د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ماموریت: د طالبانو زورواکې پالېسۍ د افغانانو ننګونې لا زیاتوي


د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف
د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز پرېکړې د مرستندویه موسسو هغه وړیتاوې کمې کړي، چې زیانمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.

په دې اعلامیه کې چې تېره ورځ د دغه ماموریت په ویب پاڼه خپره شوې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت زورواکې پالیسۍ هغه ننګونې لا پسې زیاتې کړي، چې افغانان لا له وړاندې ورسره مخ دي.

متحده‌ایالاتو په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکاریو سازمان ترمنځ د افغانستان په اړه د عمومي غونډې له پرېکړه‌لیک هرکلی کړی دی.

طالبان بیا- بیا ښځو او خپلو معترضانو سره په ناوړه چلند تورن شوي
طالبان بیا- بیا ښځو او خپلو معترضانو سره په ناوړه چلند تورن شوي

د طالبانو حکومت تېر کال په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، چې له امله یې په ډېر شمېر سره مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود کړل.

د بهرنیو موسسو دغه محدودیت د هغه کورنیو اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتي کړي، چې له لا وړاندې یې ژوند په بهرنیو مرستو متکي وو.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی سمسور چې د واټ په سر د مزدورۍ په تمه ولاړ دی وايي، بې کاري زیاته شوې او که بهرني مرستې لا محدودیږي د دوی ژوند به له سختو ستونزو سره مخ شي.

دا هم د موضوع اړوند یو بل راپور:

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۷۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې او بې کاره دي (azadiradio.com)

نوموړی وایي:

"همدا اوس تاسې وګورئ په چوک ک سلګونه مزدوران ولاړ دي، خو کار ورته نه پیدا کیږي، نو که په دې حالاتو کې نړیوال مرستې هم بندې کړي ستونزې به لا پسې زیاتې شي."

بې کاري په افغانستان کې یوه اوج ته رسېدلې ستونزه ده - ارشیف
بې کاري په افغانستان کې یوه اوج ته رسېدلې ستونزه ده - ارشیف

د پلازمینې کابل یو اوسېدونکي احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل:

"بې روزګاري زیاته ده، کار نشته، خلک د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله ان د خپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوي دي، ورځ تر بلې بې وزلي او بې کاري زیاتیږي، نړیوال دې په دې سخت وخت کې افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي تر څو له دې سختو حالاتو ووځو."

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو له پیل وروسته، په دې هيواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

دا راپور هم د موضوع اړوند دی:

افغانستان کې بشري ناورین؛ انترکشن: د خوراکي توکیو نه خوندیتوب نور هم زیاتیږي (azadiradio.com)

د روانې ميلادي مياشتې په ١١ نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت په یوه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدل او د ښځو په یو وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات به په دې هیواد کې د لوږې کچه لا پسې لوړه کړي.

په افغانستان کې حاکم بشري او اقتصادي ناورین کم ساری ګڼل کیږي
په افغانستان کې حاکم بشري او اقتصادي ناورین کم ساری ګڼل کیږي

په راپور کې راغلي وو، چې د نویو ارزونو پر بنسټ د افغانستان اقتصادي وضعیت په راتلونکې کې له نورو ستونزو سره مخ کېدونکی دی او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو د لومړیو میاشتو په څېر به اقتصادي حالت څه ناڅه خراب شي.

په راپور کې راغلي وو، چې د دې هېواد اقتصاد په اوس وخت کې تر ډېره په دې پورې تړلی، چې ایا له افغانانو سره نړیوالې مرستې په یو ځل کمیږي او که د وخت په تېرېدو سره به د مرستو کچه کمه شي.

د دغه راپور نور جزییات دلته شته:

د امریکا د سولې انستیتوت: د طالبانو بندیزونه او د بشري مرستو کمیدل به افغانستان کې لوږه نوره هم زیاته کړي (azadiradio.com)

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي په یو راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له لسو کورنیو نهه یې د خوړو لپاره کافي توکي نه لري، او شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي د شپې په لوږه ویده کیږي.

ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د اقتصادي ناورین راپورونه ورکړي او ویلي یې دي، که له افغانانو سره مرستې ونه شي نو په دې هېواد کې به انساني ناورین رامنځته شي.

د طالبانو حکومت، په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې له خپلو پالېسیو دفاع کړې او د فقر او اقتصادي ناورین لامل یې د مخکیني نظام ناکاري ګڼلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG