د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د بشردوستۍ نړیواله ورځ؛ نړیوال سازمانونه: د ښځو پر کار بندیز او د بودیجې محدودیت د افغان اړمنو لاسنیوی ستونزمن کړی


په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - ارشیف
په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - ارشیف

نن د اګست ۱۹مه د بشردوستۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې د طالبانو حکومت د مرستندویه موسسو او د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې د نړیوالو سازمانونو په وینا دې مسلې په افغانستان کې د بشري چارو لپاره بودیجه کمه او د مرستو رسولو بهیر یې اغېزمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته رسېدلی دی.

هغه راپورونه، چې د نړېوالو سازمانونو لخوا خپاره شوي، پکې ویل شوي چې په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار د ممنوعیت له امله به ډېرې ښځې او ماشومان زیانمن شي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین پراخ شوی
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین پراخ شوی

مرسل چې د کابل ښار اوسېدونکى او د يوې مرستندويه موسسې پخوانى کارکوونکى ده وايي، پخوا يې اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په رياست کې کار کاوه، خو اوس د اړمنو کسانو وضعيت اندېښمن کړې ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل، چې د ښځو پر کار بندیز نه یوازې د هغوی ژوند، بلکې د بشري مرستو رسولو بهیر یې هم اغېزمن کړی دی.

مرسل زیاتوي: "اوس موږ اندېښمن یو چې زموږ فعالیتونه بند شوي، د دوی وضعیت څه ډول دی. زموږ مرستې کولای شوې چې ددوی ستونزې حل کړي، خو موږ نه پوهیږو چې دا مهال د دوی وضعیت څه ډول دی؟"

په همدې حال کې د کابل ولایت یوه اړمنه مېرمن پري ګل وايي چې له څه مودې راهیسې ورته بشري مرستې نه دي رسېدلي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ اقتصادي حالت خراب دی. ډېره موده کېږي چې موږ ته مرستې نه دي را رسېدلي دي. خاوند مې ناروغ دی. موږ له درېیو میاشتو راهیسې کرایه نه ده ورکړې. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د بشر دوستۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، چې ددغې ورځې په مناسبت د بشري مرستو کارکونکو ته د هغوی د نه ستړي کیدونکو قربانیو مبارکي وايي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

هغه زیاته کړې دا مهمه نه ده چې مرسته رسونکي څوک او چیرته دي.

د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې د دې ورځې په مناسبت لیکل شوي، چې سږ کال دوی د بشر دوستۍ نړیواله ورځ په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي دفتر د برید د شلمې کلیزې په نوم نمانځي.

دغه سازمان لیکي، دا مهمه نه ده چې څوک چیرته او څنګه بشري مرستې رسوي خو دوی خپل کار ته چې بشر ته د مرستو رسول دي ژمن دي.

د ۲۰۰۳ کال د اګست په ۱۹ مه د عراق په پلازمینه بغداد کې د ملګرو ملتونو په مرکز دفتر برید کې ددغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر په ګډون ۲۲ کسه ووژل شول.

د ملګرو ملتونو سازمان دغې پېښې ته په احترام په ۲۰۰۹ کال کې د اګسټ میاشتې ۱۹ مه نیټه د بشر دوستۍ نړېوالې ورځې په نوم ونوموله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG