د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د افغان ښځینه وو د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی؛ ګارډین: طالبان یې د شمېر خپریدو مخه نیسي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

ګارډین ورځپاڼې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو د زیاتوالي له امله د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو د ملاتړو د اندېښنو په اړه یو راپور خپور کړی.

په دې راپور کې راغلي، د هغو شمېرو له مخې چې له دولتي روغتونونو او کلینکونو یې را ټول کړي ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې د افغانستان یو په درېیمه برخه ولایتونو؛ په ځانګړي ډول په نیمروز او هرات کې د نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو شمېر زیات شوی دی.

خو دې ورځپاڼې په دې اړه کره شمېرې نه‌دي خپرې کړې.

ګارډین لیکلي، د طالبانو حکومت د افغانستان روغتيايي پرسونل ته د ځان‌وژنې پېښو د ارقامو د خپرولو اجازه نه‌ده ورکړې.

د یوناما د ښځو چارو مسوولې ګارډین ته ویلي: په اوسني وضعیت کې افغان نجونې او ښځې مرګ، له ژوند څخه غوره بولي.
د یوناما د ښځو چارو مسوولې ګارډین ته ویلي: په اوسني وضعیت کې افغان نجونې او ښځې مرګ، له ژوند څخه غوره بولي.

هاخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د ښځو برخې مشرې الیسون دیویدیان ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، وضعیت داسې دی چې افغان نجونې او ښځې له ژوند مرګ غوره ګڼي.

هغې زیاته کړې، افغانستان کې د رواني روغتیا له ناورین سره مخ دی چې د ستونزو په ډېرېدو؛ په ځانګړي ډول په حقوقي برخه کې د ښځو ستونزو دا ناورین لا پسې زیات کړی دی.

ګارډین د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د فعالانو له قوله، د افغان نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او دا یې د هغوی په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو، زده‌کړو، کار او په نورو چارو د محدودیتونو لګول کېدو پایله بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم بېلابېلو سازمونو د افغان نجونو او ښځو ترمنځ د روانې ستونزو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

هاخوا د مریم په نوم یوه نجلۍ ادعا کوي، چې یوه ۱۶ کلن خور یې د ډېر فشار له امله له رواني ستونزو سره مخ شوې ده.
هغه وايي، خور یې وړاندې یو ورزشي کلپ ته تله، زده‌کړې یې کولې او له خپلو دوستانو سره به یې تفریح کوله، خو اوس له دې ټولو فعالیتونو منع شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ډېرې نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه د محرومیدو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ډېرې نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه د محرومیدو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي

مریم زیاتوي:

" خور مې له رواني پلوه ډېر زیان لیدلی. کله چې ورسره خبرې کوم وايي، زه یوازې یم، تنګه شوې یم او یوازې په کور کې ناسته یم. دا د یوه انسان لپاره ډېره ستونزمنه ده چې ټولې ازادۍ یې واخلې او ورته ووایې، یوازې ډوډۍ خوره چې و نه مرې. "

یوه بله نجلۍ چې د امنیتي خوندیتوب له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ښځو محدودیتونه زیات شوي او اوس‌مهال دوی ان خپلو لومړنیو حقونو ته لاس‌‌رسی نه‌‌لري.

هغه وایي:

" کله چې په کور یم، فکر کوم چې زموږ راتلونکې به څه وي، دومره مو درس ووایه، زحمت مو ووېسته. دوه کاله کېږي چې په کور یوو. د پوښتنې یوه نښه یم. زموږ اوس او راتلونکی نا معلوم دی. کله چې هنداره کې مخ وینم، ټوله څېره مې بدله شوې ده. "

دا نجونې د یوټوب له ویډیوګانې زده کړې کوي او پایلې یې یو بل سره شریکوي
دا نجونې د یوټوب له ویډیوګانې زده کړې کوي او پایلې یې یو بل سره شریکوي

په ورته وخت کې روان پوه ذکریا مبرم نادري وايي، د طالبانو له راتګ وړاندې چې کومو ښځو فعالیت درلود، اوس په کور ناستې دي، چې دې چارې یې له رواني پلوه ځپلي او ان د ځان‌وژنې لامل یې ګرځېدلې.

خو هغه له دې وضعیت د ځان ویستنې په اړه لارښودنې هم لري.
مبرم نادري وایي:

"که یوه نجلۍ، یوه خور یا مور مطالعه وکړي، روحیه ورکوونکې کتابونه ولولي، دا به مرسته وکړي چې د ستونزو پر وړاندې د درېدو فکر ورسره پیدا شي او په دې ډول کولای شي چې د مشکلاتو پر وړاندې په ارام مقابله وکړي. "

د طالبانو حکومت، په تازه توګه په افغانستان کې د ځان‌وژنې د پېښو کره ارقام نه‌دي خپاره کړي، خو د تېر کال په سلواغې میاشت کې یې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې تېر یوه کال کې په ټول افغانستان کې د ځان‌وژنې ۳۶۰ پېښې ثبت شوي دي، مګر دا ادعا یې هم کړې وه چې د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ځان‌وژنې د پېښو شمېر را کم شوی دی.

د جمهوري نظام پر مهال هم په افغانستان کې د ځا‌ن‌وژنو په اړه راپورونه ورکول کېدل، چې لوی لامل یې کورنۍ ستونزې یادېدې.

خو د طالبانو حکومت له راتګ وروسته، انګېرل کېږي چې د افغان نجونو او ښځو ترمنځ د ځان‌وژنو د پېښو ډېروالی تر ډېره د طالبانو له‌خوا په دوی د لګول کېدونکو محدودیتونو او بندیزونو له امله دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG