د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

افغانستان کې بشري ناورین؛ انترکشن: د خوراکي توکیو نه خوندیتوب نور هم زیاتیږي


په کندهار کې یو شمېر بېوزله مېرمنې - ارشیف
په کندهار کې یو شمېر بېوزله مېرمنې - ارشیف

د انترکشن نړیوال سازمان، په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د زیاتېدو خبرداری ورکوي.

یاد سازمان په خپل نوي راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو لیکلي، چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (دبلیو اف پي) له خوا د خوراکي توکو د مرستو له کمېدو سره به سږکال د خوراکي توکو نه خونديتوب نور هم زیات شي.

انترکشن سازمان ويلي، چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او د وچکالۍ د پرله پسې درېیو کلونو وروسته، اوس مهال په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره مخ دي، چې له دې شمېر د ۳،۱ میلیونو ماشومانو په ګډون ۶ میلیونه وګړي له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

انترکشن سازمان او غړو يې، د نړیوالو بشري مرستو له تمویلونکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري مرستو دوام ته ژمن پاتې شي او ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې اړو کسانو ته ورسیږي.

د بشري مرستو په وېش کې طالبان په لاسوهنو تورن دي، خو دوی دا تورونه ناسم بولي
د بشري مرستو په وېش کې طالبان په لاسوهنو تورن دي، خو دوی دا تورونه ناسم بولي

په ورته وخت کې یو شمېر خلک وايي، چې سږ کال د یو یا څو ځلي محدودو مرستو څخه هم بې برخې شوي چې دې موضوع دوی اندېښمن کړي دي.

دینا، د درېیو ماشومانو مور ده چې خاوند یې دوه کاله وړاندې د سرطان له امله مړ شوی، وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سلګونو نورو مېرمنو او نجونو په څېر بېکاره او په کور ناسته ده.

دينا وويل، په داسې يوه کرايي کور کې اوسېږي، چې چت يې هر وخت نړېدلی شي، خو ان په منظم ډول د همدې کور کرايه هم نه شي ورکولای.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، چې سږ کال یې له یوې نړیوالې مرستندویه موسسې څخه يوازې ۲۵۰ امریکايي ډالره ترلاسه کړي دي.

نوموړې وویل:

"ځینې شپې ژاړم، ماشومانو ته مې وینم ډیر معصومه دي، جیګرخونه کیږم. څنګه چې هغوې غواړي ورته رسیدنه وکړم نه شم کولای. اقتصادي ستونزې ډیرې دي. د هغوی غوښتنې نه شم پوره کولای. یو ځل مې مرسته ترلاسه کړه بس. ډیره خوشحاله وم ما ویل شاید دا مرستې دوام ولري، خو له بده مرغه چې یواځې یو ځل مرسته وشوه. "

د کابل ښار يو بل اوسېدونکی بوټ ګنډونکى سيد ياقوت شاه وايي چې د خپلې کورنۍ يوازينی سرپرست دی.

نوموړي وويل، هم مهاله د کور خرڅ او د ماشوم زوى درملنه چې د پښتورګو ناروغي لري ورته ګرانه ده.

هغه زیاتوي:

"پخوا ښه و مرستې کیدې، یوه بورۍ اوړه، یو پیپ غوړي به رسیدل. د خلکو کارونه به هم ښه و. خدای حاضر او شاهد دی چې په دې وختونو کې بیخې مرستې نشته، کار او بار نشته. په موچي ګری کې کله امکان لري د ورځې ۵۰ افغانۍ کار وکړم، کله بیا همداسې خالي لاس کورته ځم، ماشومان بیا له ما نه ډوډۍ غواړي. "

بې کاري په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي
بې کاري په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي

د انتراکشن د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، اقتصادي کړکیچ تر بل هر وخت زیات شوی او د بې کارۍ کچه ۱۳،۳ سلنې ته رسېدلې ده.
د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې د لومړنيو خوراکي توکو بيې ۳۵ سلنه زياتې شوې دي.

انتراکشن سازمان، اندیښنه څرګنده کړې چې که د ٢٠٢٣ کال تر دسمبر پورې د ٢٢.٣ ملیون افغانانو سره د مرستې لپاره کافي بودجه ترلاسه نه شي، د زیان منونکو افغانانو لپاره به جدي پایلې ولري.

خو له اړو افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستو د کمښت او د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنې یو ځل بیا هغه مهال راپورته شوې، چې د خوړو نړیوال پروګرام (دبلیو اف پی) په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د بودجې د کمښت له امله، د اکتوبر تر میاشتې ، په میاشت کې یوازې ۵ میلیونه افغانانو سره مرسته کولای شي.

دغه سازمان تر دې مخکې له ۲۰ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې وې.

د طالبانو حکومت د انتراکشن سازمان د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی د حکومت یو شمر لوړپوړو چارواکو او ویاندویانو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ارقام ځینې وخت له مبالغو او تبلیغاتو ډک بللي او ادعا یې کړې، چې فقر او بېوزلي له پرځیدلي جمهوري نظام څخه په میراث ور پاتې ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG