د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

يونېسف: په افغانستان کې سلګونه زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی


ارشیف: په کابل کې یو ماشوم د اوبو له یوې بمبې څخه د پاکو اوبو د ډکولو پر مهال
ارشیف: په کابل کې یو ماشوم د اوبو له یوې بمبې څخه د پاکو اوبو د ډکولو پر مهال

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۴۵۰ زرو زیاتو کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر په خپل ټویټ کې زیاتوي چې څاه ګانې یې کېندلي او ترمیم کړي او د اوبو رسولو داسې تاسیسات یې جوړ کړي چې د لمر په انرژۍ چلېږي.

یونېسف وايي چې د خلکو د کورونو مخې ته یې د اوبو نلونه مستقیماً رسولي دي.

مګر بیا هم، د څښاک د اوبو کمښت ډېر د پام وړ دی، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې.

د کابل اوسېدونکې یاسمین ازادي راډيو ته وویل چې خلک د څښاک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.

نوموړې وايي: "زموږ نلونه له څلورو ورځو راهیسې اوبه نه لري، حکومت باید دې برخې ته پام وکړي، دا د حل لار نه ده چې د کوڅې په یوه نل کې اوبه راځي او ټول خلک د اوبو ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو ساعتونو له سطلونو او بوشکو سره انتظار باسي."

د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه راټیټه شوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه څو سوه مترو ته ښکته شوې دي.
د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه راټیټه شوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه څو سوه مترو ته ښکته شوې دي.

بل خوا اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې په افغانستان کې وچکالي زیاته شوې او د ژوند د امکاناتو د نشتوالي له امله بې‌وزلي او لوږه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم تېره میاشت په خپل راپور کې ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ په پایله کې په افغانستان کې د غلې دانې حاصلات ډېر کم شوي دي.

د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه راټیټه شوې او په ځینو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه څو سوه مترو ته ښکته شوې دي.

که څه هم افغانستان په دې وروستیو کې د موسمي بارانونو او سېلابونو شاهد و چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي، خو د اوبو کارپوه او د جرمني په یوه پوهنتون کې استاد عاصم مایار ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال هم د تېر کال په څېر وچکالي ده او د لویو ښارونو اوسېدونکي د اوبو د مدیریت د نشتوالي له امله د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

دى وايي، نړيوالو ادارو د څاګانو په کېندلو سره خلکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي، خو د وچکالۍ د ستونزې د هواري لپاره بايد د اوبو مديريت ته زياته پاملرنه وشي.

عاصم مایار
عاصم مایار

مايار وايي: "دوی دا څاګانې په لویه کچه د څښاک د اوبو لپاره کېندلي او په لمریزه انرژي یې سمبال کړي دي، دا یوه معقوله خبره ده، د ځمکې لاندې اوبه باید د څښاک لپاره وکارول شي نه د کرنې لپاره، خو د وچکالۍ د ستونزې د حل لپاره باید د اوبو مدیریت ته زیاته پاملرنه وشي. اوبه باید زیرمه شي او د دې ترڅنګ، ښارونو ته نږدې زراعت باید محدود شي ترڅو اوبه ښار ته ورسېږي."

مایار زیاتوي، د اورښتونو شمېرې ښيي، چې سږ کال د اورښت اندازه د تېر کال په څېر وه، خو توپیر دا دی، چې سږ کال اورښتونه وقفه يي شوي او کرنیز محصولات د تېر په نسبت ښه ورسېدل.

هغه وايي، په ټوليزه توګه د اوبو کمښت د تېر کال په څېر دى او په ځانګړي ډول د لويو ښارونو اوسېدونکي چې په‌کې د خلکو له خوا د اوبو مصرف ډېر دى، د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، افغانان له لسیزو راهیسې د اقلیم د بدلون په وړاندې جدي مقاومت کوي، خو اوس د دې ستونزې د هواري لپاره لا زیاتو او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله زیانګالي دي.

XS
SM
MD
LG