د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

افغانستان کې وچکالي؛ خلک د څښاک او نورو لومړنیو اړتیاوو لپاره د اوبو له نشتوالي شکایت لري


د بلخ یوه وچکالۍ ځپلې سیمه - ارشیف
د بلخ یوه وچکالۍ ځپلې سیمه - ارشیف

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اوبو کمښت، وچکالۍ، اقتصادي کړکیچ او د اقلیم بدلون د دوی ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

دوی شکایت کوي، چې یوازې د څښاک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره لويه لار وهي او ان څو ځله په پیسو هم اخیستي.

د کابل ښار د نیازبیک سیمې اوسېدونکی، وحید ازادي راډيو ته وویل چې په کور کې او د کور شاوخوا اوبه نه لري او له لرې ځای څخه له هغه چا اوبه راوړي چې له خلکو سره د اوبو په برخه کې مرسته کوي.

نوموړی وايي: " پنځلس دقیقو لار ده چیرې چې مونږ ځو، هلته په ډيرو سختیو مونږ ته څو بوشکې اوبه راکوي، که یو څو وخته نور ولاړ شو، هلته به هم اوبه په مونږ خرڅې کړي، خلکو سره لږه مرسته کوي، د یوه ساعت لپاره اوبه خوشي کوي، هغه هم پرې ګڼه ګوڼه ډیره وي، خلک ډیر وي، که مونږ ته اوبه ورسیږي ښه که نه نو هیڅ."

د اوبو کمښت په هلمند کې هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي
د اوبو کمښت په هلمند کې هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د کابل د خوشال خان مېنې اوسېدونکی قيس هم ورته شکايت لري او د طالبانو له حکومت غواړي چې دې ستونزې ته دې رسیدنه وکړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: " اوبه نشته، څاګانې وچې شوې. نلونه وچ دي. موږ هره ورځ ځو له لرې ځایونو څخه اوبه راوړو. ډیرو ستونزو سره مخ یو. له دولت څځه غواړو چې یا دې موږ ته نل کینوي یا اجازه راکړي چې څاه وکیندو."
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاس رسی نه لري.
یاد سازمان د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ناوخته په خپل ايکس یا پخواني ټویټر اکاونټ کې لیکلي، چې تېر کال یې له ۱۶۰ زرو افغانانو سره د اوبو، روغتیا او فاضله موادو د سیستم په برخه کې مرسته کړې او په ٢٠٢٣ کال کې د ۲.۳ ملیون افغانانو د اړتیا پوره کولو لپاره ٣٣ ملیون دالرو ته اړتیا لري.
دې سازمان اوبو ته د افغانانو د لاسرسي جدي اړتیا ته په اشارې سره ټینګار کړى چې "وخت په تېرېدو دی او افغانستان نور انتظار نشي کولی".
افغان ماشومان هم د څښاک اوبو په موندلو پسې سرګردانه او لالهانده دي
افغان ماشومان هم د څښاک اوبو په موندلو پسې سرګردانه او لالهانده دي

افغان ښاريان هم وايي، چې د نړيوالو مرستو د دوام غوښتونکي دي، څو د دوی په ژوند کې د ناورينونو د لا سختېدو څخه مخنیوی وشي.

که څه هم افغانستان په دې وروستیو کې د موسمي بارانونو او سیلابونو شاهد و، چې مالي او ځاني زیانونه یې هم واړول، خو د تېر کال د وچکالۍ لمن سږکال ته هم غځېدلې ده. د اوبو یو شمېر کارپوهان د دې ستونزې لامل د اوبو د مدیریت نشتوالی بولي.
د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه راټیټه شوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه څو سوه متره ښکته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا)، د روانې میاشتې په پیل کې راپور ورکړ، چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه د نړۍ په لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو کې دی.
XS
SM
MD
LG