د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

له پرله پسې وچکالۍ شکایت؛ افغان بزګران: د کال یو فصل هم په سختۍ اخلو


د افغانستان یوه وچکالۍ ځپلې سیمه - ارشیف
د افغانستان یوه وچکالۍ ځپلې سیمه - ارشیف

د افغانستان بزګر شکایت لري چې اوس وخت د کال یو فصل هم په سختۍ اخلي او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د نیمروز د خاشرود یوه اوسیدونکي اسدالله ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې ویلي: "زموږ په ولسوالي کې ډېره سخته وچکالي ده. د څښاک اوبه نه پیدا کېږي. اکثر باغونه او ونې مو وچې شوي دي. کمکونه نشته. ډېر کم کسان که د برمو وس ولري نو په ډېر مصرف به یو څه اوبه پیدا کوي چې دا کار د نورو خلکو د وسه پوره نه دی. نه پوهېږو چې څه وکړو."

افغانستان د اقلیمي بدلونو له کبله د نړۍ په کچه شپږم زیانګالی هېواد بلل کېږي. سره له دې چې په دغه هېواد کې اورښتونه ډېر شوي خو له دې چې د اوبو د زیرمې لپاره لازم تاسیسات نه شته د ګټې پر ځای خلکو ته تاوان ډېر رسېدلی.

په ټول افغانستان کې له څو کلونو راهیسې وچکالیو کروندګر تر ټولو ډېر ځپلي.

محمد حنیف الهام چې د زابل د میزانې ولسوالۍ اوسیدونکی وایي: "د زابل میزانه ولسوالي یوه اقتصادي او زراعتي ولسوالي ده. ټوله هغه د ژوند چارې خلک دلته د زراعت له لارې پوره کوي. خو متاسفانه وچکالۍ همدغه سهولتونه او د تېروکلونو لاسته راوړنې هغه ټولې د وچکالۍ له امله بربادې یا د صفر سره برابره شوې."

الهام له حاکمو چارواکو د مرستې غوښتنه وکړه.

وچکالۍ او ورسره د بهرنیو مرستو درېدو د افغانستان له شمال تر جَنوبه خلک په تېره بیا د کلیوالیو سیمو اوسیدونکي چې ژوند یې په بزګرۍ او بڼوالۍ چلېده اغېزمن کړي دي.

نړیوال بنسټونه د وچکالۍ شدت هم د افغانستان د بشري ناورین له اصلي لاملونو بولي
نړیوال بنسټونه د وچکالۍ شدت هم د افغانستان د بشري ناورین له اصلي لاملونو بولي

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس د افغانستان شاوخوا ۲۹ میلیونه اوسیدونکي کافي خواړه نه لري او په دې ډله کې میلیونونه کسان هم شته چې له قحطۍ سره مخ دي.

سره له دې چې وچکالۍ په جنوب او شمال سیوری غوړولی، خو رویټرز اژانس وايي د طالبانو د حکومت له خوا په شمال کې د یوه ۲۸۰ کیلومتري کانال کېندنه ښايي د شمالي ولایتونو لپاره هیله بښونکی وي.

رویټرز وايي که څه هم د دې پروژې بشپړېدو ته کلونه وخت پاتې، خو ورسره ګاونډيو هېوادونو د اوبو د مسیر د غیر عادلانه بدلون په تړاو اندېښنې ښودلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG