، هغو کسانو چې ۲۰۱۸ کال کې يې د رواني درملنې د ټیلیفون د خدمتونو پروګرام له لارې اړيکې نيولي، ۶۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي چې د دوی تر منځ د رواني ستونزو د ډېرېدو لامل د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بنديز دی.

د لوږې پر وړاندې ياد سازمان په راپور کې راغلي چې په لرو پرتو سیمو کې د رواني روغتیا د متخصصانو او د رواني ناروغیو د درملنې د کافي مرکزونو د نشتوالی او ټولنيز دودونه، په افغانستان کې د رواني ستونزو د درملنې په لاره کې له عمده خنډونو څخه دي.

د رواني روغتیا کارپوهان هم تاییدوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د درملنې مرکزونو ته د تلونکو کسانو شمیر زیات شوی دی.

افغانستان کې د روغتیا د يو سازمان رییس او د ارواپوهنې استاد ډاکټر سید وحیدالله سادات وايي: "د جمهوري نظام د وخت په پرتله د مراجعینو شمېر ډېر شوی او که ووایو چې ډېری مراجعین چې موږ ته راځي د نارینه‌‌و له ډلې دي، همدارنګه زموږ د خویندو او مېندو له ډلې هم راځي. بې‌کاري، د کاري زمينو نه‌شتون او په حکومت کې د کاري زمينې کمښت او دغه راز اولادونو ته د نفقې پيدا کولو له ستونزو سره مخ وي. زموږ د خویندو له ډلې چې څوک راځي، دوی تر ډېره کورنۍ ستونزې لري چې بېرته د کار نه‌شتون پورې تړلي دي."

ارشیف: د هرات د رواني صحت حوزوي روغتون کې ناروغان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: د هرات د رواني صحت حوزوي روغتون کې ناروغان تر درملنې لاندې دي.

يوه نجلۍ چې د تخار ولايت اوسېدونکې ده او نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وايي چې رواني ستونزې يې تر دې کچې رسېدلې چې په درملو نه ښه کېږي.

د هغې په وينا، رواني ستونزې يې هغه مهال پيل شوې چې مور يې د طالبانو د حکومت له‌خوا د نورو مېرمنو او نجونو په څېر له کاره ليرې وشړل شوه او دوی له کورنيو او اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

هغې زیاته کړه: "زه باید په هرو ۱۵ ورځو کې یو ځل ډاکتر ته لاړه شم، ډېر وخت کېږي درملنه کوم، دوا خورم، خو ورځ تر بلې بدتره کېږم، هېره مې ډېره شوې ده او هره دقیقه مې عصاب خرابېږي، په عادي خبره مې سا تنګيږي، ورۍ او غاښونه مې درد کوي."

هغې د خپلې درملنې لپاره د کافي پیسو د نشتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

د تخار ولايت يو بل اوسېدونکى صديق وايي چې په افغانستان کې د تېر حکومت پر مهال يې د سمنټو او ترميمي توکو سوداګري کوله، خو د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بيې لوړېدو دی په خپل کاروبار کې دومره پوروړی کړ، چې بې‌کاره شو.

نوموړي وويل، هغه او مېرمن يې، چې د دغه ولايت په يوه پوهنتون کې له کار کولو منع شوي، له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زیاتوي: "هغه ستونزه چې د رواني مشکلاتو له امله ماته پيدا شوې، له خپلې مېرمنې او ماشومانو مې ښه نه راځي، له ژونده ستړی شوی يم او دغه راز هېرېدل مې ډېر شوي چې، زه غواړم یو څه ولیکم او یو څو دقیقې وروسته مې له ياده وتلي وي چې، باالاخره څه وليکم."

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۸ کال د وروستیو رسمي احصایو له مخې، دوه میلیونه افغانان له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خو د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چې بې‌کاري، اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري په ځانګړي ډول پر ښځو بندیزونه زیات شوي، په رواني ستونزو د اخته کسانو شمېر هم زیات شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG