د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیض وغانده


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو نقض او پر وړاندې یې تبعیض وغانده.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې چې په ملګرو ملتونو کې د برازیل د استازي سرګیو فرانسا دنیزي له‌خوا ولوستل شوه، ویل شوي وو چې د طالبانو له‌خوا د ښځورول محرومول ښايي په جنسیتي ځورونه بدل شي.

نوموړي وویل: "موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو ښکاره سرغړونې، سیستماتیک تبعیض او محرومول یې په کلکو ټکو غندو. دا ډول کړنې د جنیستي ځورونې په معنی دي."

دې هېوادونو غوښتنه کړې چې افغانستان باید هغو مقرراتو ته ژمن پاتې شي چې د یوه هېواد په توګه یې غړی دی.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو کې د دې شورا درې دایمي غړي د امریکا متحده ایالات، انګلستان، فرانسه او همدا ډول انتخابي غړي یې البانیا، برازیل، ایکوادور، ګابون، جاپان، مالتا، سویس او متحده عربي امارات دي.

دې هېوادونو ټینګار کړی چې که چېرې په ټولو پرېکړه کوونکو پروسو کې مېرمنو ته ونډه ورکړل شي، دوی به له نړوال امنیت او سولې سره مرسته وکړي.

خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې بیا وايي، مخکې هم ورته غندنې او غوښتنې شوي، خو پایله یې نه درلوده.

ارشیف: له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور

د ښځو د حقونو فعاله رودابه فروتن له نړیوالې ټولنې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

فروتن وویل: "موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه د طالبانو د کړنو پر وړاندې جدي اقدام وکړي یعنې د شعارونو او اعتراضي پیغامونو پر ځای په طالبانو واقعي فشار راوړي چې له دې ظلمونو لاس واخلي."

خو په تېر جمهوري حکومت کې د ولسې جرګې غړې او سیاستواله فوزیه کوفي وايي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د اسرایل او فلسطین او همدا ډول د اوکراین په جګړې کې مصروفه ده، بیا هم د افغانستان په اړه دریځ نیول یې مثبت ټکی دی.

اغلې کوفي وايي، مخکنیو افغان حکومتونو د بشري حقونو ګڼ نړیوال کنوانسیون لاسلیک کړي او د طالبانو حکومت هم باید ورته ژمن پاتې شي.

هغې زیاته کړه: "په اوس وخت کې افغانستان هغه هېواد دی چې د دې ټولو کنوانسیونونو په برخه کې بدترین وضعیت په کې دی. که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د حقوقي پرنسیبونو له مخې دوی مسوول دي چې مخکېني افغان حکومتونه له کومو کنوانسیونونو سره یو ځای شوي، باید د هماغو مطابق عمل وکړي."

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکي هېوادونه داسې مهال د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو نقض غندنه او هغوی ته د خپلو حقونو د بېرته ورکولو غوښتنه کوي چې طالبانو مخکې ورته څرګندونې رد کړې وې او ادعا یې کړې وه چې ښځو ته یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

خو اوس چې د طالبانو د واکمنۍ له دوو کلونو ډېره موده تېرېږي، لا هم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او همدا ډول پوهنتونونو ته نه شي تللی او ښځې له کار او نورو ټولنیزو او سیاسي فعالېتونو څخه منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG