د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

لانا ذکي نصیبه: فقر او بې‌وزلۍ ښايي ۸۰ زره افغان نجونې واده کولو ته اړ کړې وي


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازې وايي، په افغانستان کې فقر او بې‌وزلۍ ممکن ۸۰ زره نجونې واده کولو ته اړ ویستې وي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه وايي، اقتصادي بحران په افغانستان کې د ښځو وضعیت چې د نړۍ تر ټولو ناوړه بحران دی لا پسې زیات کړی، تر دې کچې چې د نوموړې په خبره، فقر تر ۸۰ زره نجونې واده کولو اړ کړي دي.

هغې پرون د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل: "میلیونونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. بشري اړتیاوې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې دي او نجونې او ښځې له ټولنې د حذفېدو په حال کې دي. له همدې امله دا په دې شورا کې د خوښۍ شېبه نه‌ده."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌ عربي اماراتو استازې داسې مهال د بې‌وزلۍ له امله د نجونو ودونو ته اشاره کوي چې د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل راپور کې وویل، په افغانستان کې اقتصادي نسکورېدنه د دې لامل شوې چې کورنۍ خپلې کم عمره لورګانې د پیسو ترلاسه کولو په خاطر په ناهیلي کوونکي ډول واده کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو د ۱۴۰۲ کال په غبرګولي میاشت کې یې احصاییې ملي ادارې ویلي وو، په افغانستان کې نږدې ۴۰ سلنه نجونې له ۱۸کلنۍ مخکې واده کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییه رییسه سیما باهوس هم وايي، د طالبانو د محدودیتونو له امله دوی په کوچنیوب کې د ماشومانو د ودونو او کار کولو د زیاتوالي شاهد دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییه رییسه سیما باهوس
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییه رییسه سیما باهوس

مېرمن باهوس د امنیت شورا په غونډه کې وویل: "ښځې موږ ته وايي، د دوی پر ژوند د محدودیتونو د نوملړ په دوام سره، دا محدویتونه په ځانګړي ډول د دوی د کورنیو د نارینه غړو له‌خوا په ډېر شدت سره په دوی عملي کېږي، ځکه طالبان دوی د دې حکمونو په عملي کولو مسوول ګڼي. د دې دوامداره محدودیتونو او نورو شیانو په ګډون، د ماشوم د ودونو او د ماشومانو کار کې زیاتوالی ګورو."

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشره دا هم وايي چې افغان ښځو ته ورته وروستیو درېیو میاشتو کې ویلي چې زده‌کړو ته لاسرسی یې تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نن سهار په خپله ایکسپاڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د بحث په غبرګون کې دا کوچني موضوعات وبلل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه وویل: "په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو 'د ښځو تعلیم او کار' په لویولو سره منحرف شول."

طالب چارواکي داسې مهال د افغانانو بشري حقوق کوچني موضوعات بولي چې نړیوالې ټولنې په روښانه ټکو ورته ویلي، د افغانانو حقونو ته له احترام پرته به د نړیوالې ټولنې برخه ونه ګرځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG