د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د ترهګرۍ د قربانیانو د یادونې ورځ؛ « په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت خطر په زیاتیدو دی»


په افغانستان کې د یوې ترهګریزې پېښې قرباني - ارشیف
په افغانستان کې د یوې ترهګریزې پېښې قرباني - ارشیف

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د سیاسي استازولیو او قونسلګریو د انسجام شورا خبرداری ورکوي، چې که د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران ته پام و نه شي، د ترهګرۍ او افراطیت ګواښ به زیات شي.

د دغې شورا غړي او په ناروې کې د پخواني جمهوریت سفیر یوسف غفورزي د دوشنبې په ورځ د "ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي" د نړیوالې ورځې په مناسبت ازادي راډيو ته وویل چې افغانان په تېرو درېیو لسیزو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې و او په افغانستان کې د رښتینې سولې ټینګښت به دې قربانیو ته غوره درناوی وي.

نوموړي وویل:

"له بده مرغه په هېواد کې عمومي وضعېت له امنیتي، اقتصادي، بشري او سیاسي اړخه ډېر خراب دی او شاهد یو چې نړۍوالو ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپل حضور او فعالېت زیات کړی. که د افغانستان قضیې ته پام و نه شي، دا جدي ګواښ نور هم زیاتېدلای شي."

له دې سره هم مهاله د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د سیاسي استازولیو او قونسلګریو د انسجام شورا د دې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني د دې لامل شوې چې وضعیت نور هم پیچلی، افغانانو له ناورین سره مخ او ژوند یې ورځ تر بلې بدتر شي.

ځینې هېوادونه او نړیوال بنسټونه اندېښنه ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د القاعده او داعش په ګډون د بېلابېلو ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی
ځینې هېوادونه او نړیوال بنسټونه اندېښنه ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د القاعده او داعش په ګډون د بېلابېلو ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی

هڅه مو وکړه، په دې اړه د طالبانو حکومت د ویاند غبرګون هم ولرو، خو بریالي نه شو.

خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د زیاتوالي او د ناورین د رامنځته کېدو په اړه ادعاوې رد کړې دي.

پر طالبانو تور دی، چې له بیا واکمنېدو مخکېې یې په تېرو شلو کلونو کې د پخواني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې ګڼ ملکیان وژلي او ټپیان کړي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو کورنۍ او له جګړو یو شمېر اغیزمن شوي هم د خپل ژوند ترخې کیسې کوي.

محمد علي خېل چې د پخواني جمهوري حکومت د ملي اردو سرتېرى و، په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې قرباني شو او په پايله کې يې دواړه لاسونه او دواړه پښې پرې شوې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د ماین د چاونې له امله مې دواړه لاسونه او پښې د لاسه ورکړل. د کور سرپرست نه لرم، له هغې پېښې راهیسې مې ژوند له ډېرو ستونزو سره تېرېږي، وچې ډوډۍ او خپلې تداوۍ ته حیران یم. اوس چې د امارت حکومت راغلی، ما ته یې یوازې د ۶ میاشتو معاش راکړی."

په کابل کې یوه مېرمن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل:خاوند یې شاوخوا دوه کاله وړاندې په داسې حال کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې څلورم ماشوم یې لا نه و زېږېدلی او له دې پېښې وروسته د هغې ژوند ډېر سخت شو.

هغې وويل: "ماشوم مې په ګېډه کې و چې خاوند مې په یوه ځانمرګي برید کې شهید شو. ماشوم مې اوس د شیدو دی. ډېره مجبوره یم او روزګار مې خراب دی. تر وروستي حده اقتصادي ستونزې لرم. څه وکړم؟ چېرته لاړه شم؟ او څه ډول خپل ژوند مخکې یوسم؟"

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د "ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي" د ورځې په مناسبت له نړۍوالو وغوښتل چې د ترهګرۍ د قربانیانو او زیانمنو څخه په ملاتړ دې هغوی ته ډاډ ورکړي چې هېڅکله به هم هېر نه شي.

که څه هم په افغانستان کې د ترهګریزو پېښو د قربانیانو کره شمېره نه ده ثبت شوې، خو د راپورونو له مخې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونو کې په لسګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۷ کال کې یو پریکړه لیک تصویب کړ او د اګست ۲۱ یې د "ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي" ورځ ونوموله، چې له دې لارې د ترهګرۍ د قربانیانو یاد ژوندی وساتل شي او له زیانمنو ته بشري حقونه او اساسي ازادي ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG