د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د جلال اباد اوسیدونکی: ۴ اونۍ کېږي چې کار پسې راځم خو تش لاس ستنیږم


افغانان د روزګان په لټه کې
افغانان د روزګان په لټه کې

په جلال اباد کې د بې روزګاره ځوانانو شمېر له یوې ورځې بلې ته مخ په ډېرېدو او روزګار په ورکېدو دی.

کشمیر خان د ننګرهار اوسېدونکی او د یوې لس کسیزې کورنۍ یواځنی سرپرست او د نفقې ګټونکی دی.

دی هره ورځ جلال اباد ښار ته د کار روزګار په تمه راځي خو له یوې میاشتې راهیسې ماښام تش لاس کور ته ځي.

د کشمیر خان په خبره، کار روزګار نشته او د بې روزګارو خلکو شمېر له یوې ورځې تر بلې په ډېرېدو دی.

کشمیر خان زیاتوي: "شااوخوا څلور اوونۍ کېږي چې هره ورځ ښار ته د کار لپاره راځم، خو هېڅ کار نه وي او له سختو ستونزو سره مخ شوي یو، له حکومته غوښتنه کوو چې موږ ته دې د کار کولو زمینه برابره کړي، د جلال اباد ښار په هر چوک کې سلګونه مزدوران راځي او ډېر یې تش لاسونه کور ته ځي."

د ننګرهار مرکز جلال اباد ته نه یوازې د دغه ولایت، بلکې له نورو ولایتونو هم د کار روزګار لپاره ځوانان او مشران راځي چې ډېری یې د لارو د کرایو د نشتوالي له امله بیا د ښار په واټونو او تفریح ځایونو کې شپې تېروي.

دوی وایي، د نوي نظام په راتګ سره د ټولو خلکو کاروبارونه ټکني شوي چې له امله یې بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.

د لغمان اوسیدونکی ۲۵ کلن عمر چې له درېیو ورځو کور ته د کرایې د نه درلودو له امله نه دی تللی.

دی غواړي چې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره دې د بیارغونې او نورو برخو کې بسټیزې پروژې پيل شي، څو خلک په کې په کار بوخت او له فقر او بې وزلۍ وژغورل شي.

عمر وایي: "د نوي نظام په راتګ سره د ټولو خلکو کار روزګار خراب شوی او هر سړی په دې لټه کې دی چې څه ډول ځان له هېواده وباسي نو ځکه خو بې روزګاري زیاتیږي او خلک له فقر سره مخ کېږي، ډېری ځوانان اروپایي هېوادونو او ترکیې ته قاچاقي تللي او لا روان دي."

دوی وایي، د نوي نظام په راتګ سره د ټولو خلکو کاروبارونه ټکني شوي چې له امله یې بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.
دوی وایي، د نوي نظام په راتګ سره د ټولو خلکو کاروبارونه ټکني شوي چې له امله یې بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.

څلویښت کلن قادر خان بیا وایي، په ټول عمر کې یې فکر نه و کړی چې دا ډول بې روزګارۍ ورځې او سختې به پرې راځي.

قادر خان زیاتوي: "له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې باید خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، څو ټول بې روزګاره خلک وکولی شي خپل روزګار پیدا کړي او ژوند یې ښه شي، زموږ وېره ډېره ده چې که خلکو ته کار پیدا نه شي نو بې وزلي به زیاته شي او دا حالت ورځ تر بلې همدې حالت ته تلونکی دی."

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان له دې ډلې تاج محمد تمکین په هېواد کې د بې روزګارۍ او د فقر د مخنیوي لپاره له حکومته د اوږد مهالو پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړو د مرکزونو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

ښاغلي تمکین له پانګوالو هم وغوښتل چې خپلې سرمایي دې د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې مصرف کړي، څو د بې روزګارۍ مخنیوی وشي: "که حکومت او شته افغان سوداګر په هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي نو په دې سره به تر ډېره خلکو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه حکومت دې مختلفو برخو کې پروژې پلې کړي لکه د زراعت، حرفوي زده کړو او نورو برخو کې چې خلک په مسلکي ډول ورزول شي، څو فقر او بې روزګاري په ټولنه کې ورکه شي."

له بې روزګارۍ د هېوادوالو شکایتونه او اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د جنیوا په کنفرانس کې ګڼ شمېر هېوادونو له افغانستان سره د یو اعشاریه دوه میلیارده ډالرو بشري مرستو اعلان کړی، خو خلک بیا ټېنګار کوي چې دغه مرستې دې پر اړمنو خلکو ووېشل شي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې داسې مهال کېږي چې د خوړو د نړیوال سازمان د راپور له مخې، اوس مهال ۹۳ سلنه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG